لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي هیله ښیي آي ایم ایف به پاکستان لپاره د 7 اربه ډالرو د پور منظوري ورکړي


د پاکستان او آي اېم اېف ترمنځ د 7 اربه ډالرو قرض ترلاسه کولو لپاره د سټاف په کچه لوظنامه روان کال جولاي کې ترسره شوې وه او د نړیوالې مالياتي ادارې د انتظامي بورډ لخوا ددې باقایده منظوري ترلاسه کول لا پاتې وه.
د پاکستان او آي اېم اېف ترمنځ د 7 اربه ډالرو قرض ترلاسه کولو لپاره د سټاف په کچه لوظنامه روان کال جولاي کې ترسره شوې وه او د نړیوالې مالياتي ادارې د انتظامي بورډ لخوا ددې باقایده منظوري ترلاسه کول لا پاتې وه.

ټاکل شوې ده چې د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف د اېګزېګټو بورډ غونډه به نن د شورو په ورځ کېږي چې په کې به د پاکستان لپاره د 7 اربه ډالرو د نوي قرض پروګرام په منظورولو غور کیږي.

پاکستاني چارواکي وايي هېواد د آي اېم اېف ټول شرطونه پوره کړي دي او هيله ښي چې د آي اېم اېف بورډ به قرض منظور کړي.

د پاکستان او آي اېم اېف ترمنځ د 7 اربه ډالرو قرض ترلاسه کولو لپاره د سټاف په کچه لوظنامه روان کال جولاي کې ترسره شوې وه او د نړیوالې مالياتي ادارې د انتظامي بورډ لخوا ددې باقایده منظوري ترلاسه کول لا پاتې وه.

د پاکستان د فنانس ډويژن چارواکو تېره هفته د قومي اسمبلۍ د خزانې د کمېټۍ غونډې ته وېلي وو چې پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې ټول پېشګي شرطونه پوره کړي دي او قوي امکان دی چې د آي اېم اېف اېګزېګټو بورډ به د 7 اربه ډالر قرض منظوري ورکړي.

اقتصاد پوهان هيله من دي چې اي اېم اېف به د پاکستان لپاره د اوږد مهاله قرض پروګرام سهولت ورکړي او چې کله ترلاسه شي نو دا به سرماېه کاران په اقتصاد کې د يوې مثبتې اشارې په توګه واخلي.

اقتصاد پوهه ډاکټر خالد وليد وي او ای ډیوه ته وایي،د حکومت لپاره به تر ټولو لوي چېلنج دا وي چې څنګه د مالي استحکام پرځاې ساتلو سره سره بې وزله طبقې ته مالي اساني ورکوي .

د هغه په خبره "بل چېلنج به د هېواد سياسي استحکام او امنيت وي، حکومت باید چې دا هرڅه په نظر کې وساتي او اوږد مهاله منصوبه بندي وکړي"

پاکستان په دې وروستیو کې د اوږد مهاله اقتصادي بحران سره مخ پاتې شوی چې له کبله یې ګراني د خپل تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې وه او هېواد د اقتصادي سقوط په څنډه ودرېدلې و.

د مالي چارو ماهران وايي که څه هم د آي اېم اېف څخه د 7 اربه ډالرو قرض ترلاسه کول د پاکستان د ټولو مالي ستونزو حل نه دی خو له پرته بله چاره هم د پاکستان سره نشته دی.

اقتصاد پوهه ډاکټر ساجد امين وایي، د آي اېم اېف د پروګرام ترلاسه کېدو سملاسي ګټه به دا وي چې پاکستان به ګڼ اړخيزو او دوه اړخیزو قرضو ته لاس رسي ولري.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "داسې که بانډونه جارى کوي نو هفه به اوس په ښه قيمت لاړ شي، ورسره به یې په مارکیټ کې اعتماد هم بحال شي. دوېم ډېر داسې اصلاحات چې زموږ حکومت به چېرې هم نه وې کړي اوس کېدای شي هغه وشي، لکه ټېکس اصلاحات دي، د تاوان سره مخ د سرکاري محکمو نجکاري کول دي"

د پاکستان حکومت د آي اېم اېف د شرطونو پوره کولو لپاره سږ کال بجټ کې د 1.8 ټريليونه روپو رېکارډ نوي ټېکسونه لګولي او د دې سره یې د بجلۍ په بیعو کې 51 فيصد اضافه کړې ده.

د اقتصادي چارو ماهرين زياتوي چې د آي اېم اېف دا نوی پروګرام به هم د پاکستان مشکلات هوار نه کړی شي.

اقتصاد پوهه شهريار بټ ډيوه ته وایي "دا ځکه چې پاکستان ته به په روانو څلورو کلونو کې نزدې د 100 اربه ډالرو قرضې بېرته ستنول وي، پاکستان دا دومره لوي رقم اقتصاد کې د اصلاحاتو او پراخه بدلون راوستو بغېر نه شي واپس کولی او د آي اېم اېف لخوا به مونږ ته يوازې 7 اربه ډالر ترلاسه کېږي"

نړيوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف د جولاي په مياشت کې ویلي وؤ چي د پاکستان ټولې صوبې به په زرعي څانګه هم ټېکسونه لګوي او داسې به د توک پرچون څانګه هم د ټېکس په داېره کې راولي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG