که څه هم د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف اؤ د ددې هېواد مرکزي بېنک د ګرانۍ په کچه کې د کمي دعوې کوي خو عام ملکي وګړي د ګرانۍ په کچه کې د کمي راتلو حکومتي دعوې رد کړې دي.
د جمعې په ورځ اسلام اباد کې د پارليمان د غړو سره ليدنه کې وزير اعظم شهباز شريف ویلي چې په هېواد کې د ګرانۍ کچه په ښکته روانه ده او پاکستان به ډېر زر د مالي ستونزو څخه ځان خلاص کړي.
د پاکستان سټېټ بېنک هم وړمه ورځ د سود په شرحه کې تر دوه فيصدي کمی راوستی او دا کچه یې د 19.5 فيصدي نه 17.5 فیصدي ته ښکته کړې ده.
که څه هم وزیر اعظم شهباز شريف او د مالي چارو ماهرين له دې سره په ګرانۍ کې د لا نور کمي هېلې څرګندوي خو د اسلام اباد په ابپاره بازار کې د تيارو جامو سودا ګر محب الرحمن په ګرانۍ کې د کمي خبره افوا بولي.
وي او اې ډيوه سره خبرو کې محب الرحمان وایي "مخکې سره لوبيا په 330 روپۍ کلو وه او هغه بل پرون یې ماته په 550 وویله هغه هم د هول سېل واله دوکاندار وو".
د یاد دوکاندار د وینا له مخې "دال چنا په 230 او 220 روپۍ کلو وؤ او اوس په 360 روپۍ کلو دي. نو څه ارزان شوي دي. د غريب سړي هم دغه خوراک دی، دال وي او يا ساګ وي د غوښې اخستو خو قابل دي نه. مخکې وړه غوښه به تقریبا په 1300، 1400 روپۍ کلو وه اوس په 2200 روپۍ ده، غټه غوښه به وه په 600 روپۍ کلو اوس په 1200 او 1400 روپۍ کلو ده نو دا اخستی شي غريب سړی؟".
د پاکستان سټېټ بېنک وايي د تېرو دوو مياشتو دوران ګراني په توندۍ سره کمه شوې ده او څه ورځې وړاندې د شمارياتو محکمې لخوا د ګرانۍ په اړه جاري کړي رپورټ کې ويل شوي وو چې په پاکستان کې ګراني درې کاله وروسته سنګل ډیجټ یا یوې هندسې ته تللې ده او سږ کال اګست کې د ګرانې کچه 9.64 فيصد رېکارډ کړی شوې ده.
د اقتصادي چارو ماهرين وايي ګرانې کمه شوې نه ده بلکې ددې د اضافې رفتار په ورو شوی دی.
اقتصادپوه ډاکټر ساجد امين وي او اې ډیوه سره خبرو کې وایي "څنګه چې مونږ وايو چې ګراني 9.6 فيصد ته راښکته شوې ده، ولې عام تن ته ددې فایده نه کېږي، دا ځکه چې د څيزونو نرخونه نن هم سېوا کېږي خو چې تېر کال په يو کال کې دا شل فيصده سېوا کېدل نو اوس هغه د 9 فيصدي رفتار سره زياتېږي".
24 کلن اوېس خان د تېرو دريوؤ کلونو راهيسې په اسلام اباد کې په لاس ګاډي کې اوچه مېوه خرڅوي، وايي دوه نور روڼه یې هم دا کار کوي خو د کور لګښتونه یې نه پوره کېږي.
د اوېس خان په وینا "د بجلۍ بلونه او د کور کرايانې ډېره غټه مسله جوړوي، خوراک څښاک شيان خو به بيا هم په څه چل سړی پوره کړي خو بلونه او کرايه راته هره میاشت لوي مشکل جوړوي".
پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف څخه د نور 7 اربه ډالرو قرض ترلاسه کولو لپاره تړون ته نزدې شوی دی او د مالي چارو ماهرين وايي د آي اېم اېف سره د بلې معاهدې په ترڅ کې به يو ځل بيا د توانايۍ، تېلو او خوراکي توکو بېعې سېوا کېږي او حکومت باید د معاشي ثبات سره د بې وزله خلکو لپاره د ښېګړې پروګرامونه پېل کړي.
Forum