لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیگار وایي د افغان قوتونو په هکله یې مخکینی رپورټ ناسم و


افغان ځواکونه په لغمان کې د طالبانو سره د جنگ په مهال
افغان ځواکونه په لغمان کې د طالبانو سره د جنگ په مهال

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکې ځانگړې څارونکې اداره، سیگار، وایي چې تیره میاشت امریکایي پوځ ته د افغان امنیتي قواوو په هکله ناسم معلومات ورکړل شوي ؤ، او د افغان ځواکونو په قوت کې دومره کموالی نه دی راغلی کوم چې مخکې ویل شوي و.

د سیگار په مخکیني رپوټ کې چې د اپریل په میاشت کې خپور شوی و، په ناسم ډول ویل شوي و چې د یو کال په اوږدو کې، د افغان امنیتي قواوو په شمیر کې کابو لس فیصده کموالی راغلی دی. د هغو ورکړل شوي ارقامو پر بنسټ، د جنورۍ تر ٣١ مې پورې، په افغانستان کې د پوځ، پولیسو، او استخباراتو د منسوبینو ټولټال شمیر، ٢٩٦۴٠٩ تنو ته رسیده.

خو سیگار د نهی، سې شنبې په ورځ وویل چې دا د افغان ځواکونو سمه شمیره نه وه. د سیگار د نوي معلوماتو پر اساس، د افغان امنیتي او دفاعي قوتونو ټولټال شمیر د جنوري تر ٣١ مې پورې، ٣١٣٧٢٨ تنو ته رسیده.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکې ځانگړې څارونکې ادارې، سیگار، زیاته کړله چې دغه نوې شمیره هم دا څرگندوي چې د ٢٠١٧ کال د جنورۍ له میاشتې بیا د ٢٠١٨ کال تر جنورۍ پورې، د افغان امنیتي او دفاعي قواو په منسوبینو کې د ١٧٩٨٠ تنو په اندازه کمی راغلی دی، خو دا کمی دومره ډیر نه دی کوم چې په مخکیني رپوټ کې ویل شوي و.

سیگار وایي چې مخکې هم د افغان ځواکونو په هکله د معلوماتو په برخه کې، څو ځله له دغسې ستونزو سره مخامخ شوی دی.

د افغانستان د دفاعي او امنیتي قواوو په اړه تازه معلومات په داسې حال کې د سیگار لاس ته ورغلي چې پرون، نهې ورځ، طالبانو په فراه کې حملې وکړلې او د افغانستان د پاره دا یوه خونړۍ ورځ وه. د فراه والي، بصیر سالنگي ویلي چې په دې وروستۍ جگړه کې ٢٥ افغان امنیتي منسوبین وژل شوي، خو د هغه په وینا، طالبانو ته اوو‍ښتی د سر زیان دروند دی او د هغې ډلې څه د پاسه ٣٠٠ تنه وژل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې


د سوات په بازیره ښار کې ماهرینو نور زاړه اثار موندلي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG