د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په خپل تازه رپورټ کې ويلي چې انساني قاچاق ته بايد د بشري حقونو د سرغړونو په چوکاټ کې وکتل شي.
په اسلام آباد کې هيومن رايټس کميشن آف پاکستان په خپل تازه رپورټ کې ويلي چې له هيواد څخه هر کال 80 زرو نه تر 100،000 پورې خلک په غير قانوني ډول اروپا ته قاچاق کيږي.
رپورټ وايي چې په دې خلکو کې اتيا فيصدي د پاکستان د مرکزي پنجاب څخه وي او زياتره پکې په ستونزمنو حالاتو کې بليک ميلنګ، اغوا، جنسي تيريو سره مخ کيږي او له امنيتي ځواکونو دلاسه د دوي ټپي کيدل او وژل هم يوه عامه خبره ده.
رپورټ مرتب کوونکی قانون پوهه عضور شکیل ډيوه سره خبرو کې وایي"دا وخت مسله د قانون په نفاذ د ارتکاز ده او د دې بشرى اړخ ته د پام نه کرځولو ده، ددې مطلب دا دی چې په هر ډول د انساني قاچاق یا سمګلنګ د کمولو لپاره ټولې هڅې کېږي خو د دې د متاثيرينو چې کومې کيسې دي چې هغوى ورسره په سفر کې مخ شوي دي د هغې بيانيې مخې ته نه راوړل دي او زموږ ددې رپورټ د جارى کولو مقصد هم دا دی چې دغه بيانيې خپرې کړل شي."
په ياد رپورټ کې ويل شوي چې په انساني قاچاق کې ککړو کسانو ته اکثره د رياستي ادارو مرسته ترلاسه وي.
د پاکستان حکومت تراوسه د هيومن رايټس کميشن رپورټ ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
تېرکال د جون په میاشت کې د یونان په سمندر کې د کشتۍ چپه کېدو په يوه پېښه کې د دولسو پاکستاني وګړو په شمول د 82 کسانو مړي موندل شوي وؤ اؤ 104 کسان نور ژغورل شوي وؤ.
هغه مهال مطبوعاتو ویلي وؤ چې په کشتۍ کې 750 پورې کسان سواره وؤ چې زیاتره پکې په سمندر کې ډوب شوي اؤ مړه شوي وؤ.
تر دغه پېښې وروسته د پاکستان د پلټنو د مرکزي ادارې د اسلام اباد زون ډایریکټر رانا عبدالجبار ویلي وؤ د پېښې په تړاؤ پاکستان کې د وفاقي حکومت په امر تر 29 پورې هغه مشکوکه کسان نیول شوي چې په انساني قاچاق کې ککړ دي.
د بشري حقونو فعالان وايي چې د پاکستان اقتصادي حالات ځوانان د خپل هيواد پريښودو ته مجبوروي.
د اېچ ار سي پي مشر حارث خلیق ډيوه سره خبرو کې وایي ز"ما په اند د رياست لپاره تر ټولو لوي چېلنج اقتصاد په نوي بڼه ودرول، د ځوان کول لپاره د روزګار، تعليم، او پر مخکې د تګ لارې زر تر زره پېدا کول او دا کار سنجیده اخستل دي"
هغه وایي ،دویم رياست له خپل استعداد زياتول دي او د ايف آي اې په شمول ټولو رياستي ادارو کې اصلاحات راوستل دي.
د پاکستاني رسنيو د رپورټونو ترمخه، په پاکستان کې د ګرانۍ، سياسي عدم استحکام او روزګارونو د نيشتوالي له امله په ګڼ شمېر کې ځوانان بهرنیو هېوادونو ته په تګ مجبوره شوي دي .
په تېرو ورځو کې په پاکستان کې د ګېلپ پاکستان په نوم ترسره شوې يوه سروې یا نظر پوښتنه کې ويل شوي څه ۹۰ فيصده خلک د پاکستانه بهر وتل غواړي .
د مطبوعاتو ترمخه په هيواد پريښودونکو کې لويه شميره د پاکستاني لږکيو هم ده.
د لږکيو د حقونو فعال عامر محمود غوري ډیوه ته وایي "په پاکستان کې مذهبي اقلیتونه د عدم تحفظ ښکار دي، هر ورځ په زور د مذهب د بدلون، ماشوموالي د ودونو او په ځانګړي توګه چې د مذهب د سپکاوى کومې پېښې کېږي هغې مذهبي لږکي د عدم تحفظ ښکار کړي دي او هم دا وجه ده چې غواړي د ملک نه بهر چرته لاړ شي"
دا رپورټ په داسې حال کې جاري شوی چي د ملګرو ملتونو شمېري ښیي چې هر کال دوؤ نه تر دریوؤ زرو پورې خلک په قاچاقي لارو کې لادرکه او يا بيا وژل شي.
اسلام اباد (وي او ای ډیوه) —
1
Forum