لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا: اکتوبر کې د ناامنۍ پېښو کې ۵۳ امنيتي عسکر وژل شوي


خېبرپښتونخوا کې د اکتوبر په مياشت کې خواوشا غټ واړه رپوټ شوي ۴۶ بریدونه شوي، ۵۳ امنیتي عسکر، اهلکار او ټول ۸۰ کسان وژل شوي دي، په دې شمېره کې دوه نرښځیان هم شامل دي.

‎صوبه کې زيات بريدونه په جنوبي ضلعو کې شوي دي او یواځې تېره اونۍ په دغو سیمو کې ۲۶ بریدونه رپوټ شوي دي.

تازه پېښه پرون په ۳۰م اکتوبر د بنو ضلعې په غوړہ بکاخیل سیمه کې شوې، امنیتي ځواکونو د وسله والو پرضد لوی ځمکني او فضایي عملیات کړي او وسله والو سره نښته کې د پاکستان پوځ یو لوړپوړي افسر مېجر په ګډون درې پوځیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

‎عملیاتو پر مهال د ډزو په نتیجه کې د یوې ښځه دوه ځایي تنه ټپیان شوي دي.

‎د پاکستان پوځ ويلي وو، عملياتو کې یې د تحریک طالبان پاکستان اته غړي وژلي او اووه ژوبل کړي وو، پوځ ټي ټي پي د خوارج فتنه او غړي یې خوارج بولي.

‎ټي ټي پي د بکاخېلو د پېښې تاييد کړی دی.

‎دا پېښه په داسې وخت کې شوې ده چې د اکتوبر په ۲۱مه د بنو خلکو د بدامنۍ پر ضد پراخ احتجاج کړی وو ، دوی بنو کې د امن او ناامنۍ د مخنيوي غوښتنه کوله.

‎د بنو چېمبر آف کامرس مشر نور بیاز وایي، دغه ډول پېښو د بنو کاروباري چارې سختې اغېزمنې کړي او خلک له سخت مشکل سره مخ دي.

‎دا بریدونه په داسې حال کې دي چې د جولای په ۲۵مه وزیر اعلا علي امین ګنډاپور د بنو د ولسي احتجاج ته په وينا کې ۱۶ غوښتنې ومنلې او پولیس ته یې په ټوله صوبه کې د وسله والو ډلو د ختمولو امر وکړو.

‎د پي ټي ایم د بنو رابطه کار او د جانې خېل قامي جرګې غړی لطیف وزیرې په وینا، له دې اعلان وروسته د پاڅون غړو په وړاندې د يولیسو کریک ډاون پېل شوی او د دوی ۳۲۰ کارکنان د درې ایم پي او له مخې انتظامیه نیولي دي.

د بنو انتظامیه وايي چارواکي د پاڅون غړو سره د خبرو وروسته نیول شوي کسانو خوشي کړل شوي، او پرلت ختم شوی دی، د دغه خبر تاييد د پاڅون غړو کړی دی.

د اکتوبر مياشت کې غټ بريدونه

د اکتوبر په ۵مه په شمالي وزیرستان کې په يو برید کې د پوځ یو لیفټیننټ کرنل او پينځه نور سرتیري وژل شوي وو، او ورپسې په بله ورځ په کورمه کې اووه عسکر وژل شوي وو.

‎د اکتوبر په ۱۲مه په کورمه کې په یو کاروان برید شوی، په نتیجه کې یې ۱۷ عام وګړي وژل شوي.

او بيا د اکتوبر په ۱۴مه د بنو پولیس لاین په برید کې پينځه پولیس اهلکار وژل شوي وو.

‎د اکتوبر په ۲۵مه په ډېره اسماعیل خان کې د فرنټیر کانسټبلري په چیک پوسته برید شوی، ۱۰ اهلکار پکې وژل شوي، او د اکتوبر په ۲۷مه شمالي وزیرستان میرعلي کې په یوه امنیتي چیک پوسته برید شوی، څلور پولیس، څلور پوځيان او څلور ځایي کسان پکې وژل شوي وو.

‎د دغو زیاترو بریدونو زمه داري ټي ټي پي اخیستی او یواځې د شمالي وزیرستان ځانمرګي برید پړه د حافظ ګل بهادر ډلې منلې وه.

‎د سيمې په حالاتو خبر خبریال ناصر داوړ وایي چې اوسنی وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی او داسې احساس کیږي چې حکومتي عملداري کمزورې شوې ده.

‎د پاکستان صدر اعظم آصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف د ناامنۍ په وروستيو پېښو اندېښنه څرګنده کړې او هوډ یې څرګند کړی چې له هیواده به د ترهګرۍ جرړې له بنیاد څخه اوباسي.

‎پاکستان پوځ چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې د ترهګرۍ پر وړاندې کوي، تازه د جون په مياشت کې د ملک څخه د ترهګرۍ د ختمولو دپاره د "عزم استحکام" په نوم نوی عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.

‎د ستمبر په پينځمه د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چودري ویلي چې روان کال کې ۳۲،۱۷۲ عملیات ترسره شوي او هره ورځ ۱۳۰ نه زیات عملیات کیږي.

‎نوموړي دعوه کړې وه، د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه په یوې پیاوړې ستراتیژۍ سره روانه ده او په پایله کې یې ۴۶ زره مربع کلومیتره سیمه له ترهګرو پاکه شوې ده.

‎هغه ویلي وو، د روان کال په لومړو اتو میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پوځ ۱۹۳ افسران او عسکر وژل شوي دي او يواځې د اګست په مياشت کې ۴۰۲۱ عمليات ترسره شوي، او د تحریک طالبان پاکستان ۹۰ وسله وال وژل شوي وو.

‎څېړونکي وايي، که څه هم چارواکي د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې پرمختګ دعوه کوي، خو امنیتي حالات لاهم په خراب لوري روان دي.

پاکستان کې په وروستيو کې د ناامنۍ زياتې پېښې خېبرپښتونخوا او د دغه صوبې په جنوبي او قبايلي ضلعو کې شوي دي.

د پښتونخوا نه علاوه بيا د ناامنۍ زياتې پېښې په بلوچستان صوبه کې کيږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG