لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په وېسټ بېنک کې په یهودي ابادکارانو الزام لګول شوی چې یو جومات ته يې اور اچولی


په دیوال لیکل شویو پېغامونو کې عربان مرده باد د یهودیان د مذهبي کتاب نه دا خبره لیکل شوي چې نېک خلک د انتقام په لیدلو به خوشحالېږي
په دیوال لیکل شویو پېغامونو کې عربان مرده باد د یهودیان د مذهبي کتاب نه دا خبره لیکل شوي چې نېک خلک د انتقام په لیدلو به خوشحالېږي

د مقبوضه وېسټ بېنک د مردا کلي فلسطيني اوسېدونکو د جمعې په ورځ وویل یهودي ابادکارانو یو جومات ته اور اچولی، ودانۍ ته يې نقصان رسوولی او په ديوالونو يې د سپکاوي خبرې او ګواښونه لیکلي دي.

د سېکیورټي کېمرې په وډیو کې لیدل کېږي چې یو تن چې مخ يې پټ دی د مسجد په دیوالونو په سپری رنګ کوي. لږ تږ لږه دوه نور کسان بیا دغه تن سره شامل شي، یو سره وسله وي او د اوبو د جګ په شان شی دی او ودانۍ ته ور ننوځي.

په دیوال لیکل شویو پېغامونو کې عربان مرده باد د یهودیان د مذهبي کتاب نه دا خبره لیکل شوي چې نېک خلک د انتقام په لیدلو به خوشحالېږي.

د مردا کلي د کاونسل مشر نصفت الخشفه د جمعې په ورځ په یو وډیو پېغام کې وويل په جومات په منظمه ډول د ترهګرۍ حمله شوې ده. هغه یو شمېر ابادکارانو جومات ته اور ورته کړو او په پراخه کچه د حملې کوښښ يې وکړو. هغه زیاته کړه د ابادکارانو د ډلو حملې دوام لري او په منظمه ډول کېږي.

اسرایلي پولیس او شېن بېت نومې امنیتي ادارې په مشترکه بیان کې وویل په جومات د حملې پېښې ته په انتهايي سنجیده نظر کتنه کوي په دې کې ککړ کسان به د انصاف سره مخامخ کوي.

په عېن حال کې د اسرایل ډېفېسن فورسز ايي ډي اېف په اېکس شریک کړی شوي بیان کې وویل د اسرایل جنګي جهازونو د استخباراتي ادارې او د سمندري پوځ په هدایاتو تېره شپه د یمن په مغربي ساحل او د هېواد دننه د هوثي وسله والو په هدفونو حملې وکړې.

اسرایلي پوځ په خپل بیان کې وویل د خشاک او د تېلو ټېنکۍ، دوه بجلي ګرونه او اته کښتۍ وويشتلې. د بیان ترمخه د حملو مقصد د هوثیانو عسکري صلاحیت ته نقصان رسوول وو.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

ايي ډي اېف وویل د ایران حمایت یافته هوثي وسله والو په اسرایل د ډرون او د مزایلو حملې کړي دي.

د جمعې په ورځ سویدن اعلان وکړو چې فلسطیني کډوالو سره د ملګرو ملتونو د امداد ادارې یو اېن ار ډبلیو ای سره مالي مرسته ختموي. نړیوال امداد دپاره د سويډېش ادارې مشر بېنجمن ډواسا دا اعلان په ټېلې وېژن وکړو او ويې وېل سویډن یو اېن ار ډبلیو ای سره امداد د ختمولو فېصله خکه کړې چې اسرایل په ادارې په غزه کې په کار د بندیز قانون منظور کړی دی.

اسرایل د ډېر وخت راهسې دعوه کوي چې ترهګر د یو اېن ار ډبلیو ای په شا فعالیتونه کوي. سويډن وویل د نورو ادارو په زریعه به اینده کال غزه کې مرستې زیاتوي.

د یو اېن ار ډبلیو ای مشر فلېپ لېزاریني د جمعې په ورځ په یو بیان کې د سويډن فېصله مایوسه کوونکي ووبلله او ويې وېل دا د فلسطینیان دپاره په خراب وخت کې شوې ده. یو اېن ار ډبلیو وویل د سویډن اقدام به په غزه کې د فلسطینانو مشکلات دوچنده زیات کړي.

لېزاریني امید څرګند کړو چې سویډن به په خپله فېصله نظرثاني وکړي.

د امدادي ادارو چارواکي او د انساني حقونو فعالان وايي جنګ دلاسه د غزه اوسېدونکي په سختو مشکلاتو کې مبتلا او د بنیادي سهولتونو نه محرومه دي.

د اسرایل او د حماس جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د جنګ نه شروع شوی دی. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر د ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو چې ځینې راخلاص کړی شوي هم دي خو ځینې لا د حماس په ولکه کې دي.

د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی. د غزه د صحت چارواکي وايي جنګ دلاسه د ۴۵۰۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره يې ښځې او ماشومان دي. اسرایل وايي په غزه کې په زرګونو وسله وال هم وژل شوي دي.

امریکې، برطانيي، یورپین یونین او ځینو نورو ملکونو حماس او حزب الله ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG