لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یو اېن اېچ سي ار د سکولونو استاذان د خپلو همکارانو د بحالۍ غوښتنه کوي 


 د يو اين ايچ سي ار د شمېرو ترمخه په پاکستان کې قریباً يو نيم ميلين رجسټرډ افغان کډوال دي چې د ملک په بېلابېلو برخو کې اوسېږي خو کډوال وايي د غربت او تعليم سم نظام د نېشتوالي له وجې اکثر له ماشومان د تعليم نه بې برخې پاتې کيږي چې بيا په کم عمرۍ کې محنت مزدوري کوي
 د يو اين ايچ سي ار د شمېرو ترمخه په پاکستان کې قریباً يو نيم ميلين رجسټرډ افغان کډوال دي چې د ملک په بېلابېلو برخو کې اوسېږي خو کډوال وايي د غربت او تعليم سم نظام د نېشتوالي له وجې اکثر له ماشومان د تعليم نه بې برخې پاتې کيږي چې بيا په کم عمرۍ کې محنت مزدوري کوي

په خېبر پښتونخوا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن ايچ سي ار د انتظام لاندې د سکولونو استاذانو غوښتنه کړي چې د نوکریو نه د دوی وېستل شویو همکاران دې حال کړل شي او يا دې ورته يواېن ايچ سي ار د پاکستان قانون سره سم مراعات ورکړل شي.

د یو اېن اېچ سي ار د سکولونو استاذانو وېنا ده د دندو څخه لېرې کړی شوو استاذانو د کډوالو کېمپونو په سکولونو کې د ديرشو کالو نه زيات وخت پورې وظيفې ترسره کړي دي۔

د يو اين ايچ سي چارواکي وايي يو اين ايچ سي د ويستل شويو استاذانو عمرونه د سپيتو کالو نه زيات دي او د يو اين سي ار پاليسۍ کې پېنشن نېشته۔

په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو په کېمپونو کې د سکولونو استاذان په پېښور د د کډوالو نړېوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار دفتر مخې ته په احتجاج ناست دي۔

دوي وايي د يواين ايچ سي ار د سورې لاندې چليدونکې سکولونو کې د اتناؤ نه زيات استاذان د نوکرو نه لړې کړل شوي دي چې په کلونو کې دغه سکولونو کې د افغان کډوالو ته زدکړې ورکړي او اوس بغېر د څه اضافي مراعاتو ورکولو د نوکرو نه لرې کړل شوي دي۔

د صوابۍ د افغانانو د کېمپ د سکول استاذ حفيظ الله وايي يو اېن ايچ سي د نوي پاليسۍ لاندې د لسم جماعت پورې زدکړې کونکې او د شپېتو کالو نه زيات عمر استاذان بغېر د اضافي مراعاتو ويستل شوي خو هم دغسې استاذانو د پاره بيا بلوچستان کې بدله تګ لاره خپله کړل شوې ده۔

حفيظ الله وویل "په بلوچستان کې د لسم جماعت پاس استاذانو د پاره د علامه اقبال پوهنتون نه د ډيګرۍ ترلاسه کولو بندوبست شوی دی او ورسره د کار موده هم زياته کړل شوې."

د احتجاج کونکو په وېنا د افغان کډوالو په کېمپونو کې قریباً يو سل څلور سکولونه دي د ۶۰۰ نه زيات استاذان او قریباً ۵۵۰۰۰ زدکونکي دي خو د احتجاج د وجې د زدکونکو د زدکړو په لړۍ بد اغېز پريوزي۔ د نوکرۍ نه ويستل شوي استاذانو سره په يوالې کې دوي هم احتجاجاً د تېرو دريو مياشتو تنخواګانې نه دی اخېستې۔

د ايبټ اباد کېمپ په يو سکول کې استاذ وايي دغه استاذان درې مياشتې وړاندې د سکولونو نه لېرې کړل شوي دي او ورسره د دوي هم تنخواګانې نه اخلې چې له وجې کورنۍ د سختو مالي مشکلاتو سره مخامخ دي۔ "دلته احتجاج ته زما استاذان هم راغلي زه هم اوس استاذ يم غواړو چې غوښتنې مو منل شي"

د يو اين ايچ سي ار وياند قيصر افريدي وایي په خېبر پښتونخوا کې ۴۳ داسې د افغان کډوالو کلي دي چې دوی پکې سکلونه جوړ کړي دي او هغه استاذانو ويستل شوي د کومو کنټريکټ موده چې ختمه شوې ده او د پېنشن د پاره د يو اېن ايچ سي کومه پاليسي نشته خو دوی کوشش کوي چې د ويستل شوي استاذانو کنټرېکټ موده څو مياشتې نوره هم زياته کړې۔

د يو اين ايچ سي ار د شمېرو ترمخه په پاکستان کې قریباً يو نيم ميلين رجسټرډ افغان کډوال دي چې د ملک په بېلابېلو برخو کې اوسېږي خو کډوال وايي د غربت او تعليم سم نظام د نېشتوالي له وجې اکثر له ماشومان د تعليم نه بې برخې پاتې کيږي چې بيا په کم عمرۍ کې محنت مزدوري کوي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG