لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په واشک کې مسافر بس کندې ته لوېدلی، 28 تنه پکې مړ‎ہ 20 ټپیان شوي


د بلوچستان ایالت په واشک سیمه کې یو مسافر بس د تېزرفتارۍ له کبله یوې ژورې کندې ته لوېدلی دی او په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون 28 تنه مړ‎ہ شوي او 24 تنه ټپيان شوي دي.

د بسیمې د لیویز چاراکو په وینا د چهارشنبې- شورو په سهار وختي شاوخوا پینځه بجې د ضلع واشک په بسیمه تحصیل کلغلي غرنۍ سیمه کې دا پېښه شوې ده.

د بسیمه لیویز چارواکي محمد نور وي او اې ډیوہ ته د ټیليفون له لارې وویل، مسافر بس د شپې له تربته را وتلی او د بلوچستان ایالت سر ښار کوټې ته روان وو چې د زیات رفتار له کبله پېښه بې قابو شوی دی:

“د بس ټایر وتلی، له دې سرہ سم بس اول له غرہ سرہ ټکر شوی او وروسته لاندې کندې ته لوېدلی، په بس کې تر پینځوست زیات نارینه او ښځینه مسافر سوارہ وو”۔

د چارواکو په وینا د سخت ټکر له کبله په بس کې بند/نښتي مسافر د کرېن په واسطه را ایستل شوي ځکه ھم د مرستو په کار کې زیات وخت لګیدلی۔

د پېښې مړ‎ي او ټپیان د سیمې سرکاري روغتون ته وړ‎ل شوي دي. پولیس وایي شپږ کسان د پېښې په ځای کې مړه شوي وو او د ډېرو ټپیانو حالت مرګونی وو او په روغتون کې یې ساه ورکړه.

د بسيمې روغتون مشر ډاکټر نورالله رسنیو ته ویلي، ”27 مړي او 24 ټپيان د بسيمې دولتي روغتون ته راوړ‎‎ل شوي دي، د شپږ‎ ټپیانو حالت مرګونی دی، په مړ‎و کې درې ښځې او يو ماشوم ھم دی، په ټپيانو کې ھم ښځې او ماشومان شامله دي”۔

د بلوچستان وزیر اعلا میر سرفراز بګټي پر پېښه خفګان ښکارہ کړ‎ی او د ټپیانو د ښه علاج کولو امر یې کړ‎ی دی.

په بلوچستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې پر لویو لارو مسافربسونه او نور د مسافرو ګاډي کله د تېزرفتارۍ او کله د ټکر کېدو له پېښو سره مخ کیږي چې په نتیجه کې یې په سلګونو کسان مړه شوي او ټپیان شوي دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG