د پاکستان د پخواني وزيراعظم عمران خان د پرنسپل سيکرټري اعظم خان یو مبينه بيان په مطبوعاتو خپور شوی، هغه ويلي، "عمران خان د سیاسي ګټو دپاره د سايفر يا بهرنۍ مراسلې ډرامه جوړه کړې او د سايفر د لارې یې د قامي امنيتي ادارو او ولس ترمنځه د کرکې خورولوهڅه کړې ده".
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د ياد بيان مخې ته راتلو وروسته په يوه خبري غونډه کې وويل، "د سایفر په حواله د اعظم خان اوسنی بيان وړاندې مخې ته د راغلي غږيز بيان تصديق دی".
عمران خان چې د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی او هغه تور لګولی وو د سايفر د سازش لاندې لرې کړی شوی، بيا په دغه حواله ځينې مبينه اډيوز په پاکستاني مطبوعاتو مخې ته راغلې وې د اعظم خان نوم هم په هغو خبرو کې اخستل شوی وو.
د اعظم خان بيان ته د عمران خان غبرګون
د اعظم خان د مبينه بيان مخې ته راتلو وروسته په ټولنيزو رسنيو د عمران خان يوه ويډيو خپره شوې، د نوموړي نه پوښتنه کيږي د اعظم خان بيان راغلی دی.
هغه یې په ځواب کې وايي، "اعظم خان يو ايمانداره تن دی څو پورې چې مې د هغه د خلې نه په خپله نه وي اورېدلي زه یې نه منم".
مبينه بيان
د پاکستان د ځايي ميډيا ترمخه اعظم خان ياد "بيان د مجسټرېټ په وړاندې ريکارډ کړی دی". او ويلي يې دي "سایفر ته د ملکي ادارو او امريکا غلط نوم ورکړی شوی او عمران خان د منع کولو باجود اسناد د ولس په وړاندې ښکاره کړي وو".
د بيان ترمخه، "عمران خان د خپل حکومت بچ کولو دپاره د سايفر ډرامه جوړه کړې وه".
بې درکي
د جون په 16مه نېټه عمران خان په يو ټويټ کې دعوه کړې وه، "اعظم خان د پرون راهسې بې درکه دی"، او زیاته کړې یې وه، "هر هغه تن د چا باره کې دا تاثر دی چې ماته نزدې وو هدف جوړول کيږي".
د اعظم خان خوريي محمد سعيد خان اسلام اباد پوليس ته د بې درکۍ رپورټ او مقدمې خواست کړی وو او ويلي یې وو، شوي، "22 ګرېډه افسر او د پخواني وزیراعظم پرنسپل سيکرټري د 15 جون په ماښام د اسلام اباد په اېف-6 علاقه کې د خپل کور څخه وتلی او بيا بيرته نه دی ستون شوی".
رانا ثناالله
د رانا ثناالله نه په خبري غونډه کې پوښتنه وشوه، اعظم خان بې درکه وو؟ هغه په ځواب کې وويل، "اعظم خان په خپل بيان کې په ډاګه ويلي چې هغه د يو دوست په کور کې وو او ځان یې نه ښکاره کول غوښته او د پوره سوچ وروسته یې دغه بيان جاري کړی د"ی.
د بيان نور جزيات
د اعظم خان په بيان کې زیاته کړی شوې، "په اتم مارچ 2022 سيکرټري خارجه هغه [اعظم خان] ته د سايفر خبره کړې خو شاه محمود قرېشي چې وزير خارجه وو د وړاندې نه وزیراعظم په دغه حواله خبر کړی وو".
په بيان کې دا هم ويل شوي "عمران خان سايفر د ځان سره اېښودی او د قانون سرغړونه یې کړې ده، او چې کله ترې سايفر واپس وغوښتل شو نو هغه وويل چې ورک شوی دی خو د ولس په وړاندې یې د سازش په توګه وړاندې کړی وو".
د اعظم خان په بيان کې زیاته کړی شوې، "عمران خان سايفر د اپوزيشن او اسټبلشمنټ پرضد د بيانيې جوړولو دپاره کارولو پرېکړه کړې وه".
سايفر
عمران خان چې تېر کال د اپرېل په مياشت کې د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، هغه وخت یې تور لګولی وو چې "د هغه حکومت د امريکې په سازش" لرې کړی شوی وو.
امريکې، د پاکستان پوځ او د پاکستان موجوده حکومت د عمران خان دغه تور څو ځله رد کړی چې ګنې هغه د امریکې په سازش لرې کړی شوی وو.
عمران خان وروسته په يو بيان کې ويلي وو سازش په اصل کې د دلته [پاکستان] نه شوی وو.
د ملک او ادارو ضد سازش
رانا ثناالله ويلي، "عمران خان د ملک او ادارو پرضد سازش کړی او د نهمې مې پېښې هم د دغه سازش کړۍ وه".
هغه زیاته کړې، "کلاسيفايډ سيکرټ يا پټ اسناد د ځان سره ساتل او بيا عام کول جرم دی او عمران خان نه يواځې په ښکاره دغه جرم کړی دی بلکې څو پورې چې هغه د ځان سره دغه سايفر اېښودی وي جرم کوي. تر هغې چې نيول شوی نه وي".
د تحریک انصاف غبرګون
پاکستان تحریک انصاف ګوند د اعظم خان د بيان په غبرګون کې ویلي، "د تېرې يوې مياشتې نه بې درکه پخواني پرنسپل سيکرټري اعظم خان سره تړلی غېر مصدقه بيان د تضاداتو مجموعه ده".
تحريک انصاف ګوند د ياد بيان په غبرګون کې د دوه صفحو تفصيلي غبرګون ويلی دی.