لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوو امریکايي ساینس پوهانو د طب د نوبل جایزه ګټلې ده


اویا کلن ویکټر اېمبروس د مېساچوسېټس د طبي پوهنتون استاد او 72 کلن روکون ګیري د هارورډ طبي پوهنتون استاد دی چې ټاکل شوې د اکتوبر په 10مه په سټاک هوم کې خپل طلايي مېډالونه او د یو میلینه ډالرو جایزه ترلاسه کړي
اویا کلن ویکټر اېمبروس د مېساچوسېټس د طبي پوهنتون استاد او 72 کلن روکون ګیري د هارورډ طبي پوهنتون استاد دی چې ټاکل شوې د اکتوبر په 10مه په سټاک هوم کې خپل طلايي مېډالونه او د یو میلینه ډالرو جایزه ترلاسه کړي

د طب په څانګه کې د سږ کال د نوبل جایزه د ګل- دوشنبې په ورځ دوو امریکايي ساینس پوهانو ویکټر اېمبروس او ګیري روکون ته د جین په نظم کې د مایکرو ار این اېَ د رول د دریافت کولو له کبله ورکړل شوې ده.

د نوبل جایزو اسمبلۍ د دغو ساینس پوهانو لاسته راوړنه د تیرو څو لسیزو هلوځلو مهم پرمختګ بللی دی.

د انسان په بدن کې د جین د نظم خرابېدل د سرطان په څېر د وژونکو ناروغیو لامل کېدی شي.

د نوبل اسمبلۍ یا پلاوي وویل: "د دوی لومړنیو موندنو د جین د تنظیمولو بشپړ نوي اصول په ګوته کړي دي چې د انسانانو په ګډون په وجود کې د څو سیلولر ارګانیزمونو دپاره ضروري دي."

اویا کلن ویکټر اېمبروس د مېساچوسېټس د طبي پوهنتون استاد او 72 کلن روکون ګیري د هارورډ طبي پوهنتون استاد دی چې ټاکل شوې د اکتوبر په 10مه په سټاک هوم کې خپل طلايي مېډالونه او د یو میلینه ډالرو جایزه ترلاسه کړي.

د روغتیا په برخه کې تېر کال جایزه پروفېسرې میرمن کاټلېن کاریکو چې د هنګري په ساګن پوهنتون کې پروفیسره ده او د امریکا پینسلوېنیا یونیورسټې کې د ضمني پروفېسرې په توګه هم کار کوي، او په پېنسلوېنیا یونیورسټې کې د هغې همکار ډریو وائزمېن ته ورکړل شوې وه.

دا جایزه د نوبل اسمبلۍ سیکرټري یا منشي توماس پرلمن اعلان کړې وه هغه وویل د دې دواړو ساینس پوهانو د تحقیق په مرسته د کرونا وبا خلاف اېم آر اېن اې واکسین جوړول ممکنه شول او له همدې امله دوی ته دا جایزه ورکړل شوه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG