لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبان وايي په مطبوعاتو کې د ژوندي شیانو په تصویرنو پابندي به عملي کوي


طالبانو په مطبوعاتو پابندي لګولې چې ښځینه کوربنې به يې د کېمرې مخې ته مخ پټوي
طالبانو په مطبوعاتو پابندي لګولې چې ښځینه کوربنې به يې د کېمرې مخې ته مخ پټوي

د افغانستان د واکمنو طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په مطبوعاتو کې د ژوندي شیانو د تصویرانو په شایع کولو پابندي به عملي کوي او صحافیانو ته وېل شوي دي دا بندیز به په ورو ورو نافذ کېږي.

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ترجمان سېف الاسلام خېبر ای اېف پي خبري ادارې ته وویل د ژوندي شیانو په تصویرانو د بندیز قانون د ټول افغانستان دپاره دی او دا به ورو ورو عملي کېږي او خلک به قانع کوي چې د ژوندي شيانو تصویران شایع کول د اسلامي قانون خلاف دي.

د طالبانو د حکومت عدليي په وروستیو ورځو کې داسې قوانین اعلان کړل چې په کال ۲۰۲۱ په افغانستان د بیا واکمنېدو راهسې يې د شریعت د خپلې تشریح دلاندې د طالبانو قوانینو ته يې رسمي شکل ورکړو.

په دغو قوانینو کې په ميډیا کې د ټولو ژوندي شیانو تصویرانو په شایع کولو پابندي هم شامله ده.

په قوانینو کې مطبوعاتو ته امر شوی دی چې د اسلام سپکاوی او یا د اسلامي قانون مخالفت دې نه کوي.

د نوي قوانینو ځینې برخه په سختۍ لا نه دي عملي کړی شوي او طالب چارواکي په سوشل میډیا د خلکو تصویران شایع کوي.

د کال ۱۹۹۶ نه د کال ۲۰۰۱ پورې د طالبانو په پخواني حکومت کې په ټېلې وېژن او د ژوندي تصویرانو شیانو په تصویرانو پابندي وه خو په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمنېدو راهسې طالبانو د پخوا په شان بندیز لا نه و اعلان کړی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG