د اسرایل پوځ د نهې- سه شنبې په ورځ ویلي چې د حزب الله یو جګپوړی کمانډر یې وژلی چې د ایران نه یې په لبنان کې میشتې وسله والې ډلې ته د وسلو په لیږلو کې لاس لرلو.
د اسرایل دفاع ځواکونو ویلي چې د ګل-دوشنبې په ورځ په بیروت کې په یوه هوایي برید کې یې سهیل حسیني وژلی دی. دوی ویلي چې سهیل حسیني د حزب الله دپاره د رسد او انتظام چارو د څارنې په برخه کې کار کولو.
دا برید لس ورځې وروسته د هغه شوی چې اسرایل په یوه برید کې د حزب الله مشر حسن نصرالله ووژلو. اسرایل وایي هدف یې د اسرییل او لبنان ترمنځ سرحد نه د حزب الله ګواښ لرې کول دی.
اسرایل د ګل- دوشنبې په ورځ په غزه کې د حماس پر مرکزونو او په لبنان کې د حزب الله د جنګیالیو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي په داسې حال کې چې د حماس لخوا د اسرایل په جنوب کې د جګړې د پېلېدو یو کال پوره شو او اوس د ټولې سیمې ته خوریدو خطر یې پیدا شوی دی.
په غزه کې د اسرایل پوځ د ګل – دوشنبې په ورځ د حماس د راکټونو ویشتلو ځایونه په نخښه کړي.
حماس د ګل- دوشنبې په ورځ وویل چې دوی د اسرایل دویم لوی ښار تل ابیب ته نږدې سیمو او د اسرایل په جنوب کې څو سرحدي سیمو باندې راکټونه ورویشتي دي.
په اسرایل کې د غزې نه د ویشتل شوو راکټونو له کبله په تل ابیب او مرکزي اسرایل کې د هوایی بریدونو سایرن غږول شوي.
د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې وروسته حزب الله د اسرایل په پوله سوله ماته کړه او ويې وېل د حماس سره په یووالي کې ګامونه پورته کوي.
د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.
حماس شاوخوا 250 یرغمل هم نیولي وو چې نزدې 100 اوس هم بندیان دي. په یرغمل شوو کې نزدې دریمه برخه وژل شوي دي.
د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د صحت وزارت د معلوماتو له مخې د اسرایل په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې شاوخوا 42 زره فلسطینیان وژل شوي او تر 97 زرو زیات زخمیان شوي دي. دغه وزارت د وسله والو او ملکي وګړو ترمنځ فرق نه کوي خو ویلي یې دي چې یوازې نیمايي یې ښځې او ماشومان دي.
د اسرایل دفاعي ځواکونو (آی ډي ایف) د ګل – دوشنبې په ورځ ویلی د تېر کال د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه او اوس لبنان کې 728 پوځیان وژل شوي دي، او تر 4,500 زیات زخمیان شوي دي.
امریکې ، برتانیې، او یورپين یونین حماس او حزب الله دواړه ډلې ترهګر تنظیمونه ګرځولي دي.
Forum