لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا او طالبانو د خبرو بيا پېلېدو اعلان ته د پاکستان د هرکلي څرګندونې


پاکستان ويلي، "د دې اعلان هر کلی کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې بيا پېليږي". د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د شورو، چارشنبې په ورځ د کابل سفر کړی او له دغې وروسته به قطر ته ځي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، "مونږ هيله لرو چې دغه خبرې به بېن الافغاني خبرو ته لار جوړه کړي او دا به د سوله ييز او باثباته افغانستان په ګټه تماميږي".

پاکستان ويلي، "په جګړه کې ښکېل ټولې خواوې هڅوي چې د رغونې خپلې زمه وارۍ ترسره کړي".

پاکستان خپل هغه دريځ بيا تکرار کړی چې د افغانستان شخړه د پوځي لارې نه شي هوارېدی.

د افغانستان صدارتي ماڼۍ ارګ ويلي، د شورو، چهارشنبې په ماښام زلمي خليلزاد د افغان ولسمشر اشرف غني سره ليدلي، د افغانستان د سولې او اوربند په موضوع يې ورسره خبرې کړي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې خبرې نزدې درې میاشتې وروسته بيا پېليږي.

کابل ته د زلمي خلیلزاد له دې سفر څو ورځې وړاندې د امریکا صدر ښاغلی ډانلډ ټرمپ په امریکا کې د شکرانې د ورځې په مهال په ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی ؤ او دغلته یې خبریالانو ته ویلي ؤ چې طالبان خبرو اترو او اوربند دواړو ته اماده شوي دي.

همدغه شان صدر ټرمپ په دې وروستیو کې دا پخلی هم کړی دی چې امریکا یو وارې بیا طالبانو سره د سولې په تړون کار پېل کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG