د سیمې نه ترلاسه شوي اطلاعات وایي د خېبر پښتونخوا ناکراره قبایلي ضلعه کورمه کې په جوړه شوې لویه جرګه کې د سړکونو اؤ لارو په پرانستلو د فریقینو تر منځ اختلافات همغه شان پځای دي.
د جرګې نه باخبره سرچینو وي او اې ډیوه ته د اتوار په ورځ ویلي ،په کورمه کې د دایمي امن د ټينګښت، د وسلو څخه ددغه سیمې د پاکولو،د فریقینو د مورچو رانړولو اؤ د مرکزي سړک په ګډون د ټولو لارو د پرانستلو اؤ خوندي کولو په غرض په کوهات کې د حکومت په تابیا لویه جرګه د څو ورځو له دمې وروسته دخالي په ورځ بیا شوې ده.
رپورټ وایي چې د اپیکس کمیټې د پرېکړې له مخې د 14ؤ څخه په 12 نکتو فیصله شوې ده خو د وسلو حکومت ته په سپارلو، د سړکونو اؤ لارو په پرانستلو د خالي یا د شنبې د ورځې تر ماښامه اختلافات هم هغه شان پځای وؤ.
د سرچینو په وینا د سنیانو یا اهلسنت شپږ قبیلې دریځ لري چې اپیکس کمیټه کې پرېکړه شوې ده چې تر ټولو وړاندې باید له فریقینو وسلې راټولې کړل شي اؤ له هغې وروسته دې ټولې مورچې ونړول شي اؤ بندې لارې اؤ سړکونه دې پرانستل شي چې ددغه پرېکړې له مخې هغوي په تړون لاسلیک ته تیار دي.
له جرګې د باخبره سرچینو وینا ده چې د شیعه ګانو طوري قبایلي وایي تر ټولو مخکې دې لارې پرانستل شي اؤ له هغې وروسته دې پړاؤ په پړاؤ د مورچو ړنګولو اؤ وسلو راټولولو عمل پېل کړل شي.
د سرچینو د وینا له مخې،د اهلسنت شپږ قبیلې د طوري قبیلې دغه موقف سره اتفاق نه لري.
د سیمې نه ترلاسه شوي اطلاعات وایي چې طوري قبیلې د خپل دریځ له مخې په تړون لاسلیک کړی دی خو د اهلسنت د شپږو قبیلو مشران پخپل دریځ ولاړ دي اؤ په تړون یې د لاسلیک کولو څخه انګار کړی دی.
لویه جرګه د اختلافونو ختمولو لپاره کوټلې هڅې کوي.
اوړمه ورځ د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار بېرسټر سېف ويلي جرګه کې په زیاتو نکتو اتفاق شوی اؤ په کومو نکتو چې اختلافات دي هغه به هم په ورځ دوه کې هوارې شي، نن يا سبا پورې د جرګې د پرېکړې امکان دی يوې فيصلې ته به ورسيږي.
د جرګې يو درېمګړي مشر غړي عزت ګل د وي او اې ډیوه خبریال فرید شينواري ته د خالي په ورځ ویلي وؤ ، پرون جرګه په نورو خبرو سلا شوې، خو د شيعه کانو لخوا د وسلې نه اېښودو او مورچو نه خالي کولو په سر خبره نښتې بيا دوی د شپې کورمې ته ورغلي او په دغه خبره هم سلا راغلې ده.
هغه ويلي، امکان دی چې نن مشران راټول شي او پرېکړه وشي. د لارې د پرانستو په اړه یې هم وويل، په پرېکړه کې به د لارې پرانستو فيصله هم کيږي.
تېره ورځ داسې رپورټونه مخې ته راغلي وؤ چې کوهاټ قلعه کې ترسره شوې لویه جرګه کې فریقین تړون ته غوڅ شکل ورکولو ته نزدې شوي دي اؤ دواړه خواوې دې ته چمتو دي چې خپلې وسلې حکومت ته وسپاري .
تر دې وړاندې د سیمې نه داسې اطلاعات هم ترلاسه شوي و چې په لویه جرګه کې مشرانو د سولې په تړون لاسلیکونه کړي دي خو تازه اطلاعات وایي چې تر اوسه یوازې یو فریق په تجویز شوي تړون لاسلیکونه کړي دي اؤ کله چې دویم فریق هم لاسلیکونه وکړي نو د کوهاټ د کمشنر دفتر کې به د جرګې مشران غوڅه پرېکړه اعلان کړي.
د پاړه چنار اؤ پېښور تر منځ غځېدلی سړک اؤ د بره کورمې لارې نزدې د دوه نیمو میاشتو څخه تړل شوې دي اؤ بره کورمې ته هر رقم سپلایي یا د توکو رسد بند دی.
پاړه چنار کې د ګډوډ امنیتي وضعیت خلاف د کورمې د پریس کلب مخې ته د لسو ورځو نه احتجاجي پرلت روان اؤ د ښار نورو پينځوؤ سیمو کې هم خلک په پرلتونو بوخت دي.
په پېښور اؤ کراچۍ کې هم د پاړه چنار د وضعیت په ضد احتجاجي پرلتونه روان دي.
په 23م دسمبر د خېبرپښتونخوا د صوبايي کابينې په غونډه کې ويل شوي، د صوبې د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې، کورمې ته د ځمکنۍ لارې بحالولو په لړ کې به د پاړاچنار روډ خوندي کولو دپاره ځانګړی پوليس ځواک جوړولی شي.
له دغې يوه ورځ وړاندې د کورمې په مسله د صوبايي اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د پاړاچنار د سړک خوندي کولو دپاره د ځانګړي پوليس ځواک جوړولو پرېکړې شوې او دغې مقصد دپاره به 399 پوليس اهلکار بهرتي کولی يا ګمارلی شي.
ویل شوي، د سړک خوندي کولو دپاره به اول عارضي پوستې، او په راتلونکې کې مستقل پوستې جوړولی شي. دغه ډول د دواړو فريقېنو ترمنځ د تړون وروسته به سړک پرانستلی شي، کرکه خورونکي د ټولنيزو رسنيو اکاونټونه به تړل کيږي.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د روان کال اکتوبر د 12مې راهسې د شيعه او سنيانو ترمنځ نښتې شوې، د ټل، پاړاچنار لاره تړل شوې، او د بيا د 21م نومبر راهسې په بېلابيلو پېښو کې د 135 نه زيات کسان مړه شوي او 180 نور ژوبل شوي وو، دغه لاره بنده پاتې ده.
Forum