لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سوات په مدین کې قهرجنو خلکو له پنجابه ورغلی سیلانی قرآن ته د سپکاوي په تور وژلی


د پښتونخوا د سوات د سېلګرۍ په سیمه مدین کې قهرجنو خلکو له بهره ورغلی یو تن د اسلام د مقدس کتاب قرآن مجید د سپکاوي په تور وژلی دی.

ځایي پولیس وایي له پنجاب سره تعلق لرونکی یو تن د مدین په یو هوټل کې کمره په کرایه اخستې وه او د پنجشنبې- زیارت په ماښام په بازار کې چا دعوه وکړه چې دغه تن د قرآن بې حرمتي کړې ده.

پولیسو تر اوسه دا نه دي ویلي چې دغه تن مدین ته کله ورغلی وو، عمر یې څومره وو، ذهني حالت یې څه وو او ایا هغه خپله مسلمان وو او که د بل مذهب وو.

پولیس وایي خلکو دغه تن پولیسو ته حواله کړ خو له هغه وروسته په جوماتونو کې اعلانونه وشول او خلکو په بازار کې په ګاډي سپیکر وګرځاوه چې یو تن د قرآن مجید بې حرمتي کړې ده.

وایي له اعلانونو وروسته خلک د تاڼې مخې ته راجمع شول او د مذهب په سپکاوي تورن تن یې له حوالاتو را وایست او اور یې ورته ولګولو، ویې وژلو او بیا یې یې د پولیس تاڼې او ګاډو ته هم اور ورکړ.

د خراسان ډایري په نوم یوه پاکستاني رسنۍ وایي، پولیسو د قهرجنو خلکو د وېشلو لپاره ډزې کړې دي چې وایي پکې لږ تر لږه درې تنه ټپیان شوي هم دي. پولیسو تر اوسه د خلکو د ټپي کېدو خبر نه دی تایید کړی.

وي او اې ډیوه ته په را رسېدلې یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې د پولیس تاڼې په منځ کې په ګاډو اور بل دی او ځینې خلک وایي چې له پولیس تاڼې سره شاوخوا کورونه دي هغوی ته باید زیان ونه رسېږي.

رپوټونه وایي پولیس عسکر د خپل ژوند د ژغورلو لپاره له تاڼې تښتېدلي او د قهرجنو خلکو د مخنیوي لپاره یې نور پولیس را غوښتي دي.

په یوه بله ویډیو کې هم لیدل کیږي چې په لسګونو قهرجن خلک را غونډ دي او تورن تن یې په منځ کې پروت دی د اور لمبې پرې بلې دي او دوی په زوره زوره د "الله اکبر" نعرې وهي.

نور معلومات وروسته...

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG