د پاکستان د ناکراره صوبې په خضدار سیمه کې په لویې سړک بمي چاودنه شوې چې پکې یو تن وژل شوی اؤ اووه نور ژوبل شوي دي.
پاکستاني رسنۍ وایي دا چاودنه د اتوار په ورځ د خضدار په قامي سړک د کهوړي په مقام شوې ده.
د لیویز چارواکو له مخې چاودیدونکي توکي د سړک پغاړه ولاړ یو موټر کې ځای پځای کړل شوي وؤ اؤ کله چې یو بس ددغه موټر مخې ته تېر شو نو یوه زورداره چاودنه وشوه.
د پېښې سره سم امنیتي ځواکونه اؤ مرستندویه فعالین د چاودنې ځای ته رسېدلي اؤ مړي اؤ ژوبل شوي کسان یې د خضدار روغتون ته رسولي دي.
د روغتون سرچینو تایید کړې ده چې په چاودنه کې یو تن وژل شوی اؤ اووه ژوبل شوي دي.
په سمدستي توګه ددې پېښې پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې په نزدې وختونو کې په بلوچستان کې څومره بمي چاودنې یا د مسافرو په ګاډو بریدونه شوي نو هغې کې د زیاترو ذمه واري بیلتون پاله بلوڅ وسله والې ډلې بلوچ لبریشن ارمي پغاړه اخستې ده.
په بلوچستان کې له تېرو دوو لسیزو راهیسې ازادي غوښتونکي بلوڅ وسلوال تنظیمونه فعاله دي چې په وروستیو میاشتو کې یې خپل بریدونه زیات کړي دي.
دوی نه یواځې پر پاکستاني امنیتي ادارو بلکې د ګوادر په ګډون په صوبه کې د ټولو پرمختیایي منصوبو پر کارکوونکو بریدونه کوي
په اتمه جنورۍ د بلوچستان صوبې د خضدار ښار سره نزدې په زهري بازار کلي کې وسله والو په ډله ییز بريد کې د ليویز یوه تاڼه، د نادرا دفتر او یو غېر حکومتي بېنک سوځولي وو.
لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي، بي اېل اې په ټولنيزو رسنيو د حملې ذمه واري منلې وه.
تر دغو پېښو وړاندې د روانې میاشتې په پیل کې هم په تربت کې په یوه بس کې چاودنه شوې وه چې څلور کسان پکې وژل شوي اؤ 32 نور ژوبل شوي وؤ.
څيړونکي وايي، په بلوچستان صوبه کې په وروستيو کې د وسله والو بېلتون غوښتونکو ډلو د چټک شوؤ بریدونو څخه معلوميږي چې دوی خپل قوت او توان سېوا کړی دی.
د بلوچستان بلوڅ بېلتون غوښتنونکي د پاکستان په مرکزي او صوبايي حکومتونو تور لګوي چې په صوبه کې یې په قدرتي وسايلو کې د ځايي خلکو حق تروړلی دی.
اسلام اباد دغه تورونه ردوي او وايي صوبه کې په غټه کچه پرمختيايي پروژې روانې دي چې پکې د چين په پيسو د سي پېک پروژه هم شامله ده.
Forum