لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي پوځ د ډیجیټل ترهګرۍ خبره راپورته کړې خو پاکستان ته اصل خطره له حقیقي ترهګرۍ څخه ده


د پاکستان پوځ پرله پسې په ډېجټل ترهګرۍ د قابو راوستو خبره کوي خو څيرونکي وايي چې رياست ته اصل خطر له حقيقي ترهګرۍ او هغو ترهګرو ډلو څخه دی چې يو ځل بيا په هيواد کې خپلې جرړې مضبوطوي.

د پاکستان ریاست او په امنیت کار کوونکي دغیر دولتي ادارو رپورټونه وايې چې په هيواد کې يو ځل بيا ترهګري زياته شوې ده او دا ځل عام ولس سره سره په امنيتي ځواکونو بريدونه هم سيوا شوي دي.

خو په حقيقي ترهګرۍ د قابو موندلو په ځاي د پاکستان پوځي سرلښکر په تيرو څو بيانونو کې د ډيجيټل ترهګرۍ اصطلاح استعماله کړې ده او په دې د قابو راوستو عزم يي ښودلی دی.

خو رياست په حقیقي ترهګرۍ د قابو موندلو په ځای ډیجیټل ترهګرۍ ته ډېر ارزښت ورکوي، او دا د امنیت په وضعیت څه اغیزې لري؟ په دې الړ خبریال عبدالله مهمند ډیوه ته وایي،يو عام وګري لپاره دهشتګردي يوه لويه او اهمه موضوع ده خو د پاکستان اسټبلشمنټ لپاره تر ټولو لويې ګواښ د هغوي په ضد د سوشل میډیا استعمال دی چې ورته ډيجيټل دهشتګردي وایي.

هغه وایي پوځ دا ګڼي چې دې سره په پوځ او خفيه ايجنسو کې ګروپونه جوړيدای شي او په هيواد کې اړی ګړی یا افراتفري زياتيدای شي.

د پوځ د سرلښکر لخوا د ډیجټل ترهه ګرۍ دا اصطلاح په داسې حال کې مخې ته راغلې چې پاکستان کې په ټولنیزه رسنۍ ایکس د تېرې څه مودې راهسې بندیز لګول شوی اؤ په دغه هیواد کې د انټرنیټ صارفین وایي چې د نیټ په استعمال کې ورته هم ستونزې جوړې شوې دي.

پوځ وايي چې د پاکستان دښمنان د ډیجټل ترهګرۍ له لارې ناسم خبرونه د پروپېګنډې په توګه خوروي.

د ډيجيټل حقونو کارپوهه هارون بلوڅ وي او ای ډیوه ته وایي، ډيجيټل ترهګري يوه داسې اصطلاح ده چې صفا معنا يي نه شته.

هغه وایي "په اصل کې د پاکستان رياست د ډيجيټل حاکميت خوا ته روان دی. د حکومت دا کوشش دی چې د نوؤ نوؤ ټکو او اصطلاحاتو له لارې د خلکو آوازونه غلي کړي او هغه خلک چې آوازونه پورته کوي هغوي ته دی سزا ورکړل شي".

د پوځ مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په دې وروستیو کې د پاکستان په بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا کې ګڼ شمیر ځوانان، مېرمنې اؤ مشران احتجاجونو ته راپورته شوي اؤ تورونه ولګوي چې د هغوي نه د هغوي ټول اییني ، جمهوري اؤ سیاسي حقونه تروړل شوي اؤ که د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي نو د پوځ لخوا یا خو په جبر بې درکه کولی ، ځورولی اؤ یا هم په مرموزه توګه وژلی شي.

ډان اخبار پخپله اداریه کې لیکي چې پاکستان کې د امنیت وضعه ښه نه ده او حکومت او پوځ ته به په وخت ددې نوټس اخستل وي ځکه چې ترهه ګر اوس هغه سیمو ته هم ننوتي دي چرته چې د ترهګرۍ د ختميدو دعوې شوې وې.

خبريال او څېړونکی حق نواز خان ډیوه سره خبرو کې وایي "د ترهګري په ضد په سيمه کې عملياتو کې تيزوالی پکار دی. پخوا هم د ترهګرۍ ضد جنګ کې دا مسله وه چې د دهشتګردۍ تعريف به څه وي، زما په خيال د دې اثر به نيغ په نيغه د ترهګرۍ ضد په عملياتو پریوځي، حکومت دي بايد د ډيجيټل په ځاي په حقيقي ترهګري توجه ورکړي".

په پینځم اګست د پاکستان د پوځ ویاند لیفټننټ جنرال احمد شریف چودري یو مبطوعاتي کانفرنس ته ویلي وو، د روان کال په لومړو اووه میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې 139 پوځيان وژل شوي دي.

د پاکستان د خزانې وزير محمد اورنګزېب په مشرۍ تېره ورځ د کابينې د اقتصادي رابطه کمېټۍ په غونډه کې په ملک کې د عزم استحکام عملياتو دپاره د 20 اربه روپو د ځانګړي بجټ منظوري ورکړل شوې ده خو ددغو عملیاتو سره په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې کلک مخالفت ښودل شوی دی.

په 22م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د اېپکس کمېټۍ غونډه شوې وه چې پکې د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو په غرض د "عزم استحکام" په نوم د عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.

پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوندونو پاکستان تحریک انصاف، عوامي نېشنل ګوند، جمعيت علمااسلام ف ګوند او جماعت اسلامي د حکومت د دغه پرېکړې مخالفت کړی او ويلي يې وو بايد د عزم استحکام په اړه پارلیمان په اعتماد کې اخستل شوی وی.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG