لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ وايي نوی حکومت دې د بې درکه کسانو مسله حل کولو دپاره تګلاره جوړه کړي


عدالت د کورنیو چارو سکرټري ته امړ وکړو چې دا معامله دې نوی وفاقي کابينې ته وړاندې کړي. چې د کورنیو چارو سکرټري دې هم د راتلونکې سماعت په مهال خپله عدالت ته حاضر شي. د عدالت وېنا وه چې وفاقي حکومت ته موقع ورکوي چې د بې درکه کسانو د مسلې په اړه دې پالیسي جوړه کړي.
عدالت د کورنیو چارو سکرټري ته امړ وکړو چې دا معامله دې نوی وفاقي کابينې ته وړاندې کړي. چې د کورنیو چارو سکرټري دې هم د راتلونکې سماعت په مهال خپله عدالت ته حاضر شي. د عدالت وېنا وه چې وفاقي حکومت ته موقع ورکوي چې د بې درکه کسانو د مسلې په اړه دې پالیسي جوړه کړي.

د اسلام اباد هاى کورټ مشر جج اطهر من الله په مشرۍ کې د جمعې په ورځ د بې درکه صحافي مدثر نارو او د نورو بې درکه کسانو د بازيابۍ دپاره د مقدمې د اورېدلو په مهال عدالت وویل چې نوي مرکزي حکومت ته موقع ورکوي چې د بې درکه کسانو مسله هوارولو لپاره دې تګلاره جوړه کړي.

د مقدمې د اورونې په مهال جسٹس اطهر من الله وېلي که رياست يو لا درکه تن وه نه مومي نو هم ریاست به جوابده وي.

د عدالت وېنا وه چې د لا درکه تنانو کورنۍ هم د لا درکه تنانو د مقدمو د څېړنيز کمېشن په اړه شکايتونو لري.

عدالت د کورنیو چارو سکرټري ته امړ وکړو چې دا معامله دې نوی وفاقي کابينې ته وړاندې کړي. چې د کورنیو چارو سکرټري دې هم د راتلونکې سماعت په مهال خپله عدالت ته حاضر شي.

د عدالت وېنا وه چې وفاقي حکومت ته موقع ورکوي چې د بې درکه کسانو د مسلې په اړه دې پالیسي جوړه کړي.

په دغه موقع عدالت کې موجود د لا درکه تنانو د حقونو غېر حکومتي تنظيم ډېفنس آف هيومن راېټس مشرې امنه مسعود جنجوعه د عدالت پام د لا درکه تنانو د جاېدادونو د انتقال او وراثت د وېش ستونزې ته وګرځو او ویې وېل چې د لا درکه تنانو کورنیو ته د جاېداد قبضه نه ورکول کېږي.

په دې اړه عدالت د قانون د وزارت څخه ځواب ووغښتلو او امنه مسعود جنجوعه ته ې په دې اړه د خپلو وړانديزونو جمع کولو امر ورکړو.

وروسته د ډيوه سره خبرو کې امنه مسعود جنجوعه وویل د کال 2001 څخه خلک ورک دي او اوس د هغوي کورنۍ د جاېداد د قبضې د مسلې سره مخامخ دي.

نوموړې وویل هغه جينکۍ هم د ستونزې سره مخ دي د چا چې چنغول ورک وي.

هغه وايي عدالت ته یې خواست کړی چې په دې اړه دې يو قانون جوړ کړی شي چې داسې د ورک تن حېثيت معلوم شي.

وايي دا پدې معنا چې ځنې خلک مړه شوي وي او ځېني ژوندي وي او د دې په مېنځومانه کې هم يو حثیت پکار دې چې هغې ته ورک حثیت وېل کېږي.

مسعود جنجوعه وايي که قانون جوړ شى نو بیا د هغې لاندې د ورک تن وارثانو ته به د ورک تن سند ورکړې کېږي او بیا به د هغې په بنياد د کورنۍ دننه د جاېداد وېش کېږي.

د لا درکه تنانو په قضيو کې عدالت ته پېش کېدونکي وکيل کرنل رېټاېرد انعام الرحیم اسلام اباد هاى کورټ ته د لا درکه تنانو د موندنې کمېشن د مارچ 31 نېټې رپورټ په اساس وېلي چې د خلکو په جبر د لا درکه کولو لړۍ لا اوس هم دوام لري او پدغه موده کې 76 نور تنان هم لا درکه شوي دي.

د لا درکه تنانو په مقدمه کې اسلام اباد هاى کورټ ته پېش شوي وکيل او قانون پوه شاه خاور اېډوکېټ ډيوه سره خبرو کې وېلي، عدالت په ډاګه کړې چې د لا درکه تنانو تنانو په اړه د پالیسۍ جوړول د مرکزى حکومت کار دې.

هغه وايي عدالت ته یې وویل چي د يو ېا بل افسر په راغوښتو هېڅ نه کېږي.

شاه خاور وايي عدالت ته یې وویل چي ددې ستونزې د هواري لپاره تر ټولو غوره فورم د قامي امنیت کمېتي ده ځکه چې په دغه کمېټۍ کې ټول لوړپوړي عسکري او سويلېن مشران موجود وي. باید چې دا ستونزه د دغه کمېټۍ په وړاندې کېښودل شي.

په پاکستان کې د بشري، لا درکه بلوچانو او پښتنو د حقونو مبارزين د خلکو په جبر د لا درکې تورونه د هېواد د په امنیتي ادارو لګوى خو پوځ دا تورونه ردوي.

پوځ وايي کېدې شي چې لا درکه تنان د بلوچ بېلتون پاله او نور ترهګرو ډلو په ليکو کې شامل شوي وي، او بیا د امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي وى او ېا افغانستان ته اوښتي وي.

کال 2019 کې د پاکستان پوځ وېلي وو چې هغوي د لا درکه تنانو د مقدمو د څېړلو لپاره د پنډۍ په جي اېچ کيو مرکز کې يوه کمېټي هم جوړه کړې ده.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG