لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: داعش او ټي ټي پي تېر کال تر ټولو زیاتې حملې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې کړي


د پاکستان د پوځ ترجمان مېجر جنرل بابر افتخار د شورو، چهارشنبې، په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د ټي ټي پي سره د ډزبندۍ د ختمېدو ورسته د ډلې په ضد عملیات او جګړه دوام لري
د پاکستان د پوځ ترجمان مېجر جنرل بابر افتخار د شورو، چهارشنبې، په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د ټي ټي پي سره د ډزبندۍ د ختمېدو ورسته د ډلې په ضد عملیات او جګړه دوام لري

وسله والو ډلو داعش او تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي تېر کال تر ټولو زیاتې حملې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې کړي دي او په 2021 کې په پاکستان کې د ترهګرۍ په حملو کې په مجموعي توګه 335 کسان وژل شوي دي او تر ټولو زیاتې وژنې په خېبر پښتونخوا کې شوي چې شمېره یې 169 ده. دا خبرې د څېړنې يوې ادارې په خپل رپورټ کې کړي دي.

پاکستان انسټېټیوټ اف پېس سټډیز په خپل کلیز رپورټ کې وویل د 2021 په مهال په پاکستان کې 207 د ترهګرۍ حملې شوي او 335 کسان پکې وژل شوي دي.

اداره وايي په زیاترو حملو کې داعش او ټي ټي پي لاس لرلو.

پاکستاني چارواکي په رسمي ډول په ملک کې د داعش شتون نه مني خو د منځني ختیځ دغې ډلې په ورستي وخت کې په پاکستان کې د یو شمېر حملو ذمه واري منلي ده او په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو وروسته څېړوونکي وایي داعش په افغانستان کې هم حملې زیاتې کړي دي.

پاکستان انسټېټیوټ اف پیس سټډیز د رپورټ ترمخه کال 2021 کې په پاکستان کې د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې او د دې لکبله مرګونه د افغانستان سره تړلې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې لېدل شوي دي.

خېبرپښتونخوا کې تېر کال د ترهګرۍ 111 پېښې رپورټ شوې چې پکې 169 کسان وژل شوې دی.

رپورټ کې ويل شوي چې کال 2020 کې په پاکستان کې ټولې 146 حملې شوې وې چې 220 کسان وژل شوي وو.

رپورټ زياتوي کال 2021 کې د ترهګرۍ د حملو لکبله د هېواد د امنیتي ادارو، پوځ، اېف سى او لېوز په ګډون 177 اهلکار وژل شوې وو.

په کال 2020 کې دا شمېره 126 ريکارډ شوې وه.

د رپورټ تر مخه تېر کال 2021 کې د ځانمرګي بريدونو او د امنیتي ځواکونو ځوابي عملیاتو کې 32 وسله وال وژل شوي دي.

د دفاعي چارو کارپوهه او د پاکستان د پوځ پخوانی افسر ليفټننټ جنرال (ر) طلعت مسعود وي او ای ډيوه ته وايي په پاکستان کې د ترهګرو حملې تېر کال اګست میاشت کې په افغانستان د طالبانو د واکمن کېدو نه پس يو ځل بيا زياتې شوې دي.

هغه وویل کتل به دا وي چې افغان طالبان تر کومه حده د پاکستان سره څېرمه په خپلو سیمو کې حکومتي واکداري پرځاى کوي.

هغه وايي که د افغان طالبانو د پاکستان پولې ته په ورته خپلو سیمو واکدارى کمزورې کېږي او د پاکستاني طالبانو سره خپلې اړیکې نه شلوي او هغوي ته په خپله خاوره پرله پسې ځالې ورکوي نو بیا ګمان کوي چې په پاکستان کې به ترهګر حملې نورې هم ډېرېږي او تاوان به اړوي.

د رپورټ ترمخه په خېبر پښتونخوا کې تر ټولو زیاتې 53 ترهګر حملې د صوبې په قبایلي ضلعو شمالي او جنوبي وزیرستان کې مخې ته راغلي.

رپورټ زياتوي په خېبر پښتونخوا کې شپږ حملې د پوليو د مخنیوي په ټيمونو او د هغوي په حفاظت ګمارل شوو امنیتي اهلکاران باندې شوې دي.

رپورټ وايي په زياتره حملو کې تحریک طالبان پاکستان او د داعش خراسان ډلې ککړ پاتې شوې دي.

تېر کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د اشرف غني د حکومت ختمېدو او د طالبانو د هېواد واک اخستو وروسته په پاکستان کې تره ګر فعالیتونه زيات شوى دى

تېر کال د نومبر د نهم نه تر دسمبر د نهمې نېتې پورې پاکستاني حکومت او طالبانو ترمنځ ډزبندي اعلان شوې وه چې وه نه غځول شوه.

د پاکستان د پوځ ترجمان مېجر جنرل بابر افتخار د شورو، چهارشنبې، په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د ټي ټي پي سره د ډزبندۍ د ختمېدو ورسته د ډلې په ضد عملیات او جګړه دوام لري.

نوموړي زياته کړه، ترهګرې ډلې داعش، ټي ټي پي او نورې چې د پولې پورې غاړې پټې وې، او نړيوال ځواکونه د افغانستان نه ووتل، نو دغه ډلې فعاله شوې دي.

په سیمه کې د طالبانو او د ترهګرۍ پر چارو نظر لرونکي خبريال رفعت اورکزې ډيوه ته وايي يو ځل بيا د پاکستاني طالبانو په بریدونو کې سېوا والې ليدل کېږي او تېره مياشت د ډز بندې د ختمېدو وروسته حملې يو په دوه سېوا شوې دي.

هغه وايي د طالبانو د بریدونو ښکاره مقصد د پاکستان حکومت خبرو نه کېښنول او په هغوي خپلې غوښتنې منل دي. هغه وايي د طالبانو په بریدونو کې کله اضافه او کله کمې راتلل ښيي چې هغوي د پاکستان په حکومت فشار اچوى.

تېره میاشت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد وېلي وو چې د پاکستان حکومت اوس مهال د تحريک طالبان پاکستان سره کومې نېغې رابطې نه لري خو وېل ې البته بالواسطه رابطې پرځاې دي.

د څېړنيز ادارې رپورټ وايي بلوچستان صوبه په دوېم نمبر تر ټولو زیاته ځپل شوې ده او تېر کال په بلوچستان کې د ترهګرۍ په 81 حملو کې 136 کسان وژل شوي او د دې حملو پړه مذهبي وسله والو او بلوچ بېلتون پاله ډلو په غاړه اخیستې.

د رپورټ په اخر کې ويل شوي چې په پنجاب کې د ترهګرۍ په پېنځو حملو کې 14 کسان وژل شوي او هم دا راز په سند صوبه کې د ترهګرۍ په شپږو حملو کې 13 کسان وژل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

 په پېښور مېشت د مسیحي مذهب منونکو د کرسمس دستوره ولمانځله
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG