په کورمه کې د اکتوبر د میاشتې راهسې د سنيانو او شيعه و ترمنځ شخړې د هواري دپاره د څو ورځو راهسې په کوهاټ کې د حکومت په مرسته د مشرانو جرګه روانه ده، په جرګه کې شامل يو درېمګړي مشر وي او اې ډيوه ته وويل، امکان دی نن پرېکړه وشي.
د کورمې د ټل، پاړاچنار لاره په سيمه کې د پرله پسې نښتو له امله خواوشا د 80 ورځو راهسې تړلې پرته ده. ځايي خلک وايي، د برنۍ کورمې پاړاچنار او نورو سيمو خلک د خوراکي توکيو او نورو څيزونو د کمي سره مخ شوي دي.
سيمه کې د امن او لارې پرانستو دپاره پاړاچنار کې له تېرو نهو ورځو راهسې احتجاجي پرلت دوام لري، پېښور، اسلام اباد، کراچۍ او لاهور کې هم د کورمې په ملاتړ احتجاجي ناستې پيل شوي دي.
د کورمې د شخړې دپاره د صوبايي حکومت په مرسته کوهاټ کې د تيرو څو ورځو راهسې د کورمې د سني او شيعه فرقو د مشرانو سره د اورکزو، هنګو او کوهاټ د مشرانو، انتظامیې او پوځي چارواکو جرګه روانه ده.
پرون د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار بېرسټر سېف ويلي وو، نن يا سبا پورې د جرګې د پرېکړې امکان دی يوې فيصلې ته به ورسيږي.
د جرګې يو درېمګړي مشر غړي عزت ګل د وي او اې ډیوه خبریال فرید شينواري ته ویلي، پرون جرګه په نورو خبرو سلا شوې، خو د شيعه و لخوا د وسلې نه اېښودو او مورچو نه خالي کولو په سر خبره نښتې بيا دوی د شپې کورمې ته ورغلي او په دغه خبره هم سلا راغلې ده.
هغه ويلي، امکان دی چې نن مشران راټول شي او پرېکړه وشي. د لارې د پرانستو په اړه یې هم وويل، په پرېکړه کې به د لارې پرانستو فيصله هم کيږي.
په 23م دسمبر د خېبرپښتونخوا د صوبايي کابينې په غونډه کې ويل شوي، د صوبې د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې، کورمې ته د ځمکنۍ لارې بحالولو په لړ کې به د پاړاچنار روډ خوندي کولو دپاره ځانګړی پوليس ځواک جوړولی شي.
له دغې يوه ورځ وړاندې د کورمې په مسله د صوبايي اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د پاړاچنار د سړک خوندي کولو دپاره د ځانګړي پوليس ځواک جوړولو پرېکړې شوې او دغې مقصد دپاره به 399 پوليس اهلکار بهرتي کولی يا ګمارلی شي.
ویل شوي، د سړک خوندي کولو دپاره به اول عارضي پوستې، او په راتلونکې کې مستقل پوستې جوړولی شي. دغه ډول د دواړو فريقېنو ترمنځ د تړون وروسته به سړک پرانستلی شي، کرکه خورونکي د ټولنيزو رسنيو اکاونټونه به تړل کيږي.
د 21م راهسې د ټل پاړاچنار غټه لاره تړلې پرته ده او د رپورټونو ترمخه، د لارې پرانستو دپاره هلته احتجاج هم روان دی.
ويل شوي، اېپکس کمېټۍ د فرورۍ د لومړۍ نېټې پورې په کورمه کې د ټولو غېر قانونه وسلو ټولولو پرېکړه کړې ده.
د صوبې وزيراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، د کورمې مسله ترهګري نه بلکې د دوو ډلو ترمنځ شخړه ده، د علاقې خلک امن غواړي خو ځينې عناصر د فرقه یيزه لارې د حالاتو خرابولو هڅې کوي او مسلې ته د بل رنګ ورکولو دپاره غلطه بيانيه جوړوي.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د روان کال اکتوبر د 12مې راهسې د شيعه او سنيانو ترمنځ نښتې شوې، د ټل، پاړاچنار لاره تړل شوې، او د بيا د 21م نومبر راهسې په بېلابيلو پېښو کې د 135 نه زيات کسان مړه شوي او 180 نور ژوبل شوي وو، دغه لاره بنده پاتې ده.
Forum