لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو شمیر اېشیايي هیوادونه کې د ټولبند/ لاک ډاون پرته د کرونا خوریدو مخه نیول کیږي


په هغه اېشیايي هیوادونو کې چرته چې د کرونا وبا د روان کال په اخیره کې زیات زور نیولی دغه هیوادونو د خپلې تیرې تجربې په اساس خپل اقتصادونه سم ساتل غواړي اود کرونا زیاتو اغیزمنو سیمو د چارواکو په وینا دغلته په ځانګړې ډول سخت ګامونه پورته کوي.‌

هانګ کانګ، جاپان،‌ ملایشیا، جنوبي کوریا، تایوان اوویتنام کې د نومبر د نیمايي نه د کرونا د زیاتو پېښو رپورټونه شورو شوي وو کله چې دغلته یخني زیاته شوه. او د کرونا د زیاتو اغیزمنو سیمو نه خلکو هغه سیمو ته سفرونه کړي چرته چې وبا کمه وه.‌ په یادو هیوادونو کې د راوان کال نیمايي کې د کرونا شمیرې د دغې وبا د خوریدو په مقابله کې کمې وې.

په یادو هیوادونو کې اوس د صحت چارواکي‌ بې د کاروبارونو یا تجارتونو تړلو په اغیزمنو سیمو کې خلکو ته په کور د پاتې کیدو،‌ د ناروغانو د قرنطین کولو، د هغو سره نژدې کسانو معلومولو او په اولسي ځایونو کې د ۶ فټه فاصله په سختۍ سره عملي‌ کولو حکمونه کړي. دغلته لا هم د نړیوالو سېلګرو لپاره پولې تړلي‌ دي.‌

د دغه سیمو خلک بیا د دغه حکومتي احکاماتو نه شکایت کوي او وايي چې د مجموعې د ښه والي‌ لپاره شخصي ازادی د پامه غورځول شوې. د ویتنام په یوه هوټل کې کارکونکي یوې مېرمنې وي او ای ته ویلي، ٫٫ که ستاسو د کورنۍ یو تن چرته تللی وي نو ستاسو ټول ګاونډیان به ترې خبر وي. که په تاسو څه چل شوی وي نو ستاسو ګاونډیان بیا پولیس او د صحت چارواکي خبروي.٬٬

په ویتنام کې د کرونا ۱۳۶۶ کېسونه رپورټ‌ شوي او ځايي میډیا د ویتنام هوايي شرکت (ویتنام اېیر) کارکونکو ته ګوتې نیسي چې دوي د قرنطین سرغړونه کړې وه او د جاپان نه د راستنیدو وروسته یې دغه موده یواځې نه وه تیره کړې. د دغې پېښې وروسته چې کله درې نورو کسانو کې د کرونا پخلی وشو نو حکومتي پلټنې هم اعلان شوې وې. په تاېوان کې د وبا ګانو د خوریدو د مخنیوي مرکز په نومبر کې اعلان کړی وو چې د دسمبر میاشتې د لومړې نېټې نه به په بازارونو،‌ مالونو، سکولونو او د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې هر یو تن خامخا ماسک په مخ کوي. که څه هم دغلته زیاتو خلکو د وړاندې نه ماسکونه په مخ کول نو د ډیرو لپاره دغه د عادت بدلیدو څه خبره نه وه.

د تاېوا چارواکو د دسمبر میاشتې په دوو ورځو کې ۷۱۶ نوي کېسونه رپورټ کړي وو او حکومت تور لګولی چې دغه ټول د بهر نه راوړل شوي. د مارچ د میاشتې نه د تاېوان لخوا تړل شوي پولې لا هم هغه شان بندې دي.

په ملاېشیا کې ځايي خلک یو ځلې بیا د حکومت سره په ګډه د نوي ټول بند لپاره تیارۍ نیسي. په دغه هیواد کې د مارچ دمیاشتې نه د جون د میاشتې پورې سخت لاک ډاون یا ټولبند عملي شوی وو. د ملایشیا یو چارواکي ابراهیم صوفیان ویلي، دا ځلې د میډیا لخوا د مسلسل خبرونو له سببه د وبا په اړه د خلکو اندېښنې زیاتې دي. او د خلکو لخوا حکومتي ګامونو سره مرستې د ۶۵ فیصده نه ۸۰ فیصده ته زیاته شوې او د ملیشیا ۹۰ فیصده خلک د حکومت لخوا ورکړل شوي حکمونه عملي کوي.

د جاپان په یخو سیمو کې د نومبر میاشتې په اخیره کې د ورځې په حساب د کرونا پېښې د ۲ زرو نه زیاتې شوې وې او د مهال ۲۵۰۰ ته رسیدلي، خو جاپانیان په مجموعي توګه حکومتي مشورې یا حکمونه مننونکو په توګه پېژندل کیږي. په جنوبي کوریا کې د نومبر میاشتې په اخیره کې تر ۵۰۰ پورې کېسونه رپورټ کیدل چې دغه شمیره د مارچ د میاشتې راپه دېخوا په لومړي ځل دومره زیاته شوې. هم تیره میاشت کوریايي چارواکو په ګرد هیواد کې بیرته د هغه ټولنیز واټن او په کور د پاتې کیدو بندیزونه عملي کولو بیا غور کوو کوم چې یې د وبا په شورو کې لګولي وو. په هانګ کانګ بیا د یخنې زیاتیدو وروسته هره ورځ د ۵۰ نه تر ۱۰۰ پورې ناروغان رپورټ کیږي. په هانګ کانګ کې سکولونه تړل شوي او په هوټلو کې په ګڼو ګوڼو جوړولو بندیز دی.‌ د هانګ کانګ اوسیدونکي د حکومتي کنټرول د حکمونو منلو سره عادت دي او داسې خلک ډیر کم لیدل کیږي چې دغه حکومتي احکامات مات کړي او بهر وګرځي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG