لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کم لګښت اؤ غوره تعلیمي معیار له امله د پښتونخوا سرکاري سکولونو کې د ماشومانو داخلولو رجحان سیوا شوی


 د کال ۲۰۲۰ په دې تصویر کې د پېښور یه یو سکول کې ماشومانو د کرونا وایرس ضد ماسکونه لګولي دي. وېل کېږي چې د خېبرپښتونخوا په سرکاري سکولونو کې سهولتونه بهتر شوي دي
د کال ۲۰۲۰ په دې تصویر کې د پېښور یه یو سکول کې ماشومانو د کرونا وایرس ضد ماسکونه لګولي دي. وېل کېږي چې د خېبرپښتونخوا په سرکاري سکولونو کې سهولتونه بهتر شوي دي

تعلیم د هر ماشوم بنیادی حق دی، خو اوس هم د غربت او نورو ستونزو له وجې خیبر پښتونخوا کې په زرګونو ماشومان د سکولونو نه بهر دی.

د تعلیم عام کولو لپاره هر کال حکومت د داخلې مهم چلوي چې خلک سرکاري سکولونو کې خپل ماشومان داخل کړي اؤ د خیبر پښتونخوا د تعلیم محکمې سرکاری سکولونو کې هم د داسې ماشومانو د داخلې د یو مهم پرانسته نن د ګل یا دوشنبې په ورځ کړې ده.

د پيښور ښار اوسیدونکي سلیم خالد نن د نانک پورې یو سرکاری سکول ته خپله لور داخلولو لپاره ور وستې وه اؤ د نورو زرګونو میندو اؤ پلرونو په څېر دا پلار هم غواړي چې ماشومه یې ښه تعلیم وکړي.

سلیم خالد د خپلې ماشومې د روښانه سباوؤن لپاره د یو سرکاری سکول انتخاب کړی دی اؤ هغه ډیوه ته وایي داسې یې ځکه کړي چې نن سبا سرکاري سکولونو ته انتهایي قابل استاذان راغلي دي.

د سلیم خالد په وینا"په این ټی ایس باندې څوک ایم ایس دی، څوک څه دی چونکې مونږ پخپله هم ګورنمنټ سکولونو کې سبق ویلی دی او زمونږ روڼه هم کامیاب ژوند کوي، په دې مونږ غواړو چې زمونږ بچي هم سرکاري سکول کې دا خل شي او مخکې لاړ شي"

په سرکاري سکولونو کې د اسانتیاؤ په اړه هغه وایي"اوس هیڅ قسمه کمی نشته، په سرکاری سکولونو کې هر څه پوره دي، فرنیچر، سټاف، د بجلۍ سهولیات وغیره سولر سسټم. په دې وجه مونږ وایو چې زمونږ بچې دي په سرکاری سکول کې سبق ووایي."

د پیښور یو بل اوسیدونکی ذوالفقار احمد هم خپل ماشومان سرکاری سکول ته داخلې لپاره راوستي چې د شخصي سکول فیس او لګښتونه یې له وسه بهر دي.

ذوالفقار احمد وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي "د دې دپاره چې دوي ښه سبق هم ووایي اوًخرچه هم بچ شی. نن سبا خرچې ډیرې زیاتې دي. فیسونه نه شو ورکولی. داخلې نه شو کولی،هلته پرائیویټ سکول ته چې له لاړ شوداخلې زیاتې دي. پینځه،پینځه زره اؤ شل،شل زره روپۍ داخله غواړي، دلته د خدایې مهربانی ده فیسونه هم نشته داخلې هم کمې دي، دووه سوه روپې داخله اخلي او ماشوم داخل شي."

د پیښور ضلعې د تعلیم محکمې چارواکې صوفیه تبسم هم دعوه کوي چې سرکاري سکولونو کې د تعلیم سهولیات ډیر ښه شوي او اوس صرف ضرورت د دې خبرې دی چې مور اؤ پلار باید خپل ماشومان دې سکولونو کې داخل کړي او له تعلیم یې محروم نه کړي او د دې کال د داخلې د مهم په دویم ځل د پیل کولو مقصد هم دا دی.

صوفیه تبسم وایي"اپریل کې یو ډرائیو چلیدلی هغې کې زمونږه ۱۱ لکه اؤ ۹۰زره ماشومان داخل شوي دي او دویم پړاؤ مونږ دا شورو کړی او ټارګټ زمونږه ۱۵ لکه دی نو مونږًوایو چې دا ماشومان دې پړاؤ کې شامل شي او دسکولونو نه بهر ماشومان سکولونو ته راولو ځکه چې د ملک د ترقۍ راز په تعلیم کې دی."

د تعلیم محکمې شمیرې ښیي چې پښتونخوا صوبه کې څلور نیمو لکو نه زیات د پینځوؤ کالو نه نیولي تر ۱۶ کالو د عمر ماشومان اوس هم د تعلیم د حق نه محروم دی .

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسیف هم ویلي چې پاکستان کې ۲۰ لکه اؤ ۲۸ زره ماشومان د سکولونه نه بهر دي او نړۍ کې پاکستان داسې ملکونو کې په دویمه درجه دی چرته چې په یو غټ شمیر کې ماشومان د تعلیم نه محروم دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG