لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې، د پاکستان حکومت او سياستوالو د باجوړ چاودنه غندلې ده


په اسلام اباد کې د امریکې سفارتخانې په باجوړ کې شوې چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده، د "بېګناه خلکو" په وژنه یې د خواخوږۍ څرګندونه کړې او ويلي يې دي په دې "سخت وخت کې د پاکستان سره ولاړه ده".

سفارتخانې په ټویټر ويلي، "امريکا د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان د هڅو د ملاتړ او وګړو د خونديتوب او امنیت ژمنه تکراروي".

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا باجوړ کې پرون مازيګر د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علمااسلام ف په غونډه کې شوې چاودنه کې د وژل شوو شمېره 43 ته رسېدلې او د 80 نه زيات کسان پکې ژوبل شوي دي.

په سمدستي توګه د بريد زمه واري چا نه ده منلې خو د خېبرپښتونخوا پوليسو دعوه کړې، د سي سي ټي وي کېمرې ويډیوز ترلاسه کولی شي چې د مبينه خودکش معلومات وشي او د پېښې په ابتدايي تحقيقانو کې د داعش خراسان د ککړتيا لاس ښکاري.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي، د باجوړ په خار کې د جمعيت علمااسلام ف په غونډه د برید چې څومره غندنه وشي کمه ده.

هغه په ټویټر ويلي، "په سياسي ډلو د حملو څخه واضحه ده چې دښمن پاکستان کې د جمهوري نظام مخالف دی خو د دې به قطعا اجازه ور نه ورکړی شي".

هغه ويلي، "د پېښې زمه وار به په ګوته کړی شي او قرار واقعي سزا به ورته ورکړی شي". د پاکستان وزیراعظم ويلي، "پاکستان قوم، قانون نافذونکې ادارې، او زمونږ محافظ به د دښمن داسې ناوړه هتکنډې کله کاميابېدو ته نه پرېږدي".

په افغانستان کې واکمنو طالبانو هم د جمعيت علما اسلام په غونډه کې د چاودنې غندنه کړې ده.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر او بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري د جمعيت علمااسلام ف په غونډه چاودنه غندلې او ويلي يې دي، "په ملک کې د امن قايمولو دپاره، ترهګر، د هغوی سهولت کار او منصوبې جوړوونکي ختمولو ته اړتيا لري".

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان باجوړ کې د جمعيت علمااسلام ف په غونډه چاودنه غندلې او غېر انساني عمل یې ورته ويلي دي.

نوموړي ویلي، "د بده مرغه په دې سيمه کې روانه جګړه کې پښتانه وژل کيږي او د ترهګرۍ په دې نوې څپه کې هم يواځې پښتانه په نخښه دي څو پورې چې د ترهګرو سهولت کارو ته قرار واقعي سزا نه وي ورکړی شوې تر هغې د دې جګړې خاتمه ناممکنه ده".

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم د جمعيت علمااسلام ف په کانفرنس بريد په کلکه غندلی او ويلي يې دي په داسې حالاتو کې د ټولو زمه واري نوره سېوا کيږي.

د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب شېر پاو هم د جمعيت علمااسلام ف په غونډه د بريد غندنه کړې او ويلي يې دي، "په داسې نازکو او خطرناکو حالاتو کې د راتلونکو انتخاباتو دپاره سياسي عمل چلول او ووټرانو ته رسېدل مشکل دي امنيتي ادارو او مقتدره قوتونو ته پکار ده چې سمدستي ګامونه پورته کړي د صوبې د ولس امنیت دې يقيني کړي چې سياسي قوتونه انتخابي عمل په پرامنه طريقه سره وچلوي".

د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق هم په باجوړ کې د جی يو آی په جلسه کې چاودنې ته د غندنې وړ ويلي او زياته کړې یې ده، "د حملې مقصد په ملک کې اړی ګړی جوړول دي".

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکيني وزيراعظم عمران خان ويلي د باجوړ په چاودنه کې د کسانو په مړينه او کسانو په ټپي کېدو خفه دی هغه په "ملک او ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ په پېښو کې اضافې" سره ويلي، "لومړيتوبونه بيا د سره ټاکلو تقاضا کوي".

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د باجوړ د چاودنې غندنه کړې او ویلي يې دي،

"مونږ به دغه لږ ترهګر ډېر زر ختم کړو ملک دښمنه عناصر اړی ګړی جوړول غواړي د پېښې مجرمان به منتطقي انجام ته ورسول شي د پېښې رپورټ مې غوښتی دی".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG