لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلک وايي شهباز شريف دې د سفرونو په ځای وعدې وفاکړي د ولسي خېر پروژې دې راوړي


د شهباز شریف په خبره ټول نظام ګډوډ دی، د بجلۍ په ټرانسمشن کې لوی زیانونه دي او بل، لوى سرمايه دار بجلي غلا کوي
د شهباز شریف په خبره ټول نظام ګډوډ دی، د بجلۍ په ټرانسمشن کې لوی زیانونه دي او بل، لوى سرمايه دار بجلي غلا کوي

د پاکستان وزیراعظم شهبازشريف د وزیراعظم جوړیدو څخه را پدېخوا د ډېره اسماعیل خان څلورم سفر دی خو خلک وایي يو خو نوموړی ژمنې کوي خو بیا یې پوره کوي نه او بل داسې پروژې دې سيمې ته ورکړي چې د خلکو په ګټه وي.

د ډېره اسماعيل خان د سفر په مهال شهبازشریف په اسماعیل خان او ټانک ضلعو کې د سړکونو، بجلۍ او کورونو ته د ګېس ورکولو 16 پرمختيایي پروژې اعلان کړې او د دغو منصوبو د بنياد ډبرې کښېښودو په موقع یې وویل د 15، 16 مياشتو په لنډه موده کې د دوی حکومت ته د تاريخ تر ټولو سخت چېلنجونه په ميراث په غاړه شوي وو.

دستورې ته په وېنا کې نوموړي وویل د اتحادي حکومت سره په ګډه د سېلاب ځپلو لپاره د 100 اربه روپو نه زيات فنډونه مختص کړي شوي دي خو له بده مرغه نن هم د سېلاب متاثرينو حقونه نه دي ادا شوي.

د سيمې يو تن زبېر وويل وزيراعظم چې کله د پنجاب کومو سيمو ته سفر کوي هلته پوهنتونونه، کالجونه او د روغتونونه اعلانوي خو د ډېره اسماعيل خان سفر یې وکړو دغه يوه پروژه یې اعلان نه کړه او د بجلۍ نشتوالې وړې کارخانې بندې کړي دي.

يو بل تن اسدالله وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل په سيمه کې تېل او ګېس پېدا کيږي وزيراعظم بايد اول د سيمې د خلکو خبره کړی وی چې د سيمې د خلکو راتلونکې ورسره روښانه شوی وی.

هغه وویل د انتخاباتو ورځې رالنډې دي ځکه وزيراعظم چې د مولانا فضل الرحمان اتحادي دی، دوی هڅه کوي چې په تشو اعلانونو خلک په انتخاباتو کې د ځان ملګري کړي.

او د ټانک سره تعلق لرونکی نثار خان وايي د ټانک او پېزو سړک جوړول او د سي پېک سره نښلول يو ښه اقدام دی خو د سيمې خلکو ته غټه مسله د سېلاب ورپېښه ده ځمکې شاړې پرتې دي پکار ده وزيراعظم د سيمې د خلکو دپاره د اوبو انتظام وکړي.

د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعو خلک هر کال د سېلاب اوبو کې ځپل کیږي او د سیلابونو مخنيوي د پاره دوی د ټانک زام او ډیره اسماعیل خان درابن ډېم او د نورو لښتي جوړولو غوښتنه کوي خو وزیر اعظم په دې اړه څه نه ویلي.

شهباز شريف خپلو خبرو کې ویلي د آی اېم ایف په شرط، بجلي ګرانه شوې، خو دا یې منلې چې سرمايه داره خلک د بریښنا زیات استعمال کوي خو بلونه نه پرې کوي چې هغه له امله غریبه طبقه متاثره کیږي.

هغه نېغ په نېغه د بحلۍ او د توانايۍ وزیر ته لارښونه وکړه چې په دې اړه دې ګامونه واخلي.

د سيمې خلک وايي، که څه هم د بجلۍ زیات پېداوار خېبر پښتونخوا ورکوي خو بیا هم تر 12 ساعته زیات وخت پکې بحلي نه وي.

وزیر اعظم د وینا پرمهال په عمران خان تور پورې کړو چې د پي ټي آی چيرمېن د خپل سياست لپاره د رياست قربانۍ كې كوم ځای نه پرېږدي.

هغه وویل د دوی ټولو اتحادیانو په ګډه فيصله کړې چې سياست به قربان كړو خو رياست به ژغورو.

وزیراعظم وویل ملک په ترقۍ روان شوی د غنمو پېداور کې ریکارډ اضافه شوې په پونبه کې هم د ريكارډ پیداوار تمه لري او په تېرو 16 مياشتو كې د ګېس پېداوار هم زيات شوی دی.

د ګېس او تیلو نوي کوهي لکي مروت او شمالي وزیرستان کې موندل شوي او د دغو سیمو خلک احتجاحي مظاهرې کوي چې دا ګېس پنجاب ته غځول شوی او غوښتنه کوي لومړی دې پرې د دوی حق پرې اومنل شي.

هغه وویل په تېرو 75 کلونو کې لویه تېروتنه شوې د اوبو برېښنا ته پام نه دی شوی، د برېښنا څرخيدونکی پور 2.3 ټریلينه روپۍ دی، غریب او کروندګر ملامت نه دی، د هغه په ګډون ټوله اشرافیه او حکومت ملامت دي.

د شهباز شریف په خبره ټول نظام ګډوډ دی، د بجلۍ په ټرانسمشن کې لوی زیانونه دي او بل، لوى سرمايه دار بجلي غلا کوي.

هغه وويل، دا یوه موقع ده چې په شریکه د هېواد تقدير بدل کړو او د ملت د حالت د بدلولو لپاره که فساد (کرپشن) له منځه لاړ نه شي، هېواد پرمختګ نه شي کولی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG