لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان امنيتي ځواکونو په دوو مرکزونو د طالبانو حملو نهه افغان عسکر وژلي


روس ویلي د افغان امن په موضوع د بلې غونډې اراده لري
روس ویلي د افغان امن په موضوع د بلې غونډې اراده لري

په افغانستان کې مامورینو د جمعې په ورځ وویل چې طالبانو د افغانستان په هرات ولایت کې د امنیتي ځواکونو په دوو مرکزونو حملې کړي چې پکې لږ تر لږه نهه عسکر وژل شوي او ۱۳ نور عسکر طالبانو ژوندي نیولي دي.

بلخوا په کابل کې په کابل کې زرګونو کسانو د جمعې په ورځ په افغانستان کې د سولې دپاره غونډه وکړه او وي او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه د غونډې ګډون والو د افغان حکومت او طالبانو څخه وغوښتل چې د ترکیې په ناسته کې د مستقل او یا لنډ مهاله اوربند اتفاق ترلاسه کړي.

د وي او ای اشنا څانګې په رپورټ کې وویل په افغانستان کې د امن د غوښتنې دپاره غونډه د کابل په غازي لوبغالې کې رابلل شوې وه ګډون کوونکو یې د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره ویلي چې د سولې خبرو کې باید د تیرو کلونو لاسته راوړنې خوندي شي.

په ترکي کې د افغان سولي په موضوع غونډه دا میاشت کېدونکي ده.

په هرات کې د طالبانو د حملې په اړه د ولایت والي یا ګورنر سید وحید قتالي وي او ای ته وویل چې طالبانو د زیارت، پنجشنبې، په شپه د ایران سرحد سره نژدې په کهسان او غوریان ولسوالیو کې دوه امنیتي پوسټونه په هدف کړل.

د وي او ای رپورټ وايي ښاغلي قتالي حکومتي ځواکونو ته د زیان رسېدو تصدیق وکړو او ویې وېل چې طالبانو امنیتي پوسټونه په چاودېدونکو موادو تباه کړل او ۱۳ عسکر یې ژوندي ونیول.

طالبانو په حمله کې د ۱۳ حکومتي عسکرو د وژلو او ۲۲ نورو نیولو دعوه کړي خو افغان مامورین وايي طالبان اکثر حکومت ته د حقیقت نه برعکس د زیات توان رسولو دعوې کوي.

د وي او ای رپورټ وايي په هرات کې د تشدد نه علاوه په ننګرهار ولایت کې د امینتي ځواکونو او طالبانو په نښته کې پنځه عسکر وژل شوي دي.

د وي او ای رپورټ وايي په افغانستان کې تازه تشدد په داسې حال کې شوی چې دا میاشت په ترکي کې د امریکې په خواهش په افغانستان کې د سولې په موضوع غونډه کېدوونکي ده. افغان حکومت په غونډه کې د شرکت دپاره رضامندي څرګنده کړې ده.

بلخوا روس ویلي په افغانستان کې د امن په اړه بله غونډه کول غواړي. تېره میاشت هم په ماسکو کې د افغان امن په موضوع غونډه شوي وه چې پکې د افغان حکومت ترڅنګ طالب استازو هم شرکت کړی و. د ماسکو په غونډه کې د امریکې، چین او پاکستان سفارتکارانو هم شرکت کړی و.

په ماسکو کې د بلې افغان غونډې په اړه د روس د خارجه وزارت ترجمانې ماریا زخاروه په ماسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل د ماسکو د چوکاټ د بلې غونډې دپاره اراده په ځای ده.

او په واشنګټن کې د امریکې د خارجه ترجمان نېډ پرایس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل چې د استنبول د غونډې "ملکیت" به د افغانانو وي او دا ناسته به په افغانستان کې د امن دپاره ورستي کوښښونه تقویه کوي. "د راتلونکي کانفرنس مقصد دا دی چې پرمختګ کولو کې د افغان مرکچیانو مرسته وکړي، د دوی په مذاکراتو کې پرمختګ وکړي او په دوحه کې سولې د ملاتړ وکړي."

په قطر کې بېن الافغان مذاکرات کې په ۲۰۲۰ کې د امریکې او طالبانو د امن معاهدې وروسته شروع شوي خو څېړونکي وايي په خبرو کې څه ډیر پرمختګ نه دی شوی.

د امریکې او طالبانو د معاهدې دلاندې امریکا او نېټو ځواکونه باید د می تر لومړۍ نېټې پورې د افغانستان څخه ستانه شي. خو د امریکې صدر جوبایډن حکومت ويلي تر دغه نېټې ورته د افغانستان نه د امریکايي عسکرو انخلا مشکلا ښکاري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG