د پاکستان د پنجاب ایالت د راولپنډۍ یوې ځایي محکمې څلورو کسانو ته په سوشل میډیا د مذهبي کرکو د جرم په ثابتېدو د تېزندۍ سزاګانې اورولې دي.
ډان نیوز د اتوار په ورځ خپل رپورټ کې ویلي چې د تېزندۍ د سزاګانو پرېکړه ایډیشنل سیشن جج محمد طارق ایوب د انټرنیټي جرمونو د مخنیوي د قانون پیکا د ۱۱مې دفعې لاندې اورولې ده.
کومو مجرمانو ته چې دا سزاګانې اورول شوي د هغوي نومونه رانا عثمان، اشفاق علي، سلمان سجاد اؤ واجد علي ښودل شوي خو په رپورټ کې دا نه ده واضحه چې دغو کسانو په کوم ډول د انټرنیټ له لارې مذهبې کرکې خورولې.
عدالت مجرمانو ته د سیکشن ۲۹۵سي لاندې د مرګ ، د سیکشن ۲۹۵ بي لاندې د ۱۰ کالو د بند اؤ د سیکشن ۲۹۲ اې لاندې ، دلسو،لسو لکو روپو د جرمانې سزاګانې اورولې دي
د یادو مجرمانو خلاف دا مقدمه په کال ۲۰۲۲م کې درج شوې وه اؤ جج پخپله پریکړه کې ویلي باید مجرمان تر هغې په داړ ځوړند وساتل شي چې ساه یې نه وي وتلي.
تر دې وړاندې تېر کال په ۱۹م ستمبر هم پاکستان کې یو عدالت په سوشل میډیا د مذهب د سپکاوي د موادو خپرولو په جرم د شګفته کرن په نوم یوې ښځې ته د پیکا قانون لاندې د تېزندۍ سزا اورولې وه.
په پاکستان کې د مذهب سپکاوی یوه حساسه معامله ګڼل کیږي چې په قانون کې یې سزا مرګ ده خو تر اوسه په دې هیواد کې هیچاته هم لا د مذهب د سپکاوي په تورونو د عدالتونو لخوا د تېزندۍ اورول شوې سزا عملي شوې نه ده
Forum