لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان صدر په انتخاباتو کې ولس ته په لویه شمېره کې په گډون مننه ویلې


افغان صدر اشرف غني
افغان صدر اشرف غني

دافغانستان جمهور ريیس محمدا شرف غني ویلي ولسوالواکي د افغانانو په ژوند کې ژورې ریښې لري اوافغان ولس په ټول قوت په ټاکنو کې خپله اراده تمثل کړه او زورته تسلیم نه شول.

د گل، دوشنبې، په ورځ قام ته په لنډه وینا کې اشرف غني وویل چې د افغانستان خلکو دښمنانو ته څرګنده کړه چې دوی نه یوازې ګواښ ته نه تسلیمیږي بلکې د دښمن ګواښ ماتولو د قوت اراده هم لري.

افغان صدر وویل "افغانانو نړۍ ته وښودله چې دوی په خپل هیواد کې یوازې او یوازې ولسواکي مني او ولسواکۍ هیچا ورته په ډالۍ نه ده ورکړې نوځکه وایم چې ولسواکۍ زمونږ په ولس کې ژورې ریښې لري اودا چې تاسو زمونږ غږ ته لبیک ووایه او په انتخاباتو کې مو دټولو تهدیدونو سره پراخ ګډون وکړ له تاسو نه مننه کوم."

دافغانستان جمهورريیس محمد اشرف غني وویل افغان ولس د ولسواکۍ ارادې تمثل وکړ او که طالبان اخلاقي جرات لري کولی شي چې د ولس په منځ کې خپل زور څرګند کړي.

نوموړي زیاته کړه "طالبانو ته وایم چې راشی او ولس ته ښکاره کړی چې ستاسو لار او طریقه په ولس کې محبوبیت لري او که د ولسواکۍ لار، دا ګز دا میدان."

محمداشرف غني وویل په دې ټاکنو کې د ښځوګډون د نوماندانو او د رایې ورکولو په صفت دافغانستان د ولسواکۍ لپاره تاریخي بریاده او هیله یې څرګنده کړه چې دولسمشرۍ په راتلوونکي ټاکنو کې هم پراخ ګډون وکړي ترڅو په راتلونکي کې یو مشروع او باصلاحیته مشر ولری.

جمهور رییس په داسې حال کې دولسي جرګې په ټاکنو کې دافغان ولس له پراخ ګډون څخه مننه وکړه چې دافغانستان په شاوخوا ۴۰۰ مرکزونو کې نن هم د یکشنبې په ورځ د رایې ورکولو پروسې دوام وکړاو په میلیونوهغو افغان وګړو رایې وکارولې چې دشنبې په ورځ یې د ځینو ستونزو له امله خپلې رایې ونه شوې کارولی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG