افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا باجوړ سیمې ځوانانو اعلان کړی په 14م اګست به د امن پاڅون غونډه کوي.
په 14م اګست پاکستان د خپلې ازادۍ ورځ نمانځي.
باجوړ کې په 30مه جولايۍ د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علمااسلام ف ګوند په غونډه ځانمرګی بريد شوی، پوليسو په بريد کې د 56 کسانو د وژل کېدو او 83 ژوبلېدو تاييد کړی دی.
د بريد زمه واري داعش منلې ده.
باجوړ کې د تحريک انصاف ګوند سره تعلق لرونکي او ځوانانو د تحریک مشر رېحان زېب خان وي او اې ډيوه ته وويل، "پرون د باجوړ 120 ځوانان چې تعلق یې د بېلابيلو سياسي، مذهبي ډلو او مدني ټولنې سره راټول شوي او په دوی کې 118 دا رایې ورکړې چې په 14م اګست د سپين بېرغ سره د امن دپاره پاڅون وکړي".
نوموړي وويل، "پکار ده چې د 14م اګست په ورځ د ازادۍ ورځ نمانځل شوی وی خو د باجوړ د ځوانانو رایې ده چې په دغه ورځ د سپين او تور بېرغ سره پاڅون کوي او رياست ته پېغام ورکول غواړي چې دوی نور تنګ شوي دي د دوی په پاکستانيت دې شک نه کیږي خو مسله دې ته راورسېده چې باجوړ کې هره ورځ هدفي وژنې کيږي بدامني ده".
هغه زياته کړه، " د پاکستان نه بغاوت نه کوو خو دا پېغام ورکوو چې ستا کومې پاليسيانې دي او څوک پاليسيانې جوړوي د هغو په کردار زمونږ شديد تحفظات دي".
هغه وويل، باجوړ کې د ځانمرګي بريد په اوومه ورځ هم بازارونه بند او په خلکو کې سخته ویره ده، دوی ويره ختمول غواړي، او د امن پاڅون دپاره یې د 14م اګست د ورځې انتخاب په دې بنیاد کړی دی، "چې مونږ د چا نه مطالبه کوو هغوی به دا لږه سيريس واخلي کېدی دا به لږ زور واخلي".
مدني سياسي فعال انور نګار وايي، "د 14م اګست په ورځ ځکه امن پاڅون کوي چې د پاکستان مقتدره قوتونو ته دا پېغام ورکول دي، چې د ازادۍ مطلب خو دا دی چې يو خوشاله، سوکاله او په قلاره د ارام ژوند وي خو مونږ ته دلته بنيادي ضرورت امن نشته".
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "مونږ نه د ازادۍ په خوند پوی شو او نه مو خپل وسايل په قابو کې راغله، نه مونږ ته د خپل حفاظت ضمانت راکول کيږي ځکه په دغه بنياد مونږ خپل فرياد او ژړا د دغه ورځې [ 14م اګست] سره وتړله".
انور نګار زياته کړه، دوی د خپل بنيادي حق امن دپاره ګيله او شکايت کوي.
په باجوړ کې د عوامي نېشنل ګوند زمه واري نثار باز وايي، "ګوند به یې د امن پاڅون ملاتړ کوي ځکه ملت پاله ګوند یې تل د امن دپاره غږ پورته کړی دی".
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "دوی به د امن د هڅو تل ملاتړ کوي او دا روښانه دريځ دی".
باجوړ کې تېر کال د اګست په میاشت کې د امن غوښتنې دپاره د نهه ورځو پورې احتجاجي پرلت کړی او بيا د چارواکو لخوا احتجاجي پرلت کوونکو ته د امنيت په ځای کولو د باور ورکولو وروسته احتجاج ختم کړی شوی وو.
Forum