لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د بلوڅ سیمې اوسېدونکي په احتجاج دي، ایران سره د تجارت غوښتنه کوي


د احتجاج کوونکو په خبره په کال2019م کي د کرونا وبا له کبله له ایران سره د دوی د سيمې د تګ راتګ سرحدي لارې بندې کړې شوې او تر دم ګړۍ پورې لا هم بندې دي چي د ماشکېل اوسېدونکي يې له مشکل سره مخامخ کړي دي
د احتجاج کوونکو په خبره په کال2019م کي د کرونا وبا له کبله له ایران سره د دوی د سيمې د تګ راتګ سرحدي لارې بندې کړې شوې او تر دم ګړۍ پورې لا هم بندې دي چي د ماشکېل اوسېدونکي يې له مشکل سره مخامخ کړي دي

د ایران پولې ته څېرمه د پاکستان د بلوچستان صوبې د ماشکېل څخه شاوخوا 600 کلو میټره د پیاده سفروروسته د دغه بلوڅ سيمې ځیني اوسېدونکي له تيرو درو ورځو څخه په کوټه کې د پريس کلب مخې ته په احتجاج ناست دي، وایي د روزګار مخه يې نيول شوې، يو لوري ته سرحدي تار او بنديزونه او بل لوري ته سمندر دی.

د احتجاج ګډون وال کبیر احمد رېکي وايي په ماشکېل کي يې 33 ورځي احتجاج وکړو خو څوک حکومتي وګړی نه و ورغلی.

هغه وویل غوښتنه کوي چې ایران سره دې د مزاسر کراسنګ پواینټ یا سرحدي لاره او کاټګر زیرو پواینټ سرحدي لارې دې خلاصې کړی شي او د نوکنډي څخه تر ماشکېل پورې دې د سي پېک سړک دي جوړ کړل شي. "څلورمه مطالبه مو دا د چي د اتوار ورځې چهټۍ دې بنده او د جمعې ورځ دي چهټي اعلان کړل شي ولې چې په ایران کي هم د جمعې په ورځ چهټي وي موږ ته به کاروبار کي اسانتیاوې شي."

ماشکېل د صوبه بلوچستان د ضلع واشک او ایراني سرحد ته پرته شاوخوا د 90زره ابادۍ سيمه ده.

د ماشکیل د احتجاج کونکو په وينا، د دوی خوراک څښاک لویه زریعه او کاروبار له همسايه ملک ايران سره ځکه زيات دی چې د بلوچستان صوبې او د پاکستان د نورو ښارونو سره يې مځکنۍ رابطه د نېشت برابره ده، په سیمه کې سړکونه سم نه دي او په بارانو کې په لارې مکمله توګه ځکه بندې شي چې دا شګېنه علاقه ده.

د احتجاج کوونکو په خبره په کال2019م کي د کرونا وبا له کبله له ایران سره د دوی د سيمې د تګ راتګ سرحدي لارې بندې کړې شوې او تر دم ګړۍ پورې لا هم بندې دي چي د ماشکېل اوسېدونکي يې له مشکل سره مخامخ کړي دي.

جنېد خان رېکي هم په د ماشکیل د اوسېدونکو په احتجاج کې شامل و، وايي له سرحد سره نږدې د پرتو خلکو د معاش له سرحد پرته بله لاره نشته, هلته د صحت، تعلیم، زراعت سهولت شته او نه فېکټرۍ شته،هلته (ماشکېل) د خوراک د شيانو کمی دی نو ځکه يې په ماشکېل کي احتجاج وکړو خو که "موږ چا نه واورېدلو، بیا مو ده کوټي پر لور لانګ مارچ پیل کړ، که زموږ مطالبې یې دلته هم ونه منلې بیا به په رېډ زون کي د نه خوړلو يا بهوک هړتال کووو."

د بلوچستان حکومت د احتجاج کونکو په غوښتنو د غور لپاره د کمېټۍ جوړولو اعلان کړی دی. د کمېټۍ مشر صوبايي وزير مير شعيب نوشېرواني ويلي د احتجاج کونکو ستونځې حقیقي او غوښتنې يې جايز دي چې د پوره کولو لپاره به صوبايي او مرکزي حکومت په ګډه سره زر تر زره عملي ګامونه پورته کړي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG