لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: د ډیورنډ کرښې تر څنګ د پاکستاني ځواکونو سره نښته کې دوه وسله وال وژل شوي


امنیتي سرچینې وایي چې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې د افغانستان د پولې ترڅنګ د پاکستان امنیتي ځواکونو افغانستان څخه د پاکستان خاورې ته د وسله والو د اوښتو هڅه شنډه کړې اؤ دوه وسله وال یې وژلي دي.

د ګل یا دوشنبې په ورځ د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې د امنیتي ځواکونو اؤ وسله والو تر منځ د باجوړ د مامومند تحصیل‌ په کږه پاس سیمه کې یوه سخته نښته شوې ده.

دغه سرچینه وایي چې په نښته کې دوه وسله وال وژل شوي اؤ یو شمیر نور ژوبل شوي خو سرچینې بیا دې نښته کې پاکستاني ځواکونو ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویلي.

په عین حال کې د خېبر پښتونخوا په کورمه ضلعه کې د افغانستان اؤ پاکستان ترمنځ په ګډه پوله د دواړو ملکونو د سرحدي ځواکونو تر منځ د یوې سختې نښتې اطلاعات هم مخې ته راغلي دي.

امنیتي سرچینې وایي چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان سره د کورمې د لګیدلې پولې په تري منګل اؤ دافغانستان د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د دواړو خواؤ سرحدي ځواکونو په یو بل ګولۍ ورولي چې مرګ ژوبله پکې هم رامنځته شوې ده خو ددغې مرګ ژوبلې‌ په اړه لا کره معلومات مخې ته نه دي راغلي.

په دې وروستیو کې د پاکستان اؤ افغانستان تر منځ په ګډه پوله د ترهګریزو بریدونو اؤ نښتو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ تېره اوونۍ په رسنیو داسې دعوې مخې ته راغلې وې چې په نهم مئ د پاکستان ډرون الوتکو د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د ټي ټي پي د وسله والو ځالې په نښه کړي اؤ هغوي ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

رسنیو لخوا د خالي په ورځ د وزیرستان سره په پوله پرته د افغانستان پکتیکا ولایت کې د پاکستان د ډرون الوتکو په بریدونو کې د طالب وسله والو د وژل کېدو رپورټونه مخې ته راغلل .

تر دغې پېښې یوه ورځ وروسته بیا د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه اؤ وسله وال برید کې د اوو پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو رپورټونه مخې ته راغلي وؤ.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG