لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونېسیف: یواځې په قلعه عبدالله ضلع کې ۱۰۵ ښونځي تړلي دي


د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو اداره (یونېسیف) وايي، د بلوچستان په قلعه عبدالله ضلعه کې ۱۰۵ ښونځي تړلي دي.

د ملګروملتونو د ادارې یا یونیسف د پوهنې د څانګې مشر محمد اسمعیل جلالزي په چمن کې یوې خبرې غونډه ته ویلی دغه سکولونه د بیلا بیلو لاملونو تړل شوي او وړاندې يې وویلي: ٫٫ دا ښونځي د بیلابیلو لاملونو له امله تړل شویدي. یا به ښونکي نه لري، یا به د جګړو له امله بند شوي وي او یا د نورو دلایلو له امله خو دوي د ځايي خلکو په مرسته ددغو ښونځیو د بیرته پرانستلو چارې پیل کړیدي.٬٬

د بلوچستان د پوهنې د څانګې چارواکي وايي، د نړیوالو ادارو د سروې ګانو له مخې د بلوچستان په ایالت کې ۲۵ لکه ماشومان د زده کړو او تعلیم څخه پاتې دي او دا د حکومت مسولیت دی چې دغه کوچنیان په سکولونو کې واچوي.

د بلوچستان د پوهنې چارواکي وايي، د چمن په قلعه عبدالله ضلعه کې به سږ کال شاخوا لس زره ماشومان په سکولنو کې واچول شي.

د قلعه عبدالله د ضلعې د پوهنې د چارو مشر حسرت الله چنګېزي په چمن کې د رسنیو په مرکز کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال وویل:

٫٫ په سړک چې روان یې نو پنځوس، شپېته ماشومان به ګرځي او د غریبۍ له امله به کاغذونه او نور توکي راټولوي. اکثره کوچنیان په ۲۰۰ یا ۳۰۰ روپیو باندې د ورځې مزدوري کوي. مونږ به انجیوګانو ته ووایو چې د دوی کورنیو ته دا پیسې ورکړي تر څو دوی خپل کوچنیان ښونځیو ته راواستوي. مونږ به ورڅخه پیسې هم نه اخلو او کتابونه به هم ورته ورکړو.٬٬

د پاکستان د پوهنې د قانون له مخې، له پنځو څخه تر ۱۶ کلنۍ عمره پورې د ماشومانو د زده کړې مسولیت د حکومت په غاړه دی.

په ورته وخت کې، د ملګروملتونو پراختیايي ادارې (یو ان ډي پي) په خپل یو وروستي راپور کې د قلعه عبدالله ضلعه د پاکستان تر ټولو وروسته پاتې او غریبه سیمه ګڼلې ده.

همدارنګه، د ویز په نامه د یوې غیرې دولتې ادارې د سروې له مخې په یادې سیمه کې له ۵۰۰۰-۸۰۰۰ ماشومانو څخه په پوله د قاچاقو په برخه کې هم کار اخیستل کیږي.

په پاکستان کې د الف اعلان په نامه د یوې بلې غیر دولتې ادارې د معلوماتو له مخې په ټول پاکستان کې دا مهال تر ۲۲ میلیونو زیات ماشومان له ښونځیو څخه بې برخې دي چې زیاتره شمېره یې په قبایلي سیمه او بلوچستان کې ده.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG