لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنځه امریکایان له ایران سره د بندیانو په تبادله کې له زندانه خوشې شوي


سیامک نمازي او مراد تاباز چې د ایران له زندان څخه له خوشې کېدو وروسته قطر ته رسېدلي
سیامک نمازي او مراد تاباز چې د ایران له زندان څخه له خوشې کېدو وروسته قطر ته رسېدلي

واشنګټن – نوي راپورونه وايي، د امریکا او تهران ترمنځ د بندیانو د تبادلې په معامله کې پنځه امریکایان له ایران څخه وتلي دي.

خبري رسنیو د چارواکو له خولې ویلي، دغه امریکایان د ګل یا دوشنبې په ورځ قطر ته روان شوي او د ایران شپږ بیلینه کنګل شوې پیسې هم ازادې کړای شوي دي.

په ورته وخت کې د دغه تړون له مخې به په امریکا کې هم پنځه بندي ایرانیان خوشې کېږي.

تر اوسه پورې د امریکایي چارواکو لخوا دا خبر نه دی تایید شوی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کناني تر دې مخکې د یوې خبري غونډې پر وخت ویلي، چې ایران تمه لري دغه ازادې شوې پیسې چې د امریکا په بندیزونو کې کنګل شوې وې د جنوبي کوریا له اکاونټونو څخه د قطر اکاونټونو ته ولېږدول شي.

هغه ویلي، دغه پیسې به یواځې په بشري برخو کې لګول کېږي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي امریکا غږ ته تېره اونۍ ویلي و چې د بایډن ادارې د دغې معاملې هیله درلوده.

د امریکا حکومت ویلي و چې د پنځو امریکایانو معامله به چې بې له کوم دلیل څخه په ایران کې بندیان شوي په راتلونکو ورځو کې ترسره شي.‌

په ایران کې د بندي شویو امریکایانو له ډلې څخه د دریو نومونه څرګند شوي چې سیامک نمازي، عماد شرجي او مراد تاباز نومېږي.

دوی درې واړه او دوه نور امریکایان چې نومونه یې نه دې په ډاګه شوي د تهران د ایون له زندان څخه وېستل شوي او په کور کې نظربند شوي او یوه بله امریکایۍ مېرمن خو لا له مخکې څخه په کور کې نظربنده وه.

د دغه تړون له مخې ایران هم غواړي پنځه بندي شوي ایراني‌ اتباع خوشې کړای شي.

په ملګروملتونو کې د ایران استازي امریکا غږ ته تایید کړې ده چې د ایرانیانو په نوملړ کې کاوه لطف الله افراسیابي، مهرداد انصاري، امین حسن زاده، رضا سرهنګ پور کفراني او کامبیز اتار کاشاني دي.

د بایډن ادارې هغه نیوکې رد کړي چې ایران به دغه پیسې د نورو موخو لپاره وکاروي.

امریکايي چارواکو ویلي، په دې به څارنه کېږي چې له دغو پیسو څخه یواځې د منل شویو برخو لپاره وویستل شي.

د دې راپور ځینې برخې د اسوسېټېډ پریس، فرانس پریس او رویټرز څخه اخېستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG