لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: د وسله والو په بريد کې د پوليو ټيم په تحفظ مامور پولیس وژل شوی


د پوليو د مخنیوي د پروګرام چارواکي وايي، د تازه پېښې ورته تراوسه معلومات نه دي ترلاسه شوي خو کمپاين روان دی او که چرته په کوم ځای کې پېښه کيږي د څو ساعتو دپاره کمپاين ودرول کيږي او بيا روانيږي
د پوليو د مخنیوي د پروګرام چارواکي وايي، د تازه پېښې ورته تراوسه معلومات نه دي ترلاسه شوي خو کمپاين روان دی او که چرته په کوم ځای کې پېښه کيږي د څو ساعتو دپاره کمپاين ودرول کيږي او بيا روانيږي

د خېبرپښتونخوا په جنوبې ضلعه بنو کې د پوليو ضد څاڅکو ورکوونکو په ټیم د نامعلومه وسله والو په ډزو کې يو پوليس اهلکار وژل شوی دی. په جدا پېښه کې د ځنګلي حيات محکمې يو ساتونکی وژل شوی دی تحریک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې ده.

د بنو ضلعې پوليس وي او اې ډیوه ته د تشدد دواړه پېښې تاید کړې او ویې ويل دغه واقعې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د بنو په ميريان او چکډاډان سيمو کې شوي دي.

د ضلعې پوليس وياند خانزلا قريشې وايي د پېښو نور معلومات کوي او پلټنې پېل کړی شوي دي.

د پوليو ټيم د ساتونکي اهلکار د وژلو زمه واري تراوسه چا نه ده منلې او د ځنګلي حیات محکمې د ساتونکي د وژلو زمه واري تحریک طالبان پاکستان ومنله.

د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعو بنو او هنګو په ګډون 17 ضلعو کې د اګست د اوومې نېټې څخه د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين روان دی.

د پوليو د مخنیوي د پروګرام چارواکي وايي، د تازه پېښې ورته تراوسه معلومات نه دي ترلاسه شوي خو کمپاين روان دی او که چرته په کوم ځای کې پېښه کيږي د څو ساعتو دپاره کمپاين ودرول کيږي او بيا روانيږي.

تېر د مې په مياشت کې د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان او خېبر کې د پولیو په ټیمونو ساتونکو پولیسو دوه بريدونه شوي، او دوه ساتونکي پوليس اهلکار وژل شوي وو.

او هم روانه اګست میاشتې په لومړۍ نېټه د بلوچستان صوبې په مرکزي ښار کوټه کې د پوليو په ټيم بريد کې دوه ساتونکي پوليس اهلکار وژل شوي وو.

پاکستان کې وخت په وخت د پوليو ضد څاڅکو په ټيمونو او ساتونکو پوليسو یې وسله وال وژونکي بريدونه هم کيږي.

خو چارواکي دعوه کوي چې د پوليو ختمولو دپاره پوره هڅې کوي او دغه وايرس به قابو کړي خو د پنجاب مرکزې ښار لاهوراو د خېبرپښتونخوا هنګو، پېښور، ډېره اسماعيل خان او بر جنوبي وزيرستان وروسته د سيند صوبې مرکزي ښار کراچۍ کې ماحولياتي مثبتې نمونې ترلاسه شوي دي.

هغه وخت د صحت وزیر قادر پټېل ویلي وو، "ماحولياتي د پوليو نمونې ترلاسه کېدل ښيي چې زمونږ د پولیو د څارنې معیار لوړ دی خو د دې مطلب دا هم دی ماشومانو ته د پولیو خطره ده".

په پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو دوه پېښي مخې ته راغلي او دواړه پېښې په بنو کې رپورټ شوي دي.

په 2022م کال کې پاکستان کې د پوليو 20 پېښې مخې ته راغلې او ټولې په خېبرپښتونخوا صوبه کې معلومې شوې وې، 17 په شمالي وزیرستان، دوه په لکي مروت او يوه په جنوبي وزيرستان کې رپورټ شوې وه.

پاکستان کې د پولیو د مخنيوي د پروګرام چارواکي وايي، دوی ته اوس هم د پوليو ضد کمپاین کې غټه مسله د ځینو مياندو پلارانو لخوا ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو نه انکار دی خو دوی د خلکو قانع کولو او خوندي کمپاينو چلولو پوره هڅه کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG