د پاکستان په کوربتوب د کرکټ د چېمپينز ټرافي د لوبو په لړۍ کې تېره شپه نيوزي لېنډ د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړې، او د دفاعي چېمپين پاکستانۍ لوبډلې په مخکې تلو پاتې ټول ورسره اميدونه ختم شوي دي.
بل اړخ ته د نيوزي لېنډ لوبډله سيمې فاينل ته رسېدلې ده، په ګروپ اې کې شاملو څلورو لوبډلو پاکستان، بنګله دېش، هند او نيوزي لېنډ کې هند د وړاندې نه سيمې فاينل ته رسېدلی وو.
نيوزي لېنډ تېره شپه د پاکستان د راولپنډۍ په کرکټ ميدان کې بنګله دېش ته په پينځو وکټو ماتې ورکړې ده، بنګله دېش لومړی بېټنګ کړی په ټاکلو 50 اوورونو کې یې په نهه لوبغاړو اوټ کېدو 236 رنزونه جوړ کړي وو.
د نیوزي لېنډ لوبډلې ټاکلی هدف په 47م اوور کې په پينځه لوبغاړو اوټ کېدو پوره کړی، 240 رنزونه یې جوړ کړي او لوبه یې ګټلې ده.
بنګله دېش او پاکستان خپلې دواړه لوبې وبايللې.
پاکستان په 23مه فرورۍ دوبۍ کې د هند نه په شپږو وکټو ماتې خوړلې او په 19مه فرورۍ د چېمپينز ټرافي په لومړۍ سیالۍ کې د کراچۍ په ميدان کې نيوزي لېنډ پاکستان ته په 60 رنزونو ماتې ورکړې وه.
د پاکستانۍ لوبډلې د دويمې سيالۍ وروسته هم داسې ويل کېده، که چرته بنګله دېش د نيوزي لېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه، نو پاکستان ته بيا هم داسې امکاني موقعه شته چې په مخکې لاره ورته جوړه شي.
پاکستانۍ لوبډله باندې سختې نيوکې روانې دي.
خبريال ثاقب بشير په اېکس ليکلي،
"ډېر ښه کار وشو، د دومره خرابې کارکردګۍ وروسته، د دوی د اګر مګر په چکر کې په مخکې تګ جوړېدو هم نه".
يو بل تن ليکلي،
"د پاکستان کرکټ لوبډلې مسلې تل يو شان پاتې شوي، هیڅ هم نه دي بدل شوي، نه ده معلومه چې خلک ترې نوي امېدونه ولې تړي؟".
ځينې بيا وايي، پاکستانۍ لوبډله د لوبغاړو د وجې او ځينې وايي د بورډ او حکومت د وجې نه ماتې خوري.
د پاکستان پخواني سفارتکار حسېن حقاني ويلي،
"زه په کرکټ کې ډېره دلچسپي نه لرم، خو په اېکس چې مې د خلکو تبصرې وکتلې، پوښتنه لرم چې ښه او خرابه لوبه د وخت د حکومت د وجې وي؟ اورېدلي مو دي په 1992م کې پاکستان نړيوال کپ ګټلی وو، هغه وخت نواز شريف وزیراعظم وو، خو کرېډټ لوبډلې ته ورکول کيږي، اوس خبره بدله ولې ده؟".
په 1992م کې عمران خان په مشرۍ پاکستان نړيوال کپ ګټلی وو، عمران خان د تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی وزيراعظم دا وخت په مختلفو مقدمو کې په جېل کې دی.
پاکستان او بنګله دېش چې د چېمپينز ټرافي د بل پړاو تګ یې ختم شوی، دواړه لوبډلې به په 27مه فرورۍ د راولپنډۍ په ميدان کې خپله وروستۍ سيالۍ کې مخامخ کيږي.
Forum