د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د ناکراره صوبې بلوچستان په ږوب سیمه کې یې افغانستان نه د ترهګرو د را اوښتو هڅه شنډه کړې اؤ شپږ ترهګر یې وژلي دي.
د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار پخپل یو بیان کې ویلي د 22مې اؤ 23مې جنورۍ په منځ شپه کې د خارجي ترهګرو یوې ډلې غوښتل د پاکستان اؤ افغانستان په ګډه پوله د پاکستان خاورې ته راننوځي.
پوځ وایي امنیتي ځواکونو د بلوچستان د ږوب ضلعې په سمبازه سیمه کې ددغو ترهګرو مخه ونیوله .
پوځ دعوه کړې ده چې ترهګرو سره د جګړې په مهال شپږ وسله وال وژل شوي اؤ د هغوي له ولکې وسلې،چاودیدونکي مواد اؤ نور مهمات ترلاسه شوي دي.
پوځ پخپل بیان کې و دژل شوؤ شوؤ ترهګرو پېژندګلو نه ده ښودلې.
آي ایس پي ار ویلي، پاکستان د افغانستان د لنډمهاله حکومت څخه مدام د پولې د خوندي کولو غوښتنه کړې ده.
پوځ هیله ښکاره کړې ده چې افغان لنډ مهاله ( دطالبانو) حکومت به د خپلو ذمه واریو په پوره کولو سره د ترهګرو مخه ونیسي اؤ هغوي ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکاروي.
په کال 2021م کې چې په افغانستان کې طالبان یو وارې بیا په حکومت قابض شوي ، څېړونکې اؤ نړيوالې ادارې وایي چې په پاکستان کې ورسره د ترهګرۍ لړۍ زیاته چټک شوې ده.
د پاکستان حکومتي اؤ امنیتي چارواکي وخت په وخت افغانستان کې د واکمنو طالبانو په حکومت تورونه لګوي چې افغانستان کې یې د پاکستان مخالفو وسله والو ته خوندي ځالې ورکړي اؤ هغوي د افغانستان له خاورې پاکستان کې ورانکاري کوي.
خو افغان طالبان د پاکستان دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي دوي هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا د نړۍ د بل کوم هیواد په ضد وکاروي.
طالبان پاکستان کې د ناامنۍ زیاتې شوې پېښې د پاکستان کورنۍ ناکامي بولي اؤ وایي اسلام اباد دې خپلې ناکامۍ د کابل غاړې ته نه اچوي.
Forum