لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ننگرهار کې سلگونه ښوونځي "د داعش گواښ ته په کتو" وتړل شول


په ننگرهار ولایت کې د هلکانو یو ښوونځی
په ننگرهار ولایت کې د هلکانو یو ښوونځی

په ننگرهار ولایت کې وروسته له هغه چې د داعش ډلې وویل د جینکو پر ښوونځیو (سکولونو) به برید وکړي، سلگونه ښوونځي له اصلي معیاده یې څو ورځې وړاندې وتړل شول.

د ننگرهار ولایت د پوهنې (تعلیماتي چارو) رئیس حسیب الله شینواري د امریکا غږـ ډیوه ته وویل چې یواځې په گرمسیرو یا تودو سیمو کې ښوونځي تړل شوي، چې شمیر یې ٦٣٣ ښوونځیو ته رسیږي.

په افغانستان کې د تودو او سړو سیمو د ښوونځیو تعلیمي کال توپیر لري او د گرمسیرو سیمو ښوونځي په اوړي کې درې میاشتې رخصت وي، حال دا چې د سړو سیمو ښوونځي، په ژمي کې درې میاشتې رخصت کیږي

حسیب الله شینواري د امریکا غږ ته وویل چې "داعش په ځینو ښوونځیو کې ځانگړې پاڼې خپرې کړي" او گواښ یې کړی چې د جینکو پر ښوونځیو به برید کوي، دا ځکه چې گني بهرنیو ځواکونو د ننگرهار په ځینو سیمو کې عام خلک او مهاجر وگړي په نښه کړي دي.

ښاغلي شینواري وویل چې دغو گواښونو ته په کتو یې د گرمسیرو سیمو ټول زده کوونکي رخصت کړي، خو ټینگار یې وکړ چې دا رخصتي له وخته مخکې نه وه، او د زده کوونکو آزموینې ختمې شوې دي. د ننگرهار د پوهنې رئیس زیاته کړه چې له درېیو میاشتو مقررو رخصتیو وروسته به دا ښوونځي بیرته پرانیستل کیږي.

د ننگرهار د پوهنې چارواکي وایي چې په هغه ولایت کې د ښوونځي ته تلونکو جینکو شمیر تقریبا" دوه لکه اویا زره دی، چې د ننگرهار د ټولو زده کوونکو ٣٩ فیصده کیږي.

پر ښوونځیو بریدونه

نن، د نهې ـ سې شنبې ورځې سهار وختي د ننگرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ نسوان ښوونځي ته نزدې چاودنه وشوه، خو ځایي چارواکي وایي چې په دې برید کې چا ته زیان نه دی رسیدلی.

په افغانستان کې د طالبانو، او داعش په څیر نورو تندلارو ډلو تشدد د دې سبب شوی چې ډیر شمیر سکولونه (ښوونځي) په بیلابیلو سیمو، په ځانگړي توگه په پښتنو سیمو کې، وتړل شي.

دوه اونۍ مخکې د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د سلطان شهاب الدین ښوونځي وسوځید. ځایي چارواکو هغه د طالبانو کار وباله، خو طالبانو وویل چې دا ښوونځی هغو نه دی سوځولی. ځایي چارواکي په اندړ ولسوالي کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو او جگړو له امله د تړل شویو ښوونځیو شمېر ٨ ښودلی دی.

څو ورځې مخکې بشري سازمانونو وویل چې د افغانستان د تعلیم وړ ماشومانو نیمایي یې د جگړې، بې وزلۍ او جنسیتي تبعیض له کبله له تعلیمه پاته دي. د دې سازمانونو د رپوټ له مخې، په افغانستان کې نزدې درې نیم اربه (درې نیم میلیونه) ماشومان ښوونځیو ته نه ځي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG