په پاکستان کې د بشري حقونو فعاله اؤ وتلې قانون پوهه ایمان مزاري د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه کې د پوځ پرضد له وینا کولو یوه ورځ وروسته پولیسو په اسلام اباد کې د هغې له کوره نیولې ده.
د خالي اؤ اتوار په منځ شپه کې ناوخته د ایمان مزاري مور اؤ د پاکستان د بشري حقونو پخوانۍ مرکزي وزیرې شیرين مزاري په ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي چې لور یې له کوم وارنټ پرته نیول شوې ده:
"همدا اوس ښځينه پولیسو اؤ په ساده جامو کې خلکو زمونږ د کور دروازه را ماته کړه اؤ زما لور یې د ځان سره بوتله".
د پاکستان جیو نیوز ټيليویژن ویلي، داسلام اباد د ترنول تاڼې پولیسو د ایمان مزاري نیول تایید کړي دي اؤ ویلي یې دي چې میرمن مزاري یې د هغې د کور نه نیولې ده.
خو د پولیسو له خولې بیا دا خبره نه ده واضحه کړل شوې چې ایمان مزاري په څه جرم نیول شوې ده؟
د ایمان مزاري مور شیرين مزاري دعوه کړې ده چې د ایمان مزاري په نیولو پسې ورغلو کسانو د هغې د کور امنیتي کېمرې، د ایمان لیپ ټاپ اؤ موبایل فون هم د ځان سره وړي دي.
نوموړې ویلي د نیول کیدو په وخت ایمان مزاري د خوب په لباس یا جامو کې وه اؤ هغې غوښتل د کوره تر بوتلل کېدو وړاندې جامې بدلې کړي خو وایي د هغې اجازه هم نه ده ورکړل شوې.
نوموړې ویلي دوي په کور کې یوازې دوه ښځې اوسیږي اؤ په هغې کې هم یوه پورته کړل شوه چې دې ته یې د "ریاستي فاشزم" نوم ورکړی دی.
ایمان مزاري وروسته له هغې نیول شوې چې د جمعې په ورځ یې د اسلام اباد په ترنول سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ راجوړې شوې جلسې ته یوه تونده اؤ تېزه وینا وکړه اؤ د پاکستان طاقتور پوځ یې هیواد کې د امن په ګډوډولو، جبري بې درکیو اؤ د بشري حقونو نه په سرغړونه تورن کړو.
هغې د خپلې وینا په مهال په سر د منظور پښتین ځانګړې خولۍ ایښې وه اؤ تور یې لګولی ؤ چې" اصل ترهګر په جي ایچ کیو کې ناست دي".
له جي ایچ کیو نه د هغې مقصد په راولپینډۍ ښار کې د پاکستان د پوځ مرکز وو. پوځ د هغې دغو څرګندونو ته څه جواب نه دی ویلی.
پاکستان تحریک انصاف ګوند پخپل یو بیان کې د ایمان مزاري اؤ شیرین مزاري کور ته ( د پولیسو) د ننوتلو سخته غندنه کړې ده اؤ پخپل یو بیان کې یې دا یو غیر قانوني ګام بلی دی.
بیان کې ویل شوي دپاکستان دخلکو په ځانګړي ډول د میرمنو د بنیادي بشري حقونو څخه د سړغړونې لړۍ دوام لري اؤ په هیواد کې د قانون هیڅ واکمني نشته.
تحریک انصاف ګوند د تښتونو اؤ چاپو د لړۍ په سمدستي توګه د ودرولو غوښتنه کړې ده اؤ ویلي یې دي "اوس وخت راغلی دی چې سپریم کورټ اؤ اعلا عدالتونه دمداخلې په کولو سره ملک کې د روان بربریت مخه ونیسي". بیان کې ویل شوي چې د قانون له واکمنۍ پرته هیواد کله هم پرمخ نه شي تللی.
ایمان مزاري تر دې وړاندې تېر کال هم د مې په میاشت کې وروسته له هغې پولیسو نیولې وه چې د هغه وخت د پوځي سرلښکر جنرال (ر) قمرجاوید باجوه پر ضد یې څرکندونې کړې وې.
هغه وخت کې په ایمان مزاري د اسلام اباد په رمنا تاڼه کې د پوځي افسر لیفټیننټ کرنل سید همایون افتخار په خواست مقدمه درج کړل شوې وه .
پوځ پخپل درخواست کې دریځ خپل کړی ؤ چې د ایمان مزاري له خوا د پوځ په مشر د تورونو لګولو مقصد په پوځ کې بغاوت جوړول او د ادارې مشر ته ګواښ کول وو.
خو وروسته بیا د عدالت له خوا د ضمانت په منظورېدو هغه پرېښودل شوې وه.
Forum