لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې په امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید شوی، ټي ټي پي پېښور کې د پوليس وژلو زمه واري منلې ده


د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا ناارامه سيمې شمالي وزیرستان کې د امنيتي ځواکونو په کاروان ځانمرګی بريد شوی، چارواکي وايي، په بريد کې امنیتي ځواکونو ته کوم تاوان نه دی اوښتی خو دوه ځايي کسان ورکې وژل شوي دي. بل لور ته تحریک طالبان پاکستان په پېښور کې په پولیسو د برید زمه واري منلې ده، بريد کې يو پوليس اهلکار وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

د شمالي وزیرستان پولیس او سیمه کې امنیتي سرچینو تاييد کړې، د غلام خان سېدګۍ په علاقه کې ځانمرګي بارودي ګاډی د امنيتي عسکرو د ګاډي نه تمبولی دی.

پوځ ويلي د امنیتي عسکرو ګاډی بلټ پروف وو ځکه تاوان ورته نه دی اوښتی. د امنیتي سرچینو په وېنا د پوځ د بمونو ناکاره کوونکې پارټۍ ګاډی ځانمرګي په هدف کړی دی.

خو پوليس او انتظامیې په بريد کې د دوه لاروي کسانو وژنه تاييد کړې او ويلي یې دي وژل شوي ښځه او خاوند دي.

د بريد زمه واري تراوسه چا نه ده منلې. نه د پاکستان پوځ په رسمي ډول د شمالي وزیرستان د پېښې په اړه رسنیو ته څه ویلي دي.

خو د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر سلیم ریاض دفتر چارواکي وایي تر چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو ټوله سیمه په ګېره کې اخستې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.

بل لور ته تېره شپه د پېښور د بډه بېرې پوليس په ګشتي موبايل ګاډي نامعلومو وسله والو ډزې کړي د سب انسپکټر په ګډون ورکې څلور پوليس اهلکار ژوبل شوي وو.

نن سهار د بډهه بېرې پوليس تاڼې يو چارواکي او اې ډيوه ته تاييد کړه په بريد کې ژوبل يو پولیس اهلکار په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی. ټي ټي پي په پوليس د بريد زمه واري منلې او دوه پوليسو د وژلو دعوه یې کړې ده.

شمالي وزيرستان کې ځانمرګي بريدونه

په شمالي وزیرستان کې په امنیتي عسکرو د ځانمرګي بریدونه لړۍ د تیر کال مې د میاشتې نه یو وار بیا پېل شوې چې ترمخه یې سږ کال پينځه او تیر کال نهه ځانمرګي بریدونه شوي وو.

د جولايي په پينځمه د شمالي وزیرستان د مرکز مرانشاه سره په ختیځه سيمه کې پر پوځي قافله ځانمرګی برید شوی وو، درې پاکستاني پوځيان او یو ماشوم ورکې وژل شوي او د څلورو پاکستاني پوځيانو په ګډون 10 تنه ملکي وګړي ژوبل شوي وو.

د جون په21 میر علي سیمه کې ځانمرګي حمله کوونکي د امنیتي عسکرو قافله په هدف کړې وه او د هغه وخت مالوماتو له مخې دوه عسکر پکې ژوبل شوي وو.

د مې په 24مه هم په شمالي وزیرستان کې په ځانمرګي برید کې د پاکستان دوه پوځيان، يو پوليس او يو ځايي تن وژل شوي وو.

د مې په 15 د شمالي وزیرستان په عیدک سیمه کې ځانمرګي حمله کوونکي د امنیتي عسکرو قافله په هدف کړې وه پينځه عسکر او پینځه ځایي کسان پکې زخمیان شوي وو. د دغه برید زمه داري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

پاکستان کې 18 ځانمرګي بریدونه

اسلام اباد کې د پاکستان انسټيتیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز نومې غېر دولتي ادارې د رپورټ ترمخه په پاکستان کې ترهګري په سېوا کیدو ده او د تېر کال په مقابله کې د روان کال په لومړو اووه مياشتو کې 18 ځانمرګي بريدونه شوي، زياتره یې خېبرپښتونخوا کې شوي دي.

د ادارې د رپورټ ترمخه د ترهګرۍ دغو پېښو کې د 200 نه زیات کسان وژل شوي او 450 نه زیات ژوبل شوي دي. ويل شوي په 18 ځانمرګو بريدونو کې نیم په قبایلي ضلعو، څلور د خېبرپښتونخوا په نورو سيمو، څلور په بلوچستان او يو په سيند صوبه کې شوی دی.

د رپورټ ترمخه تېر کال په ګرد هېواد کې د ځانمرګو بریدونو شمېره 15 وه.

په 30مه جولايۍ باجوړ کې د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علمااسلام ف په غونډه ځانمرګی برید شوی، د 60 نه زيات کسان ورکې وژل شوي وو. داعش د دغه بريد زمه واري منلې وه.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG