لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت ویلي د کرونا وېکسین دپاره یې موبایل یا ګرځندویه مرکزونه جوړ کړي


د صوبې د صحت وزير تېمور سليم جهګړه په شپږمه می د ويکسينو موبائل ګاډو د پرانېستې په مهال ويلي وو د شپاړسو موبایل ګاډو راتلو سره به د ورځې ديرش زورو نه زيات ويکسن خلکو ته لګول کيږي
د صوبې د صحت وزير تېمور سليم جهګړه په شپږمه می د ويکسينو موبائل ګاډو د پرانېستې په مهال ويلي وو د شپاړسو موبایل ګاډو راتلو سره به د ورځې ديرش زورو نه زيات ويکسن خلکو ته لګول کيږي

د خېبر پښتونخوا حکومت ويلي خلکو ته د کرونا وایرس په ضد د وېکسین ورکولو دپاره یې په صوبه کې موبايل يا ګرځينده وېکسين سېنټرو تابعه کړې ده.

د چارواکو په وېنا دغه ګاډي یا ګرځندویه مرکزونه به په لري پرتو علاقو کې ګرځي او خلکو ته به دکرونا وېکسين انجېکشن یا ستن لګوي۔

د صوبې د صحت وزير تېمور سليم جهګړه په شپږمه می د ويکسينو موبائل ګاډو د پرانېستې په مهال ويلي وو د شپاړسو موبایل ګاډو راتلو سره به د ورځې ديرش زورو نه زيات ويکسن خلکو ته لګول کيږي۔

دغه ډول یو موبایل وېکسین ورکونکی موټر د پېښور سفيد سنګ کليوالې علاقې ته ورغلی و.

په دغه سیمه کې د زيات عمر ښځو او سړو وېنا وه چې د صحت په کومو مرکزونو کې چې ويکسين لګول کيږي هغه د دوی نه ډېر لرې دي او هلته ورتلو د پاره به یې د کرايي پېسې او اضافي وخت خرچ کيدو خو د موبایل وېکسین مرکز دلارې په کلي کې یې دغه اسانتيا ترلاسه شوه۔

د سفېد سنګ کلي اوسيدونکي مشرف خان وویل د موبايل ګاډو نظام ډير ګټور دی ځکه چې ځیني خلک نه شي کولی چې د وېکسین دپاره د کلیوالو سيمو نه لرې پرتو صحت مرکزونو ته په تلو اضافي پېسې او وخت ولګوي.

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې چارواکي وايي په نهمه می يي ټوله صوبه کې قریباً اوولس زره تنانو ته د کرونا ضد وېکسين ورکړي دي چې پکې د صحت محکمې کارکونکې او د زيات عمر تنان شامل دي۔

د وېکسین ګرځندویه شپاړسو ګاډو کې تراوسه درې په پېښور کې فعاله کړی شوي خو نورو لا خپل کار نه دې پېل کړې۔

د سفېد سنګ مرکز کې د صحت محکمې کارکونکي اعتبار ګل وویل هغه سيمو ته زيات ورځي چې لرې پرتې دي او د ويکسينو په اړه د بې بنياده افواه ګانو ښکار دي۔

د صحت محکمې پل کارکونکی ارشد صديق وایي چې یو کلي ته ورشي نوهلته اعلانونه وکړي او خلک د وېکسينو په اړه خبروي.

د صحت چارو کارپوهان وايي پاکستان کې د کرونا دريمه څپه د تيرو دوو څپو په مقابل کې په تندۍ خوريدونکې او مرګونې ده او د دې مخنوي لار اختياطي تدابير خپلول او د کرونا ضد وېکسين لګول دي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG