لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: دوکۍ کې د وسله والو په ډزو د کولې دوه مزدوران وژل شوي


د بلوچستان په دوکۍ سيمه کې د کولې دوه مزدوران په ډزو وژل شوي اؤ يو بل ټپي شوی دی.

د مزدورانو تنظيمونو د احتجاج په توګه د کولې لارۍ تر نا معلومې مودې درولې دي.

د دوکۍ د ليويز چارواکو په وينا "نا معلومه وسلوالو بريدګرو د اتوار یا يکشنبې په شپه شاوخوا دوه بجې د کولې کانونو پر کارکونکو ډزې کړې دي چې په ترڅ کې يې دوه مزدوران وژل شوي او يو ټپي دی."

چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ډيوه ته وويل، پېښه د ټرايبل کول ماينز سيمه کې شوې اؤ ټپي شوی تن د لومړيو درملنو لپاره د دوکۍ ځايي روغتون ته وړل شوی دی.

د بريد عیني شاهد محمد طاهر رسنيو ته ويلي، "موږ ويده وو چې ناڅاپې ډزې وشوې چې موږ هلته ورغلو هغه د کولې اينجن چلونکی او ملګری يې لګېدلي وؤ، هغه بلې اينجنې ته چې ورغلو هغه ډرايور هم لګېدلی و، هلته څوک نه و، موږ دوی را واخيستل په موټر کې او هسپتال ته مو راوړل، دوه مړه شوي او يو ټپي دی."

په وژل شوو مزدورانو کې محمد نعيم د افغانستان او کريم الله د بلوچستان د قلعه سيف الله سيمې اوسېدونکی دي.

د پېښې زمه واري د رپورټ د جوړولو تر وخته چا نه ده منلې خو تر دې وړاندې زیاتره وخت د داسې بريدونو زمه واري ناقانونه ګرځول شوې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بي ايل اې منلې ده.

د پېښې پر ضد د وژل شوو مزدورانو له جسدونو سره د دوکۍ د پوليس تهاڼې مخې ته مزدور تنظيمونو، سياسي او مدني فعالانو احتجاج کړی.

احتجاج ته د وينا پر مهال د مسلم ليګ ضلعي صدر پير جان ناصر وويل،" دلته زيات ظلم او جبر روان دی، انسانيت نشته، بې ګناه مزدوران قتل کړل شوي دي، يو څوک يې حال نه کوي او نه د داسې پېښو مخنيوی کوي."

هغه وایي" دلته بس د څو روپيو لپاره د انسانانو قتل روان دی، موږ ته خو ويل شوي چې د پاکستان عسکري ادارې د نړۍ زوروره ادارې دي فخر مو ورباندې کاوه خو موږ ته درک نه و چې دوی دلته پر خپلو خلکو په جبر کولو کې تکړه دي موږ چاته وژاړو؟ چا ته ولاړ شو؟"

احتجاج کوونکو څو ساعته وروسته د وژل شوو کسانو جسدونه د هغوی سيمو ته ولېږل او احتجاج يې ختم کړ.

خو له دوکۍ ضلعې څخه د پاکستان پنجاب او نورو سيمو ته د کولې د نه لېږد اعلان يې کړی دی.

د ټرک يونين له لوري دوه ورځې وړاندې د کولې لارۍ درولو او پنجاب او نورو سيمو ته د کولې نه وړلو اعلان شوی و چې نن هغه اعلان بيا تکرار شو.

د کولې ټرک يونين مشران وايي، د کولې د لاریو د احتجاج په توګه د درولو اعلان يۍ ځکه کړی چې د حکومت له لوري د کولې مزدورانو، ټهيکه دارانو، ډرايورانو ته يو ډول تحفظ نشته او نه هم د دوی ټرانسپورټ خوندي دی.

وايي څو ورځې وړاندې وژل شوي او ټپي شوي ډرايور او سوځول شویو اته د کولې لاريو مالکانو ته د حکومت له لوري مالي معاوضه نه ده ورکول شوې.

د ټرک يونين مشر رضا محمد خبري کانفرنس ته وويل،" تر څو چې موږ ته د امن ضمانت، او مالي تاوان نه وي را ادا کړل شوی تر هغې موږ د احتجاج په توګه يوه لارۍ کوله هم نه وړو ټولې به ولاړې وي."

دوه ورځې وړاندې د جمعيت علما اسلام ف ګوند غړی مولانا عبدالجبار په ښار کې وژل شوی ؤ اؤ پوليس وايي د ډاکې يا غلا پر وخت د غلو په ډزو وژل شوی.

د مئ د مياشتې په 21مه د سنجاوی په بغاو سیمه کې وسله والو يو د لارۍ ډرايور ټپي کړی ؤ او اته د کولې ډکو لاريو ته يې اور اچولی او سوځولې يې وې.

د مې په 14مه د سردار میر عثمان ترین د کولې پر کان په برید کې د ايف سي د دوو عسکر په ګډون پنځه مزدوران ژوبل شوي وو.

د مې په دویمه نېټه په ټيکدار ندي سيمه کې د کولې پر ډک ټرک د ریموټ کنټرول دوو پرله پسې بمي چاودنو له امله د سي ټي ډي پوليس سب انسپکټر عبدالرحیم کاکړ او ۱۵ کلن مزدور جهانګیر خان ناصر وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل شوي وو.

دوکۍ د کولې له زيرمو ډکه پښتون ميشته ضلعه ده، د ځايي خبريال الله نور ناصر په وينا، په دوکۍ کې تر يوولس سوو زيات د کولې کانونه دي چې پکې تر پينځوس زرو زيات مزدوران کار کوي.

" 5250 ټنه کوله د ورځې پر بنیاد او کلنۍ شاوخوا اتلس لکه ټنه کوله يوازې له دوکۍ څخه ايستل کېږي."

سرکاري خزانې ته د ټيکسونو او ايف سي ځواک ته د امنيت په موخه پر يوه ټن کوله باندې ديارلس سوه روپۍ ټيکس ورکول کېږي، او مرکزي او صوبايي حکومت ته د کال تر دوه اربه دېرش کروړه زيات ټيکس له دوکۍ ضلعې څخه ورکول کېږي.

دا وخت په مارکيټ کې د يوه ټن کولې قيمت له پينځويشتو زرو څخه بيا تر پينځه دېرشو زرو پورې دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG