په جنېوا کې دافغانستان د وضعیت په هکله له ترسره شوې غونډې وروسته د ملګرو ملتونو اؤ د نړۍ د یو شمیر هیوادونو استازو پخپله ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په شتون اؤ فعالیتونو اندېښنه ښودلې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي چې لا هم په افغانستان کې ځینې "ترهګرې ډلې" په خوندي توګه ژوند کوي او له دغه ځایه دافغانستان دننه او د باندې ترهګریز بریدونه کوي.
د کاناډا، اروپایي اتحادیې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناروې، کوریا، سویټزرلینډ، ترکیې، بریتانیې او متحده ایالاتو استازو په دې اعلامیه کې د طالبانو له حکومت غوښتنه شوې چې د ترهګرو ډلو په خلاف باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۵۹۳ قراداد اساس مبارزه وشي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یاد قرارداد کې د افغانستان په هکله راغلي چې د افغانستان خاوره باید هیڅکله د بل هیواد په ضد د بریدونو او ګواښونو لپاره ونه کارول شي.
همدا شان قرارداد کې غوښتنه شوې چې افغانستان باید د ترهګرو په پناه ځای یا په روزنې په مرکز بدل نه شي.
په جنېوا کې د افغانستان وضعیت په هکله ترسره شوې غونډه کې وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، نړیوال بانک او اسلامي همکارۍ سازمان استازو هم د ناظرینو په توګه برخه اخیستې وه.
د امریکا په ګډون د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو او نړیوالې ټولنې استازو لخوا د جمعې په ورځ په خپره شوې ګډه اعلامیه کې د افغانستان په طبي تعلیمي ادارو کې د افغان میرمنو او نجونو په زده کړو باندې د طالبانو په بندیز ژوره اندیښنه ښودل شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو دا بندیز به په افغانستان کې د میرمنو او ماشومانو لپاره ناوړه پایلې ولري او زیاته کړې یې ده چې په دې سره به په دې هیواد کې روغتیایي وضعیت چې له مخکې هم کمزوری دی، لا پسې بې ثباته شي.
اعلامیه زیاتوي چې د افغان میرمنو او نجونو پر ضد د طالبانو تقریباً د ۸۰ په شاوخوا کې "ځپونکي او توپیري فرمانونه میرمنې او نجونې د روغتیا، عامه او اقتصادي ژوند څخه برخې کوي. مونږ په سمدستي توګه د دې نه منل کیدونکو پالیسیو او کړنو بدلیدل غواړو".
په ګډه اعلامیه کې یادونه شوې چې په افغانستان کې د اوږدمهاله ثبات لپاره باید "اعتباري او ټول شموله ملي خبرې اترې وشي" تر څو د داسې اساسي قانون او سیاسي نظم پیدا کیدو سوب شي چې ټولو ته پکې برخه ورکړل شوې وي، سیاسي مشران یې حساب ورکوونکي وي او د افغانستان دولت خپل نړیوال مسؤلیتونه پر ځای کړی شي.
د طالبانو حکومت لا په سمدستي توګه دې اعلامیې ته څه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې د مخه چې کله د طالبانو په حکومت د ښځو یا د بشري حقونو د سرغړونو په سر نیوکې شوي نو هغوي دا نیوکې رد کړي اؤ وایي په حکومت کې یې هر چاته د هغوي اسلامي اؤ بشري حقوق ترلاسه دي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک د بیا ترلاسه کولو وروسته په دغه هیواد کې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی او هم یې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د ۲۴ وروسته په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
طالبانو نه یوازې د نجونو او ښځو د زده کړو ته د اجازې د ورکولو په اړه د نړیوالې ټولنې پرله پسې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی، بلکې د ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د امربالمعروف قانون په نافذولو سره په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې خپلو ټولو کړنو ته قانوني بڼه ورکړې او پر ښځو او نجونو باندې یې محدودیتونه لا پراخه کړي دي.
(دې رپورټ کې ځېنې معلومات د وې او اې اشنا نه اخستل شوي)
Forum