لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا په ملاکنډ ډويژن کې د ټېکسونو ضد کاربنديز شوی


د ټېکس يا ماليې او انکم ټېکس لګولو په ضد د خېبرپښتونخوا صوبې د ملاکنډ ډويژن په نهه ضلعو کې د تاجرانو لخوا کاربنديز شوی او په ټول ډويژن ‏کې لوی او واړه بازارونه په مکمله توګه بند دي، وکیلان عدالتونو ته نه دي حاضر شوي او ټول شخصي سکولونه تړل شوي دي.‏

د ملاکنډ ډويژن د تاجرانو د اتحادیې په وينا ډویژن کې د ټېکسونو لګولو خلاف د ډويژن په نهه واړو ضلعو سوات، شانګله، بونېر، ملاکنډ، کوز دیر، بر ‏دیر، کوز چترال، بر چترال او باجوړ کې بشپړ کاربنديز دی. ټولو سیمو کې ټول بازارونه او دوکانونه بند دي.‏

د ملاکنډ د تاجرانو د اتحادیې مشر عبدالرحیم وايي، "مونږ پر امن خلک یو ځکه مو نن صرف بازارونه بند کړل، دا لومړی پړاو دی او که حکومت د ټېکس ‏لګولو فېصله واپس وا نه خستله نو په دويم پړاو کې به بیا د کشمير په رنګ خلک سړکونو ته راوځي".‏

په سوات کې د شخصي سکولونو تنظیم هم د کاربنديز ملاتړ کړی دی،او نن په ټول سوات کې شخصي سکولونه بند وو. ‏

د هايکورټ بار ملاکنډ ډویژن وکيلانو په نهه واړو ضلعو کې کاربنديز کړی او عدالتونو ته نه دي وړاندې شوي.‏

‏ سوات چېمبر آف کامرس هم د کاربنديز ملاتړ کړی او مشر یې راحت علي خان وايي، "دلته کارخانې نشته، خلق بې روزګاره دی، ترهګرۍ او سېلاب زمونږ ‏کاروبار تباه کړی دی، حکومت دې اول خلک په خپلو پښو ودروي نو بیا دې ټېکسونه لګوي".‏

تېره ورځ د سوات چېمبر آف کامرس په غونډه کې د تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړي سهېل سلطان، صوبايي وزیر فضل حکیم او د ښار مېر ‏شاهد علي خان هم د ټېکسونو لګولو غندنه کړې وه او ويلي یې وو چې هغوي به په قامي او صوبايي اسمبلۍ کې د دې په ضد اواز اوچتوي.‏

ټولنيز فعال ډاکټر خالد محمود خالد وايي، "که په ملاکنډ ډويژن کې د ټېکس لګولو فېصله واپس وا نه خستلے شوه نو بیا به د دې ډویژن ټول ولس ‏سړکونو ته راوځي او که څه زیان وشو نو حکومت به یې ذمه وار وي".‏

د پاکستان د ايین د ارټیکل ‏247‎‏ په شپږم شق کې پاټا او فاټا له خصوصي حیثیت ورکړل شوی وو او دا سیمې یې د ټېکسونو نه مستثنا ګرځولې وې، خود ‏کال ‏2018‎م د مې په مياشت کې د ‏25‎م اييني بدلون د لارې د پاټا او فاټا خصوصي حيثیت ختم کړل شوی.

د هغه وخت حکومت د خلکو د احتجاج نه پس ‏دا سیمې د پينځو کالو دپاره د ټېکس نه مستثنا کړې او تېر حکومت په خپل اخري بجټ کې دا سیمې د یو کال دپاره د ټېکس نه استثنا کړې وې چې ‏میعاد یې د جون د میاشتې په ‏30‎مه نېټه سر ته رسي.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG