لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ او هېرس په اسرايل د حماس د بريد د کليزې په غونډو کې ګډون کړی


د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ او مرستيالې صدرې کاملا هېرس په اسرایل د حماس بريد، چې د هولوکاسټ نه وروسته د يهوديانو ضد غټ خونړي بريد بلل کيږي، په کليزه يا کال پوره کېدو غونډو کې ګډون کړی دی.

ټرمپ او هېرس دواړه صدارتي کانديدان دي، کمپاين یې په وروستيو اوونيو کې دی، په داسې وخت کې چې په منځني ختيځ کې روانې شخړې نورې پراخيږي.

سياسي مشرانو د اووم اکتوبر په بريد کې د حماس د وسله والو په لاس د 46 امریکايانو په ګډون د 1200 کسانو د وژنو او 250 يرغماليانو يادونه وکړه، د يادې پېښې چې کال وشو اوس هم د 100 پورې کسان يرغمال دي او د امريکا په مشرۍ د جنګ بندۍ او يرغماليانو خوشي کولو دپاره هڅې روانې دي.

ډانلډ ټرمپ په نيويارک ښار کې د ربي مناهيم منډل شنيرسن چې د چاباد لباوچ تحریک مشر وو، او د 1951 نه تر 1994 پورې یې تر مړینې د دغه تحريک مشري کړې، د هغه هديري ته ورغلی دی.

کاملا هېرس او خاوند یې د مرستيالې صدرې په کور د وژل شوو په ياد کې د انارو ونه نهاله کړې، د هېرس خاوند ډګ ايمهوف چې خپله هم يهودي دی په واشنګټن کې یې د يهوديانو د ټولنې د دعا په غونډه کې هم ګډون کړی دی.

صدر جوبايډن او لومړې مېرمن جل بايډن هم په سپينه ماڼۍ کې د ياد بريد د کليزې په مناسبت غونډه راجوړه کړې، په غونډه کې هم د وژل شوو دپاره د يهوديانو ځانګړې دعا شوې ده.

صدر بايډن بيا د هغو په ياد کې شمعه بله کړې او يوه شېبه چوپتيا هم شوې ده.

د سپينې ماڼۍ ترمخه، صدر بايډن د ورځې په پيل کې د اسرایل د صدر اسحاق هرتزوګ سره خبرې کړې وې.

په اووم اکتوبر د حماس په اسرایل د بريد سره خونړۍ جګړه پيل شوې، اسرايل ويلي حماس به د مينځه لرې کوي او يرغمل کسان به بيرته راولي، د حماس د کنټرول لاندې د روغتيا وزارت ترمخه، تراوسه پورې د اسرايل په پوځي عملياتو کې د 41,000 نه زيات فلسطينيان وژل شوي چې زياتره یې ښځې او ماشومان دي، خو د جنګیالو شمېره یې نه ده ښودلې.

د دې جګړې په وخت ايران پلوه حزب الله هم د لبنان څخه په اسرايل د زرګونو په شمېره کې راکټي توغولي، او بيا تېره میاشت اسرايل په لبنان کې د حزب الله پرضد ځمکني عمليات پيل کړل.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت په کال 1997 کې حماس او حزب الله دواړه ترهګرې ډلې ګرځولي دي، ځینې نورو هيوادونو هم دغه ډلې د ترهګرو په نوم پېژندلي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG