د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي چې دا مهال د امریکې په سفر دی، د نهې، سه شنبې، په ورځ به په واشنګټن کې د صدر جوبایډن او د امریکې د کانګرس غړو سره ملاقاتونه کوي او امریکايي چارواکو نه به نېغ په نېغه د روس د یرغل خلاف اوکراین سره د نورې مرستې غوښتنه کوي.
زېلېنسکي ویلي امریکايي مامورینو سره د ملاقاتونو په موقع به په دې اړه خبره کوي چې د سږ کال د کامیابیو په بنیاد اینده کال څه نتیجې ترلاسه کېدلی شي.
د ګل، دوشنبې، په ورځ په واشنګټن کې د نېشنل ډېفېنس یونیورسټۍ یوې غونډې ته زېلېنسکي وویل اوکراین په فضا کې کامیابۍ ته ضرورت لري. هغه غوښتنه وکړه چې د اوکراین فضايي دفاعي نظام بهتر کولو دپاره دې ورته مزایل، ډرون او جنګي جهازونه ورکړی شي.
زېلېنسکي وویل پکار نه ده چې سیاستدانان عسکر پاتې راولي ځکه چې دوی وسلو ته ضرورت لري او ازادي اتحاد ته اړتیا لري.
د وایټ هاوس د نېشنل سېکيورټي کاونسل ترجمان جان کربي خبریالانو ته وویل بایډن به په اوکراین کې د جنګ د مېدان په اړه د زېلېنسکي نه تازه حال اخلي او دا خبره به واضحه کوي چې امریکا به د اوکراین ولس سره په دې مشکل وخت کې ملاتړ دوامداره ساتي. اوکراین او اسرایل سره د مرستې او د قومي امنیت د نورو ترجیحاتو دپاره صدر بایډن د کانګرس نه د ۱۱۰ بېلین ډالرو غوښتنه کړې ده. د دغو پېسو نه به اوکراین ته ۶۱ بېلین ډالر ورکول کېږي.
په سېنېټ کې د حزب اختلاف ریپبلېکن پارټۍ غړي د ډېموکرېټېک پارټۍ د صدر بایډن په غوښتنه پښه نیولي دي، وايي د امریکې په سرحد امنیت لویو اصلاحاتو ته اړتیا لري.
د ريپبلېکن پارټۍ ځینې غړي غوښتنه کوي چې هغه کسان دې د ملک نه وویستل شي چې امریکې ته په غېرقانوني توګه داخل شوي دي، چې دا ډول د شهریت ترلاسه کولو موقع په لاس ور نه شي.
په کال ۲۰۲۲ کې په اوکراین د روس د یرغل راهسې امریکې اوکراین ته د ۱۱۱ بېلین ډالرو مالیت امداد ورکړی دی.
د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن هم د زېلېنسکي ترڅنګ د ګل، دوشنبې، په ورځ د نېشنل ډېفېنس یونیورسټۍ غونډې ته تقریر وکړو او ويې وېل که دا وخت د روس جارحیت مخې ته نه ودرېدل نور جارجیت ته دعوت ورکول دي چې له امله به يې نوره خونرېزي او نور ګډوډي راپېدا کېږي.
هم د ګل، دوشنبې، په ورځ نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف د اوږد مهال قرض په لړ کې اوکراین ته د ۹۰۰ مېلین ډالرو ورکولو اعلان وکړو.
د ايي اېم اېف مشرې کرېسټلینا جورجېوا سره د ملاقات وروسته زېلېنسکي د ټېلېګرام سوشل مېډیا وېب پاڼې دلارې د ايي اېف اېف شکریه ادا کړه.
بلخوا، د روس صدر ولادېمېرپوټن د ګل، دوشنبې، په ورځ په یوه دستوره کې دوه اېټمي ابدوز د هېواد د سمندري پوځ په بېړه کې شامل کړل.
څېړونکي وايي په اوکراین د یرغل راهسې د پوټن به فکر او بیان بازۍ کې اېټمي وسلو زیات اهمیت ترلاسه کړی دی.
Forum