لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا پوليس وايي، د پېښور پولیس لاين ځانمرګي بريد سهولت کار پوليس یې نيولی


د خېبرپښتونخوا پوليسو دعوه وکړه، د پېښور پوليس لاين د ځانمرګي بريد سهولت کاري کوونکی پوليس اهلکار محمد ولي یې نيولی دی، او تعلق یې د تحریک طالبان پاکستان (فتنه الخوارج) د ذيلي تنظيم جماعت الاحرار سره دی.

پېښور کې تېر کال په 30مه جنورۍ پوليس لاين کې دننه ځانمرګی بريد شوی، د پولیسو په وينا بريد کې 86 پوليس اهلکار وژل شوي او 249 ژوبل شوي وو. په بريد کې د وژل شوو ټوله شمېره د 100 نه زیاته وه خو زيات پکې پوليس اهلکار وژل شوي وو.

د خېبرپښتونخوا د پوليسو مشر اخترحيات د سي ټي ډي پوليس چارواکو سره ګډه خبري غونډه کې وويل، دغه تن څو ورځې وړاندې د پېښور په رنګ روډ جميل چوک د دوه خودکش جېکټو سره نيول شوی دی.

پوليس مشر وويل، نيول شوي ترهګر د افغانستان نه خودکش جېکټې، خودکش حمله کوونکي، وسله او چاودېدونکو موادو په راوړلو او رسولو کې ککړ وو.

نوموړي زياته کړه دغه نيول شوی تن پوليس اهلکار او د کال 2019 د دسمبر په 31مه نېټه پوليس کې برتي شوی، په 2021م کې یې د جماعت الاحرار د يو تن سره رابطه کړې، بيا په فرورۍ 2021م کې د کوټې، چمن د لارې افغانستان ته تللی، هلته د جنېد نومې تن مېلاو شوی، شونکړۍ مرکز ته تللی، هلته د صلاح الدين کمانډر سره مېلاو شوی او رسمي په جماعت الاحرار کې شامل شوی وو.

اختر حیات خان وويل، دا تن په کابل کې نيول شوی خو بيا جنېد راخلاص کړی وو او بيا واپس راغلی، په 2023م کې د ده ډيوټي په پېښور پوليس لاين کې وه، جنېد ورته ویلي چې د کمانډر خالد خراساني چې په افغانستان کې وژل شوی، د هغې بدل اخلو.

بيا په جنورۍ 2023م کې ده د پوليس لاين نقشه جوړه کړې، په ټيليګرام یې لېږلې، بيا یې د جنېد سره رابطه شوې، هغه ورته د خودکش اخستو ويلي، بيا په 30مه جنورۍ خودکش ته د پوليس وردي اچولې، خودکش بمبار راغلې بيا یې خودکش حمله کړې او ده بيا د دې خبر په ټيليګرام ورکړی وو.

پوليس افسر وويل، ده ته د دې ټول کار دوه لکه روپۍ پاکستانۍ ورکړل شوي دي.

د اختر حیات خان په خبره، دا په نورو ډېرو ترهګرو بریدونو کې ککړ دی، پلټنې ترې روانې دي.

نوموړي د نیول شوي تن ويډيو هم مطبوعاتو ته وړاندې کړه چې پکې دغه تن په خپله هم خبرې کوي.

تېر کال د مارچ په مياشت کې د خېبرپښتونخوا د سي ټي پوليس چارواکو دعوه کړې وه چې د پېښور په پوليس لاين کې شوی ځانمرګی بريد د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] اتحادي ګروپ جماعت الاحرار کړی او په افغانستان کې پلان شوی وو.

د سي ټي ډي پوليس ایډيشنل ايي جي شوکت عباس په 17م مارچ په پېښور کې خبري غونډې ته ويلي وو، "د ځانمرګی بريد کوونکي ملګری یې نيولی چې امتياز خان نوميږي، ده د ځانمرګي برید تربيت کړی دی او په تفتيش کې معلومه شوې ده که لومړی ځانمرګی چې تنظيمي نوم یې قاري وو که هغه ناکامه شوی وی نو بيا به دی کارول کېدو".

د پاکستان حکومت او پوځ دعوه کوي چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي.

خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG