لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

توشه خانې قضيه کې عمران خان ته د دریو کالو بند، يو لک روپو جرمانه واورول شوه او ګرفتار کړای شو


د اسلام اباد اډيشنل ډسټرکټ اېنډ سيشن کورټ عدالت د توشه خانې قضيه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکيني وزيراعظم عمران خان ته د درېو کالو بند او يو لک روپو جرمانه واوروله. پنجاب کې نګران حکومت او تحریک انصاف ګوند تاييد کړه چې عمران خان ګرفتار کړی شو او جېل ته منتقل کولی شي.

د پاکستان د ځايي رسنيو ترمخه د اسلام اباد عدالت جج همايون دلاور د عمران خان ضد فېصله واوروله، د عمران خان د نيولو او جېل ته اچولو وارنټ یې جاري کړی او ويلي یې دي که عمران خان يو لک روپۍ جرمانه ور نه کړه شپږ مياشتې بند به نور تېروي.

عدالت په فېصله کې ویلي، "عمران خان په ارادې سره الېکشن کمېشن ته جعلي تفصيلات وړاندې کړي او د غبن يا کرپشن قصوار واره ګرځول کيږي".

ويل شوي عمران خان ته د الېکشن قانون د سېکشن 174 لاندې د درېو کالو بند سزا اورول شوې ده.

د رسنيو ترمخه د فېصلې اورولو وروسته د پاکستان تحریک انصاف وکيلانو د فېصلې ضد نعرې وهلي دي.

عمران خان په لاهور کې ګرفتار کړی شوی او جېل ته منتقل کول کيږي.

د رپورټونو ترمخه، د الېکشن کمېشن وکیل امجد پروېز ويلي، د عدالتي سزا وروسته به عمران خان د پينځه کالو دپاره نااهله شي.

نن د همايون دلاور د توشه خانې د قضيې اورېدنه سهار نزدې په نهه بجې پېل کړې او بيا د عمران خان د وکیل عدالت ته وړاندې کېدو دپاره یې درې ځله اورېدنه ودرولې او د 12 بجو پورې وخت یې ورکړی او فېصله محفوظ کړی شوې وه خو عدالت بيا په 12 نيمې بجې فېصله واوروله.

د توشه خانې فېصلې ته به په سمدستي غبرګون کې پاکستان تحريک انصاف ګوند ويلي، د اډيشنل ډسټرکټ اېنډ سېشن جج فېصله د تعصب ده.

پاکستان تحریک انصاف ګوند د جج همايون دلاور د فېصلې رد کولو ويلي، او زياته کړې یې ده فېصله به په اعلا عدالت کې چېلنج کولی شي.

ياد ګوند د سېشن عدالت فېصلې ته سياسي انتقام او د اينجينيرنګ بدترينه مثال ويلي دي.

خو د وزيراعظم شهباز شریف معاون خصوصي عطا تارړ مطبوعاتو سره په خبرو کې وویل، "عمران خان سرټيفايډ کرپشن کوونکی وګرځول شو، هغه ته عدالت بيا بيا موقع ورکړې خو هغه په غبن ثابت شو او پرضد یې فېصله واورول شوه".

پرون د پاکستان د اسلام اباد هايکورټ عدالت د عمران خان ضد د توشه خانې د قضيې د اورېدنې وړ ګرځولو په لړ کې د ټرايل کورټ فېصله کالعدم کړې او سېشن عدالت ته یې بيرته قضيه لېږلې چې اورېدنه یې وکړي.

مخکيني وزيراعظم او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان خواست کړی وو چې د توشه خانې قضيه کې دې ټرايل کورټ ودرول شي او دغه قضيه دې د دې جوګه ونه ګرځوي چې د اورېدنې وړ ده.

د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس عامر فاروق پرون حکم کړی او د قضيې د اورېدنې وړ ګرځولو دپاره یې بيرته سېشن عدالت ته لېږلې وه.

هايکورټ د عمران خان لخوا عدالت ته شوی خواست هم رد کړی شوی وو چې قضيه دې بل عدالت ته منتقل کړی شي.

د اسلام اباد د سېشن عدالت جج همايون دلاور تېره میاشت د عمران خان ضد د توشه خانې قضيه د اورېدنې وړ ګرځولې وه.

عمران خان د دغه فېصلې ضد اسلام اباد هايکورټ ته خواست کړی وو.

عمران خان د اسلام سېشن کورټ په جج همايون دلاور تحفظات څرګند کړي او هايکورټ ته یې خواست کړی وو دغه قضيه دې د همايون دلاور د عدالت ته نه بل عدالت ته منتقل کړي.

عمران خان دوه شپې وړاندې په يوه وينا کې هم د اسلام اباد سېشن عدالت په جج همايون دلاور د تحفظاتو څرګندونه کړې وه.

توشه خانه د پاکستان د کابینې ډویژن هغه څانګه ده چرته چې پاکستاني چارواکو ته د بهرنيو هیوادونو څخه ورکړی شوې ډالۍ ایښودل کیږي.

د پاکستان الېکشن کمېشن تېر کال په 21 اکتوبر د عمران خان پرضد د توشه خانې د مقدمې فېصله اورولې او عمران خان يې نااهله ګرځولی وو.

د عمران خان په ضد دغه مقدمه د اګست په میاشت کې الېکشن کمېشن ته رسېدلې، او دا رېفرنس اوسني حکومتي اتحاد جمع کړی وو.

په عمران خان تور لګول شوی وو چې د توشه خانې نه يې ډالۍ په ارزانه بيعه اخیستې يا خرڅې کړي دي، او بیا يې د هغې معلومات په الېکشن کمېشن کې نه وو ښکاره کړي.

پخواني وزیراعظم عمران خان که څه هم دا خبره منلې وه، یوه ډالۍ یې په نیم نرخ د توشه خانې څخه اخیستې خو ورسره یې دا هم ویلي وو دا د هغه خپله ډالۍ وه او د هغه خوښه ده چې څه پرې هم وکړي.

عمران خان هغه وخت د خپلې نااهلۍ فېصلې ته په غبرګون کې ویلي وو، "د الېکشن کمېشن فېصله يو اړخيزه يا جانبداره ده او دوی يې پرضد عدالت ته ځي"، خو الېکشن کمېشن تل د عمران خان تورونه رد کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG