لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو ولسي پاڅون: وزیراعلا ورسره کړې ژمنې نه دي پوره کړي، کورمه کې هم احتجاج شوی


د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه بنو کې ولسي پاڅون شوی، ځايي خلکو احتجاج کړی او د پرلت کولو یې ويلي دي، دوی وايي د جولای په مياشت کې چې ورسره د صوبې وزيراعلا د کومو خبرو ژمنې کړې وې په هغو کې په يوه هم عمل نه دی شوی، بلکې د سيمې د خلکو ځورول نور سېوا شوي دي.

بل لور ته د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي ضلعې کورمه کې هم نن ځايي خلکو احتجاج کړی، او غوښتنه یې کړې چې د ټل پاړاچنار لاره دې پرانستل شي.

بنو پاڅون

په بنو کې نن په 21م اکتوبر نزدې د ټولې ضلعې خلک په پرېټي ګېټ باندې راټول شوي، پاڅون یې کړی، د بنو ضلعې سياسي خلک، مدني فعال، تجاران، دوکانداران، عالمان او د ټولنې د هرې طبقې خلک پکې ګډون کوي.

د بنو ولسي پاڅون مرکزي غړی مريد حیات چې د پېښور هايکورټ وکیل هم دی وايي، په 25مه جولای د صوبې وزيراعلا علي امين ګنډاپور د دوی 16 غوښتنې منلې وې، په دغو غوښتنو کې تر ټولو لومړۍ د امنيت ټينګښت او سيمه د هر ډول وسله والو، ښه او بدو ټولو څخه پاکول وو.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وويل، د وزیراعلا سره د ژمنو وروسته په ضلعه کې هدفي وژنې نورې سېوا شوي دي، او د غوښتنو عملي کېدو په ځای د دوی پرضد عمليات روان دي.

نوموړي دعوه وکړه، تراوسه پورې د 300 نه زیات کسان د [تهري اېم پي او] لاندې نيولي، او د ولسي پاڅون مرکزي غړی جمشېد خان هم پکې شامل دی او انتظامیه دوی ته د تهري اېم اپي او حکمنامه هم نه ورکوي چې دوی یې په عدالت کې چېلنج کړي، هغه وويل په نيول شوو کسانو په زندان کې تشدد هم شوی دی.

د مريد حيات په خبره، د بنو پوليسو د امن دپاره جلوسونه کړي دي، او د هغې په تور کې تراوسه پورې 20 پورې پولیس اهلکار د نوکرو څخه لرې کړل شوي دي.

د بنو ولسي پاڅون په وخت د بنو ټولې لارې او بازارونه تړل شوي، ټول خلک په احتجاج کې دي.

يو بل وکيل او د عوامي نېشنل ګوند فعال نثار اېډوکېټ وايي، د پاڅون د لارې ریاست او رياستي ادارو ته پيغام ورکول غواړي چې د بدامنۍ پرضد د بنو ټول ولس په يو مخ دی او که حکومت د دوی احتجاج ته سنجيدګي ونه ښودله، نو دغه ولسي پاڅون به دوی په پرلت بدل کړي.

د پاڅون ګډون سليم ازاد ګډون والو ته په وينا کې ويلي، علاقه کې روانه بدامني په افغانستان کې د تېرو 40 کالو راهسې روانې ناامنۍ او جنګي تګلارې لړۍ ده.

هغه وویل، ځينو قوتونو اوس هم د دغه پاليسۍ څخه لاس نه دی اخستی، او د هغې له امله دلته بدامني په ځای ده.

وي او اې ډیوه د ننني پاڅون په اړه د ضلعې انتظامیې او پوليسو سره د رابطې هڅه کړې، خو ځواب نه دی ترلاسه شوی.

بنو کې د جولايۍ په مياشت کې د بنو پرلت 16 غوښتنې صوبايي حکومت ته وړاندې کړې وې، چې په کې د عزم استحکام عمليات نه کېدل، د ښه او بدو طالبانو مرکزونه ختمول او د هغو پرضد اقدامات کول، په کورونو او ديني مدرسو د پوځ چاپې نه وهل، د پوليس او سي ټي ډي قوت سېوا کول او د عملیاتو اختیار ورکول، د شپې په وخت د پوليسو ګزمې پيل کول، د بې درکه خلکو عدالتونو ته وړاندې کول، د بنو په معدني وسايلو ځايي خلکو ته حق ورکول او د افغانستان سره د تجارت دپاره د غلام خان لارې د خلاصولو په شان مطالبې وې.

په يادو غوښتنو بيا د وزیراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ غونډه شوې، د بنو سياسي مشرانو او تاجر مشرانو پکې ګډون کړی او دوی ته باور ورکړل شوی وو، چې غوښتنې یې ومنل شوې.

او بیا علي امين ګنډاپور په خپله بنو ته ورغلی او پرلت ته یې وينا کړې او پرلت نزدې يوه اوونۍ وروسته ختم کړل شوی وو.

د کورمې احتجاج

د کورمې ځايي خلک د ټل پاړاچنار لاره د لسو ورځې راهسې هغه بنده کړل شوې چې په ګاډو ډزې شوې، د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې لږ تر لږه 15 کسان وژل شوي وو.

کورمه کې د تېرې اوږدې راهسې فرقه ييزه نښتې کيږي، اکثره دغه پېښې د ځمکو يا شخصي شخړو په سر جوړې شي او بيا په فرقه ييز بڼه بدلې شي، شيعه او سني په يو ډزې پيل کړي.

د انجمن حسېنيه نوم تنظيم مشر جلال بنګش وايي، د لسو ورځو نه لاره بنده ده، په علاقه کې د خوراکي توکيو او ضرورت نورو څيزونو د نشتوالي سره مخ دي.

هغه وويل، د لارې د بنديز له امله سکولونه تړل شوي او په روغتونونو کې دوايانې نشته.

خو د ضلعې مرستيال کمشنر جاوېدالله مسيد وايي، لارې د خلکو د خونديتوب دپاره تړل شوې او چې حالات سم شي، بيرته به پرانستل شي.

بنو او کورمه کې پاڅون او احتجاج په داسې وخت کې شوی چې هم روانه میاشت په خېبر ضلعه کې د پښتنو قامي جرګه شوې، او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين دغه جرګې ته په وينا کې ويلي، چې په پښتنه سيمه کې چرته هم د بدامنۍ کومه پېښه کيږي، ټول ولس دې یې پرضد راووځي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG