د پاکستان په سيند صوبه کې د تښتول شوي خالد خان بېټني دپاره د تېرو څو ورځو راهسې روان احتجاج د 24 ساعتونو پورې ځنډول شوی دی. احتجاج کوونکي وايي که د سبا پورې خالد خان راخوشې نه کړی شو بيا به احتجاج د نېشنل هايي وی په ځای د سکهر ملتان موټر وی بندوي.
د سيند صوبې په کندکوټ سيمه کې د بېټني قام د احتجاج مشر لايق زاده بېټني وي او اې ډيوه ته وويل، خالد خان په 24 جون د سيند صوبې په کندکوټ سيمه کې شوکمارانو تښتولی او تراوسه یې نه دی پرېښودی.
خالد خان بېټنی د ټانک ضلعې کړي حیدر سره تړاو لري ورور جهانزیب یې ويلي، خالد خان په یوه شخصي کمپنۍ کې سیکورټي ګارډ و او ډاکوان د هغه د خوشې کېدو په بدل کېد یو کروړ روپو غوښتنه کوي.
د خالد خان د تښتولو پرضد په کراچۍ کې د بلاول هاوس مخې ته احتجاج شوی او بیا بېټني قام د کشمور په کندکوټ سيمه کې د تېرو درېو ورځو راهسې احتجاجا نېشنل هايي وی بنده کړې وه.
لايق زاده وايي بېټني قام جرګه کړې يوه جرګه اسلام اباد ته تللې او بلې په سيند صوبه کې د چارواکو سره ليدلي او نن دوی ته ځايي مشرانو او د کشمور ضلعې انتظامیې باور ورکړی د سبا پورې به خالد خان راخوشی کړي.
هغه زياته کړه که د سبا پورې یې راخوشی نه کړو دوی به بيا سکهر ملتان موټر وی بندوي.
د کشمور کندکوټ پوليس مشراېس اېس پي عرفان سمو وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل، دوی د تښتول شوي کس خوشي کولو هڅې کوي.
هغه وويل تراوسه یې د ډاکوانو د ولقې نه پينځه تنه راخوشي کړي د خالد دپاره احتجاج کوونکو سره یې خبره شوې احتجاج ختم شوی او زر به تښتول شوی کس راخوشی کړي.
هغه زياته کړه د کچې علاقه خوره وره لرې پرته ده او ځای په ځای کې اوبه او وچه ده ځکه عمليات ډېر په اسانه نه کيږي خو دوی د ډاکوانو ځينې ملګري او سهولت کار هم نيولي دي.
د بېټني قام د جرګې يو غړي عبدالله ننګيال وي او اې ډیوه ته وويل دوی په اسلام اباد کې د حکومت د ځینې مرکزي کسانو سره ليدلي او هغو ورته هم د خالد د راخوشي کولو باور ورکړی دی.
پنجاب صوبې ته په پوله پرتو د سيند صوبې په کشمور، کندکوټ او خواوشا سيمو کې وخت په وخت د خلکو تښتولو پېښې کیږي. چارواکي مني ډاکوان خلک تښتوي خو د ډاکوانو پرضد پرله پسې عمليات دوام لري.
د سيند صوبې چارواکي دعوه کوي د کچې د ډاکوانو پرضد عمليات روان دي تښتول شوي کسان به خوشي کړي او د ډاکوانو نه به علاقه پاکه کړي.
په سيمه کې وړاندې هم عمليات شوي او وخت په وخت پکې پوليس هم وژل شوي او چارواکي تل د ډاکوانو پرضد د کاميابو عملياتو دعوې کوي.