لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فراه ښار کې حالات بېرته عادي شوي، په طالبانو پسې لټون روان دی ـ چارواکي


د فراه ولایت مرکز، د فراه ښار
د فراه ولایت مرکز، د فراه ښار

د فراه ولایت مرکز، فراه ښار کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو له وروستیو خونړیو شخړو پس، افغان چارواکي اوس وایي چې په هغه ښار کې حالات بېرته عادي شوي او بازارونه هم د خلکو پر مخ پرانیستل شوي دي.

د فراه د ولایتي شورا مشرانو هم پر هغو خلکو چې د جگړې له ویرې یې په فراه ښار کې خپل کورونه پرېښودلي او خوندي سیمو ته تښتېدلي وو، غږ کړی چې بېرته دې خپلو کورونو ته ستانه شي.

بل پلو طالبانو هم دا منلې چې د دوی جنگیالي له فراه ښار څخه وتلي دي، خو طالبانو زیاته کړې ده چې دغه وتل، د دوی په خوښه و. مگر افغان امنیتي ځواکونه وايي چې د فراه په جگړه کې یې طالبانو ته د سر درانه زیانونه اړولي او شاوخوا درې سوه کسان یې ورو‏ژلي دي. طالبانو هم دعوه کړې چې گواکې افغان سرتیرو ته یې درنه مرگ ژوبله اړولې ده.

د فراه والي جنرال عبدالبصیر سالنگي چې نن جمعه یې د افغان پوځ له چارواکو سره یوځای خبري ناسته کې خبرې کولې، وویل چې د فراه په جگړه کې، شاوخوا ٢٥ افغان پوځیان او امنیتي منسوبین وژل شوي او ١٥ نور یې ټپیان شوي دي.

سالنگي زیاته کړه چې د فراه په جگړې کې، څلور ملکي وگړو هم خپل ژوند بایللی او ٣٥ نور عام کسان ژوبل شوي دي.

اضافي امنیتي تدابیر

د فراه په ښار کې چې د فراه ولایت مرکز دی، په تیرو درېیو ورځو کې جگړې او نښتې روانې وې. وروسته له هغه چې طالبان له هغه ښار څخه پر شا شول، اوس افغان امنیتي او دفاعي قواوو د ښار د لا خوندي کولو په خاطر، ځینې پریکړې کړي دي.

د فراه ولایت د پوځي شورا د پریکړې له مخې، اوس مهال د فراه ښار د امنیتي کړۍ پوستې، د افغان پوځ خاصو ځواکونو ته سپارل شوي دي. د فراه والي امریکا غږ ته وویل چې ځانگړي ځواکونه به په موقت ډول دا مسئولیت پرغاړه ولري. جنرال سالنگي زیاته کړې چې د طالب جنگیالیو د موندلو لپاره، اوس کور په کور د تلاشۍ عملیات روان دي.

د فراه جگړه ـ د الخندق بریا که ناکامي؟

د اپریل میاشت په وروستیو کې، طالبانو اعلان وکړ چې خپل پسرلني عملیات، دا ځل د الخندق په نامه پیلوي. په تیرو دوو کلونو کې، طالبانو خپل پسرلني عملیات د خپل پخوانیو مشرانو په یاد، عمري او منصوري نومولي و.

سږ کال د الخندق د عملیاتو په لړ کې، طالبانو تر اوسه د بدخشان، فاریاب، بغلان، دایکنډي، زابل، غزني، کندهار او نورو ولایتونو پر ولسوالیو، بریدونه کړي دي. خو د فراه پر ښار برید یې تر ټولو مهم و، دا ځکه چې د یو ولایت مرکز و او طالبان په کې وکړای شول چې د یوې لنډې مودې لپاره د ښار ځینې برخې هم ونیسي.

افغان ځواکونو، چې د امریکا هوایي قواوو یې هم ملاتړ کاوه، د فراه په ولایت کې طالبان شا ته وتمبول او د چارواکو په وینا، سلگونه یې ورووژل.

کله چې طالبانو څو اونۍ مخکې د الخندق عملیاتو د پیل اعلان وکړ، نو د افغانستان د دفاع وزارت سمدستي یو بیان خپور کړ او ویې ویل چې د الخندق په نوم د طالبانو د عملیاتو اعلان، یواځې پروپاگېنډا ده او طالبان غواړي په دې سره د خلکو په زړونو کې ویره واچوي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې


د سوات په بازیره ښار کې ماهرینو نور زاړه اثار موندلي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG