لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل د څلورو یرغمل ښځینه پوځیانو په بدل کې 200 فلسطیني بندیان خوشي کړي


اسرایل خوشي‌کړي فلسطیني بندیان.
اسرایل خوشي‌کړي فلسطیني بندیان.

په غزې کې د اوربند د شوي تړون په اساس د فلسطین د وسله والې ډلې حماس لخوا د څلورو یرغمالي اسرایلي ښځينه پوځيانو د پرېښودلو په بدل کې اسرایل هم د خالي په ورځ 200 فلسطینیان له بنده ازاد کړي دي.

د فلسطیني بندیانو تر خوشې کېدو وړاندې پرون د خالي په ورځ وسله والې ډلې حماس د اسرایل یرغمالې څلور ښځینه پوځيانې د غزې په فلسطین چوک کې د سره صلیب چارواکو ته سپارلې شوې وې.

د حماس په وینا، دغه څلور اسرایلي ښځینه پوځيانې چې 20 کلنه کارینه اریف، 20 کلنه دانییل جلبوع، 20 کلنه نعما لیفي او 19 کلنه لیري الباج نومیږي،د 2023م کال د اکتوبر په اوومه د حماس د برید په وخت د اسرایل په جنوب کې له نهال اوز اډې تښتول شوې وې.

د اسرایلي ښځينه پوځيانو د خوشې کولو په بدل کې وروسته اسرایل هم 200فلسطیني بندیان له بنده ازاد کړي دي .

الجزیره ټي وي پخپل رپورټ کې ویلي د اسرایلي زندانونو څخه چې کوم فلسطینيان خوشې کړل شوي په هغې 121 فلسطینیانو ته د عمري بند او 79 نورو ته د اوږدې مودې د بند سزاګانې اورول شوې وې.

د حماس د بیان له مخې په خوشې شوؤ 200فلسطیني بندیانو کې د فلسطیني وسله والې ډلې اسلامک جهاد اؤ د پاپولر فرنټ فار لبریشن اف فلسطین غړي شامل دي.

د اسرایل اؤ حماس تر منځ د اوربند په وړومبي پړاؤ کې د یرغمالیانو اؤ قیدیانو د خوشې کیدو دا دویم پړاؤ دی.

حماس تېره اونۍ هم 3 یرغمال اسرایلي ښځې د 90 فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې کړې وې.

د حماس په وینا، د اسرایلي زندانونو څخه په لومړي ځل خوشې شوو کسانو کې 69 ښځې او 21 ماشومان شامل وو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اسرایل ویلي چې د هغو فلسطینیانو په ډله کې چې د دوی له زندانونو خوشې شوي دي، هغه کسان چې د اسرایلیانو په وژنه کې یې لاس درلود، خپلو کورونو ته د تګ اجازه نه لري.

فلسطیني چارواکي وايي چې شاوخوا 70 کسان به مصر ته ولېږدول شي اؤ له هغه ځایه کېدای شي چې ترکیې، قطر یا الجزایر ته لاړ شي.

د مصر رسنیو تصدیق کړی چې 70 فلسطینیان مصر ته رسېدلي دي.

د اسرایلي زندانونو څخه خوشې شوي 16 فلسطینیان غزې ته، او پاتې نور د لویدیځې غاړې اشغال شوې سیمې ته انتقال شوي دي. په رمله کې د خلکو یوه لویه ډله د هغوی هرکلي ته ولاړه وه.

د شنبې په ورځ د خوشې شویو څلورو اسراییلي ښځینه پوځيانو ترڅنګ تمه وه چې 29 کلن ملکي کس اربل یهود به هم خوشې شي. خو حماس یوازې ښځینه یرغمالیانې خوشې کړي دي.

د اسرایلي پوځ ویاند ویلي چې د ملکي کس نه خوشې کول د شوي تړون سرغړونه ده خو په دې اړه د حماس ویاند ویلي چې دا یوازې تخنیکي ستونزه ده.

د حماس یوه چارواکي ویلي چې تنظیم منځګړو ته خبر ورکړی چې اربل یهود ژوندی دی او راتلونکې اونۍ به خوشې کړل شي.

د اسرایل وزیراعظم بینجمن نیتن یاهو ویلي چې تر هغه پورې به فلسطینیانو ته د شمالي غزې سیمې ته د تګ اجازه ورنه کړل شي ترڅو دا موضوع حل شي.

د 15 میاشتې جګړې پر مهال د شمالي غزې له برخو څخه میلیونونه خلک بې‌ځایه شوي وو، او دوی هیله لرله چې د یکشنبې د ورځې راهیسې به خپلو سیمو ته ستانه شي.

د فلسطیني چارواکو په وینا، د غزې د جګړې لپاره د اوربند تړون منځګړي د دې موضوع د حل لپاره کار کوي.

د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه د اکتوبر په 7مه، 2023 کال کې هغه مهال پیل شوه کله چې د حماس وسله‌والو، چې د امریکا او ځینو اروپایي هېوادونو له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده، په سویلي اسرایل برید وکړ.

د اسرایلي چارواکو په وینا، په دې برید کې 1,200 کسان وژل شوي او 250 نور یرغمال نیول شوي وو.

اسراییل باور لري چې په غزه کې له پاتې 90 یرغمالیانو څخه په دریوؤ کې یوه برخه کسان وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت وایي د حماس د برید ځواب کې چې اسرایل اسرایلي ځواکونو کومې کارروایۍ کړي په هغې کې تر دې دمه له 47,000 څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

(دا رپورټ د "ایسوسي اېټېډ پرېس" او "رویټرز" خبري ادارو له معلوماتو اخیستل شوی)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG